د غزې قتل عام
که له يوې خوا، د غزې په تړانگه کي، د اسرايلو بې امانه او تباه کونکي بمبارۍ او مځکنۍ حملې د بشري او بين المللي قوانينو څخه څرگنده سرغړونه ده. خو بلخوا، واقعيت دا هم دى چي په غزې کي روان نا برابره جنگ د اسرايلو پر خلاف د حماس د جگړه مارانو د بې سېکه او ماتو گوډو راکټونو په فېرولو باندي پيل سو. په بل عبارت، حماس د اسرايلو سره جگړه په لوى لاس شروع کړه. د حماس او اسرايلو ترمينځ د مصر په مرسته د شپږ مياشتني اوربند څخه را وروسته د ډسمبر په جريان کي دواړو خواوو د جنگ او تشدد لپاره ځانونه چمتو کول.
څو بالاخره، د حماس مشرانو فيصله وکړه چي د خپلو بې هدفه راکټونو په گوزارولو به اسرايل دېته اړباسي چي د اور بند د خبرو په بل پړاو کي له تل ابيب څخه زيات امتيازات ترلاسه کي. حماس فکر کاوه چي اسرايل به جنگ ونه مني. حماس اټکل کاوه چي سپيني مانۍ ته د ښاغلي اوباما ورتگ به اسرايل دېته وهڅوي چي څه روغه جوړه وکي. مگر داسي برېښي چي د حماس د مشرانو اټکل غلط را وخوت. حماس غوښتل چي اسرايل مجبوره کړي چي د اوربند يو داسي نوى تړون لاس ليک کړي چي د اسرايلو دوامداره هوايي، مځکنۍ، او سمندري محاصره او کلا بندي څه نرمه کړي. په کال ٢٠٠٦ کي کله چي حماس انتخابات وگټل او په غزې کي يې الفتح ماته کړه، اسرايلو، امريکا، او اروپايي هېوادونو سمدستي د غزې پر فلسطينيانو باندي هر اړخيز اقتصادي بنديزونه ولگول. جالبه دا ده چي په مينځني ختيځ کي امريکايان هم ديموکراسي غواړي او هم د خپلي خوښي کسانو انتخابېدل غواړي. که چيري د انتخاباتو نتايج د غربيانو پر طبيعت او مزاج برابر نه وي، د انتخاباتو مشروعيت او نتايج نه مني.
بلخوا، د اسرايلو د دفاع وزير، يهود باراک، د بهرنيو چارو وزيره، مېرمن ليوني، او د محافظه کاره گوند ليکود مشر ښاغلي نتنياهو ته د حماس راکټونو داسي فرصت په لاس ورکړ چي هغوى له خدايه پر اسمان غوښت، خو حماس پر مځکه پلاس ورکړ. درې واړه د ٢٠٠٩ فبروري د مياشتي په انتخاباتو کي د صدارت د چوکۍ لپاره مطرح کانديدان دي. درې واړه غواړي چي عامه اسرايليانو ته وښيي چي څونه د اسرايلو د امنيت او ساتني په اړه جدي او قاطع دي. درې واړه غواړي چي د فلسطينيانو او عربو سره د پرېکنده اقداماتو د کولو شهرت تر لاسه کړي. د اسرايلو د سياستوالو او کانديدانو لپاره همدا نا برابره جگړه د انتخابېدو لپاره يوه ښه وسيله کېداى سي. په هر حال، د دوى مقصد چي هر څه وي، خو د حماس يو څو پسپسانکي او راکټونونه د اسرايلو واکمنانو ته اجازه نه ورکوي چي ټول بين المللي او جنگي قوانين تر پښو لاندي کړي او د يو څو افراطيانو د حملو په جرم يونيم ميليون بني ادمان په مرگ تهديد کړي. ددې ډار سته چي اسرايل يو ځل بيا د پخوا په شان تېر جنگي جنايات او وحشت تکرارکړي.
