نوی غزل
رحيم ګل څاروان
توبه توبه دا اور ورين وختونه
دا د جنګونو دا غمګين وختونه
کلونه ؤ شو په لمبو کی ژوند دی
کله به راځی هغه شيرين وختونه
راشۍ جرګه شو مشالونه بل کړو
کيدی شی بيا راشی رنګين وختونه
ډير می ياديږی د خپل کلی اختر
ښايسته ښايسته مېن مېن وختونه
چور ليونی شو اباسين ور پسی
ها ګلورين هغه زرين وختونه