ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بوسټن ګلوب ورځپاڼې د یو رپورټ په نقل لیکلي دي چې په افغانستان روانه لانجه په یو ستراتیژیک مشارکت سره هواریدلې شي.
د ورځپاڼې په وینا تر هغو چې د افغانستان مهم ګاونډي هیوادونه د ګډې ګټې پر بنسټ د ثبات لپاره کار ونکړي په افغانستان کې د سولې چانس کم بریښي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د پاکستان ولس مشر اصف علي زردارې نن په یو رسمي سفر کابل ته راځي.
په ورځپاڼه کې په هلمند کې د روانو عملیاتو په اړه هم یو مطلب خبور شوې او لیکل شویدي چې برطانوي ځواکونو په ناد علي ولسوالۍ کې د طالبانو څلور مهم ځایونه نیولي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د مشرانو جرګې د ځینو غړو اندیښنه راغستې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د عاشورا په پاڅون تبصره کړې او هغه يې د ستر تاریخي ازمون ورځ بللې ده.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په هیواد کې د هوا او چاپیریال د ککړتیا په وړاندې روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي په مشرۍ د چاپیریال ساتنې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه.
ورخپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې امنیت او بیارغونه تر بحث لاندې راوستلې او دا دواړه يې لازم او ملزوم بللې دي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ملګرو ملتونو په حواله خبر ورکړې چې مرسته ورکوونکي هیوادونه په کابل کې غونډه کوي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه په د هالنډ د یو څیړونکي په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې څوک د جمهوري ریاست وړتیا لري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د مشرانو جرګې د غړو دې اندیښنو ته کتنه کړې او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې د غبرګولي په میاشت کې د انتخاباتو ترسره کول ناممکنه دي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ملي جبهې د مشر استاد رباني په حواله لیکلي دي چې دغه جبهه یو شمیر ځوانان فلسطین ته استوي.
په ورځپاڼه کې د زابل ولایت د سناتور په حواله دا هم لیکل شویدي چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالباتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزات د مرستیال باوچر په سفر تبصره کړې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې چې د عامې روغتیا وزارت د اصلاحي پروګرامونو ملاتړ باید وشي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د مشرانو جرګې د غړو اعتراض د انتخاباتو د ځنډولو لپاره یوه توطعه بللې ده.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د هوا د ککړیدو په اړه د ولس مشر کرزي اندیښنو ته په اشارې له هغه غوښتې دي چې د ځمکې د ککړیدو چاره دې هم وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د عاشورا په پاڅون تبصره کړې او لیکلي دي چې دا د تاریخ په پاڼو کې د عدالت لپاره تر ټولو ستره نعره وه.