کور / نثر / غزه به داسرايليانوپر هديرې و اړوو

غزه به داسرايليانوپر هديرې و اړوو

داسرايلو لخوا دفلسطين دغزې په پاکه خاوره باندې  بريدونو اوبي رحمانه حملو دادي نيږډې لسو ورځې ته ورسيدلې اود ٥٠٠ نه زيات انسانان  په کې ووژل شول اود٢٠٠٠ نه زيات انسانان په کې ټپيان شوي اوداډير ناوخته دي چې اوس داسلامي هيوادونو ټولنه (او اي سي ) پرې راوټوليږي اودسعودي عربستان د جدې ښار کې د غونډې دجوړيدو خبر ورکوي .

د دغه ټولنې لخواد غونډې جوړيدل خوډير ښه کاردي اودخوشحالۍخبره ده چې  په داسې يوه نړۍ کې چې زياتره مسلمانان يې دترهګرو په نومونوسره دغربيانولخوا ځورول کيږي اوڅوک له ويرې خپل غږ نه شي اوچتولاي دوي بياهم وکولاي شول دغزې په تړانګه  کې داسرايليانولخوا په بيرحمانه توګه دفلسطين دمسلمانانودوژلو پرخلاف   راټول اوددې بريدونومخنيوي لپاره خپل غږ اوچت کړي .

 د (او ای سي) سرمنشي اکمل الدين احسان ،. لوړ پوړو امريکايي او اروپايي سياستوالو ته په لېږل شوي  ليک کې غوښتنه کړې، چې پرغزه د بمباريو د درولو لپاره دې پر اسراييلو فشار راوړي .

 جالبه داده چې په نړۍ کې زياتره په کفري هيوادونو کې چې کومه دتاوتريخوالي پېښه  رامنځ ته کيږي نو دملګرو ملتونوسازمان اودبشري حقونوپه نوم ډلې ټپلې پرې خپل غږ اوچته وي ولې دفلسطين دمسلمانانو لخوا که څه هم په ګڼو هيوادونو کې لاريونونه ترسره شول اوددغه بريدونو غندنه وشوه ولې د ملګروملتونو سازمان پرې چوپه خوله دي اودفلسطين انسانان ورته بشر نه ښکاري اوپه ملاتړ خو يې نه کوم غږ اوچت کړ اونه يې هم کوم کانفرانس جوړکړ .

اسلامي هيوادونه چې اوس  دښه قدرت څخه هم برخه من دي ولي دکفري نړۍ لخوا داسې ترتاثيراوغلامۍ لاندې راغلي چې ته به وايې  دژوند اومرګ تصميم نيونکي يې همداغربيان دي .

 اسلامي هيوادونه کې چيرې لاس يوکړي  اوداسرايلو بريدونه دغندلو ترڅنګ  په کفري  اوغربي هيوادونو فشار  زيات کړي نو اسرايليان   اوحاميان به يې پوه شي چې اسلامي هيوادونه هم دنړۍ يوستر ځواک جوړوي.خو لکه څرنګه چې ليدل کيږي داسلامي هيوادونو مشران ډير په عاجزۍ سره عکسل العمل ښيې نودوي که چيرې همداسې په احتياط سره راټوليدل اواوس  چې دادي نيږډې لس ورځې داسرايلي ځواکونودبريدونوڅخه تيريږي  دوي يې په ملاتړ  په جده کې راټوليږي فکر کوم دا  ناوخته دي .نن په کفري نړۍ کې  دناټو په نوم داسې يوقدرت رامنځ ته شوي دي چې ددې سازمان قومانده هم دامريکا يې واکدارانو ترلاس لاندې ده اودوي چې څرنګه وغواړي هماغه شان عمل کوي .

اودناټواوسني اکثره پلانونه  داسلامي هيوادونو لپاره ديوځواک په توګه کارول کيږي که څه هم يوشميراسلامي هيوادونه  دناټوغړيتوب لري ولې هغه هم دکفري سترو طاقتونوترتاثېر لاندې راغلي اوخپل سرنه شي اوچتولاي .

