دقومونو د ځوانانوغورځنګ عبدالعلی سراج کاندید ټاکلي

رحيم ګل څاروان | جنوري 11th, 2009


بسم الله الرحمن الرحیم
 کابل – افغانستان                                                                  د۱۳۸۷کال دسنبلی پنځلسمه
          دافغانستان دقومونود ځوانانوغورځنګ مناسب کاندید
                     ښاغلی سردار(  عبدالعلی ) سراج دی


 !
دری لسیزی کیږی چی په ګران افغانستان کی ځوانان دهرډول بدبختیوپه اورکی سوځی هیځ دولت ، ګوند ، مشراوتنظیم ورته پاملرنه نده کړی حتی اوسنی دولت چی په لس ګونه ملیارډه ډالره نړیوالی ټولنی ورسره مرسته کړیده خو دځوانانوپرژوند یی کوم مسبت تاثرندی کړی اوس هم ځوانان دجګړو ـ مهاجرت ، غربت ، بی کاری ، بی سوادی ، فقر، نیشو، حتی دځان وژونکوکړووړوښکاردی .
ځنګه چی ځوانان دراتلونکی ټولنی  مشران اوتاریخ جوړونکی دی باید دخپل هیواد دراتلونکی اوخپل ملت خصوصا دځوانانوددراتلونکی سرنویشت په هکله دډیری هوښیاری اوغورنه کارواخلی اوپری نه ږدی چی داسی کسان دمملکت چاری په لاس کی واخلی لکه په دادیریش کاله کی چی دافغانستان هرځه دتباهی کندی ته وغورځول اویا لکه دبن ناکامه ګروپ چی دخپلوغلطوپالیسوپه وجه یی هیوادیواربیا دوینوپه حمام بدل کړی په اوسنی مرحله کی افغانستان داسی یوولسمشرته ضرورت لری چی پرافغانستان فکروکړی نه پرقوم ، ژبه ، سمت ، تنظیم اوخپله کورنی ملی اومناسب کاندید باید حتما دلاندی شرایطودرلودونکی وی .
اول : – باید لاس دملت په وینوسره نه وی .
دوهم :- په قومی ، ګوندی ، تنظیمی ، ژبنی تعصب لړلی نه وی .
دریم :-  په ملی خیانت ، وطن فروشی ، دملی شتمنی په لوټونه ، رشوت ، اختلاس ، اودشیرپورتاریخی کلاپه چورولوکی یی ونډه نه وی لرلی .


ځلورم : مهربانه ، زړسوانده ، وطن دوسته اودکلک عزم خاوند وی ،
پنځم   : دځوانانوښی راتلونکی اوپه هیواد کی هراړخیزوتغیراتو اوملی وحدت ته ژمن وی .
شپږم :- ټولوقومونوته داحترام وړاویوی تاریخی کورنی ته منسوب وی .
دافغانستان دقومونودځوانانوغورځنګ پسله ډیرومشورواوځیړنی ښاغلی عبدالعلی ( سراج )دغازی اعلحضرت امان الله خان وراره دولسمشری دپاره دخپل کاندید په توګه اعلانوی دافغانستان ټولوقومونوخصوصا ځوانانوته بلنه ورکوی چی زموږ سره په دی تاریخی نوښت کی ګډون وکړی ترڅوپه ګډه ګران افغانستان ددی بد حالت نه راوایستلای سو . ومن الله توفیق .
                        دافغانستان دقومونوځوانانودغورځنګ
                                     دارتباط کمیټه           

Copyright Larawbar 2007-2024