دميدان وردګو پوستخوني ګټي اخستني ته چمتو سوې
په ميدان ودرګ ولايت کې دپوست د ليږد ودانۍ د (٥٣٧٠٤٧١) ميليونو افغانيو په لګښت ګټي اخېستنې ته چمتوشو
په ميدان وردګ لايت د پوست ليږد مرکزي ودانۍ د (٥٣٧٠٤٧١) ميليونو افغانيو په لګښت د مخابراتو وزرات د انکشافي بودجې څخه ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.
ددغه ودانۍ د پټۍ پريکولو مراسم نن د مرغومي په ٢٢ مه نيټه دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي او دکابل څخه راغلې پلاوې لخوا ترسره شول او ګټي اخيستې ته چمتو شوه ، دغه ودانۍ په (١٣٨٧) متره مربع ځمکه کې چې ټولې اته خونې لري د لوى تالار ،عصري تشانبونو او د٤٠ متروسپتيک څاه په درلودلو سره په اساسي او عصري ډول د ريشتيا ساختماني شرکت لخوا جوړ شوې ده چې دميدان ودرګ ولايت ميشت استوګن به ترې د پوستي په ليږد راليږد کې ګټه واخلي او تر ډيره بريده به ددوۍ ستونزې حل شي.
همدارنګه د يوبل خبر له مخې دميدان ودرګ لايت د استناف محکمې نوې ريس عبدالباري خان د سترى محکمي راغلې پلاوې او ميدان وردګ ولايت والي محمدحليم فدايي لخوا نن رسما ددې محکمي کار کوونکوته ور وپيژندل شوه او په کار يې رسماُ پيل وکړو