دکوټي او چمن لویه لار احتیجاجاٌ بنده ده

56 | جنوري 11th, 2009


د کوټي او چمن لویه بین الميللي لار  د سوارلي موټرونو او باربردارو موټرونو پر مخ هغه وخت د احتیجاج په توګه د سیمي د اولسي خلګولخوا بنده کړل شوه ، کله چي تېره شپه ایف سي ملېشې د قلعه عبدالله خان د سیمي د یؤ مخور شخصیت حاجي کرم خان پر کور د دوی په وینا دیوې اطلاع له مخي چهاپه وهله ، حاجي کرم خان او د دهْ زامنو د خپل کور د عزت او ناموس ساتلو له مخي ایف سي ملېشې ته اجازه نه ورکوله چي کور ته دي یې ورننوزي،له همدې آمله د ایف سي لخوا د کلاشینکوفونو ډزي وشوې چي په نتیجه کي یې حاجي کرم خان سخت ژوبل شو او زوی محمدعلي یې ځای پر ځای ووژل شو

د ایف سي دې رویې په اولسي خلګو کي قهر او غضب راوپاراوی په قلعه عبدالله خان بازار او چمن ښار کي د همدې پیښي د غندلو په موخه نن د پښتونخواملي عوامي ګوند لخوا احتیجاجي اولسي لاریونونه تر سره شو

نن ټوله ورځ د کوټي او چمن لویه لار د مسافرو او موټرونو پر مخ بنده وه آن چي تر اوسه هم بنده ده

بلي خواته د لاري بندېدا مسافرو او ځایي وګړو ته ډیري ستونزي او مشکلات ورپېښ کړي دي

 

Copyright Larawbar 2007-2024