 که چيرې اسلامي هيوادونوهم ورته ابتکاروکړى  اوهمداسې يوطاقت   رامنځ ته کړي نو ترناټو به لوي طاقت شميرل کيدلاي اوددې توان هم لري ځکه چې له يوې خوا زياتره دتيلو زيرمې  داسلامي هيوادونو سره دي او که چيرې  سره راټول شي نو دکفري طاقتونو اوناټو غړي به ټوټه ټوټه کړي .

اسلامي هېوادونو ټولنه ( او آى سي )  چې غړي يې نيږدې ٥٦ هيوادونوته رسيږي دامهال داتومي وسلو څخه هم برخه من دي اودوګړوشميره يې تر يونيم  ميليارد څخه هم اوړي  .  

 د فلسطيني روغتيايي سرچينو له مخې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې شاوخوا دوه نيم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

رپوټونه وايي چې، اسراييلو د جباليا د کډوالو د پنډغالي يوه جومات،يوستر روغتون  او د حماس  اسلامي پوهنتون او ليليې سربېره يوشمير نورې ټول ګټې سيمې هم په نښه او بمبار کړي دي .

اوس دادي اسراييلي پوځيان  د غزې تړانګې ته دځمکې له لارې ورننوتي دي،او داسلامي هيوادونومشران  چې ددوي په ملاتړ راټول شوي ولې ددې جرئت نه شي کولاي چې غوڅ غبر ګون وښيې اوداسرايلو په حاميانوغږ وکړي چې عمليات پرې بند کړي .

 ياد ته مې دتيرې ورځې دننګرهار ولايت دلاريوون کوونکيو خبرې  راغلي چې په لوړ اواز يې ويل دملګرو ملتونوسازمان يوه  تش په نامه اداره ده چې يوازې دکفري هيوادونو دبشري حقونو ملاتړ کوي اوپرمسلمانانويې هيڅ چورت نه خرابيږي . 

تيره ورځ په ننګرهار کې دهيواد دګڼو ولايتونو داوسيدونکي په شان دغزې دمسلمانانوپه ملاتړ لاريون کړي وواوپه لاريون کې دغزې په تړانګه داسرايلو دبريد دغندنې ترڅنګ يې داسرايلو بيرغ ته اور واچاوه اودهغوي دياد په خاطر دننګرهار دشهيدانو دڅلي څنګ ته په درناوي څوشېبې چوپه خوله ودريدل اودګلانو ګېډۍ يې پرې کښېښودې  .

 که له يوې خوادغزې په تړانګه داسرايلو وحشيانو بريدونه اوپه هغه مقدسه خاوره باندې ددوي ورننوتلو په و ړاندې داسلامي ټولنې چوپتياته ځير شو اوله بلې خوا د حماس د ډلې لوړ احساس ته وګوروچې تيره ورځ يې  په ډير اوچت غږ اوپوره چمتو والي سره يې  ديو مشر اسماعيل رضوان له خوا په هغه بيان کې چې په يوه غونډه کې لوستلوپر ولسي وګړو غږ و کړ   چې اسراييل پرېنږدي چې د غزې خاورې ته د ځمکې له لارې ننوزي .

او دغه مشر اسماعيل رضوان دا ژمنه هم  وکړه چې غزه به د اسراييلي پوځيانو لپاره پر هديرې و اړوو.

دادي لس ورځې تيريږي اوهره ورځ له راډيو اورم اودانترنيت سايتونو کې چې دفلسطين دمسلمانانو تصويرونه ګورم ډيرې پرې ځوريږم او  دادي اوس مې دخپل پيغمبر حضرت محمد مصطفى  صلی الله عليه وسلم طريقه مې ياد ته راغله چې ويلي يي دي  چې د نړۍ په يو ځاى کې که په مسلمان ظلم کېږي او په بل ځاى کې پرې څوک د غم اظهارونه کړي  نو دا د هغه ظالم سره په ظلم کې يو ډول شرکت  دي.

دفلسطين دغزې اونوروسيموپرمسلمانانودادي له شاوخا ٤١کلونو راهيسي دجنګ اوربل دي ولې ددوي حقونو په اړه نه نړيواله ټولنه اونه هم دبشر دحقونو ړانده اوکاڼه سازمانونه ځانونه خبروي