کابل : د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري خبري کنفرانس
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د
پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري کابل ته نن ماښام را ورسېد له اصف علي زرداري سره د
پاکستان د باندینیو چارو وزیر محمود قریشي د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي هم
شامل دی. کرزي او زرداري به سره وګوري او د دواړو هیوادو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او
له تروریزم سره د مبارزی په اړه به سره خبری وکړې. نن د کابل ښار سړکونه او لاری د
زرداری د راتګ لپاره تړل شوی وی او د ښار په څنډو کې د هغه انځورونه ځوړند شوي وو.