سهېل لويديځ : د ناټو کارکوونکی ووژل سو

د لراوبر اداره | جنوري 11th, 2009


ناټو لراوبر ته د يوه تازه خبر په رالېږلو د افغانستان په سهېل کي د خپل يوه کارکوونکي د وژل کېدو خبر تائيد کړی دی ، ناټو د خپل وژل سوي کس د ځای ځايګي او هويت په اړه څه نه دي ليکلي خو په دې وژنه يې خواشيني څرګنده کړېده ، بله خوا د يوه بل خبر له مخي د ناټو وسله والو او افغان ملي پوځ سرتېرو په ګډو عملياتو کي د سهېل لويدځ د بلوڅ درې په سيمه کي د طالبانو د يوه مهيم قومندان د وژلو ادعا کوي ، د ناټو چارواکي وايي ملا  عبدالرشيد د ناټو او ايساف ځواکونو زيات شمېر سرتيري وژلي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024