په هرصورت، د غزې روان جنگ نا برابره او غير متناسب دى. اسرايل عصري پوځ او سرشاره منابع لري،مگر فلسطينيان اشغال او محاصره دي. اسرايل جنگي الوتکي، ټانکونه، يو مجهز پوځ او پراخ غربي ملاتړ لري. په مقابل کي، فلسطينيان کلا بند، بې پوځه، او بې وسلې دي. اسرايل منظم مرکزي حکومت لري، خو فلسطينيان پر الفتح، حماس، القسام، او راز راز نورو ډلو باندي وېشلي دي. فقط په دوو اونيو کي قريب نهه سوو ته نژدې معلوم فلسطينيان قتل سويدي او يقينا څه نور هم تر خاورو خځلو لاندي دي، خو د کال ٢٠٠١ راهيسي د حماس د پسپسانکو په حملو کي تر اوسه پوري شل تنه اسرايليان وژل سويدي
ښاري جنگونه عموما خونړي وي، خو د اسرايلو او فلسطينيانو جگړې په خاصه توگه ډېري سختي وي. د غزې په رواني جگړې کي همدا اوس لا په فلسطينيانو هديرې ډکي سويدي. بسته کورنۍ سټ سويدي. د ټپيانو شېمر زرهاوو ته رسېږي. د اسرايلو او فلسطينيانو تاريخي سابقه دا ښيي چي د غزې په روان ښاري او لاس په لاس جنگ کي به بې رحمي او جنايت ډېروي. گڼ شمېر نور فلسطينيان به هم قتل سي، خو د لبنان په شان به د اسرايلي عسکرو تلفات هم ورو ورو زياتېږي. د اسرايلو پوځ گومان کوي چي د وچ زور او پراخ تشدد استعمال به د حماس غړي او پلويان د مرگ او يا تسليم سره مخامخ کړي. خو د اسرايلو د پوځ بې رحمۍ او جنايت اوس لا په غرب کي د عامه خلکو تر مينځ د اسرايلو پرخلاف احساسات را ولاړ کړي دي. په نوره نړۍ کي هم د اسرايلو د تجاوز په مقابل کي پراخ مخالفت راڅرگند سوي دي. په اسلامي نړۍ کي خو طبعا د فلسطينيانو سره خواخوږي او همږغي خورا زياته ده. په اکثرو اسلامي هېوادونو کي د اسرايل د تجاوز پرضد پراخ اعتراضونه او مظاهرې رواني دي. بلخوا، که څه هم امريکايي مطبوعات هڅه کوي چي د فلسطينيانو قتل عام ډېر ښکاره نه کړي، خو بياهم تشدد او مرگه ژوبله دونه عامه او پراخه ده چي ازاد مطبوعات يې پرته له خپرولو څخه بله چاره نلري. په بل عبارت، ځيني عکسونه او خبرونه بايد خپاره کړي.
د تاريخ په جريان کي پر يهودانو باندي متخلفو اقوامو په راز راز پلمو او نومونو لکه هالکاسټ، سود خوران، او په روسيې او شرقي اورپا کي د يهودانو پر خلاف د “پاگرام” په نامه بېشماره ظلمونه سوي دي. د فرعون، بابل، روم، او نورو حاکمانو په دوران کي د يهودانو سره نژادي او مذهبي تبعيضونو، تجاوز، او جنايت سوى دى. د يهودانو تاريخ د اسارت، مرييتوب، مبارزې، او توحيدي عقيدې د رسالت څخه جوړ دى. همدې تاريخي قدامت او مستند ظلمونو په يهودانو او د هغوى په غربي محافظه کاره پلويانو کي يو ډول ډار او وهم ايجاد کړى دى. بل عبارت، هغوى فکر کوي چي د يهودانو پر خلاف هره حمله _په هر اندازه چي وي_ د هغوي د نژادي تباهۍ په مقصد کېږي. اسرايليان په يوه ډول روحي مرضي گرفتاره دي. لنډه دا چي عموما پارانويډ دي. د نوک جواب په سوک ورکوي. يهود پدې باور دي چي د هغوى د محوه کولو لپاره تل يوه دسيسه روانه وي. نو بنا، هغوى حق لري چي د ځان د ساتلو لپاره مخکنى او ناببره حملې وکي. پر ځان او نورو باندي سيمېټي ديوالانونه، غزن سيمونه، او جنگي کلاوي را وگرځوي. د امنيت ټينگولو او د ټروريزم سره د مبارزې تر نامه لاندي د نورو خلکو مځکي لاندي کړي. د فلسطين په خاوره کي ناقل يهودان مېشته کي.
اکثره يهودان گومان کوي چي هغه فلسطينى ځوانان چي د اسرايلي ټانکونو سره په کاڼو جنگېږي، د هغه لرغوني تاريخي تهديد ادامه ده چي فرعون، روم، هسپانوى انکوېزشن، هټلر او نازيانو د يهودانو ژوند او هستۍ ته مخامخ کړى وو. د همدې خيالي گواښ د دفع کولو تر پلمې لاندي اسرايل له فلسطينيانو سره د اپارتايت چال چلند کوي. په غزې کي، د اسرايلو دوامداره هوايي او مځکني محاصرې د خلکو ژوند، امنيت، او اقتصاد له حرکت او پر مختگ څخه را گرځولى دى. په کال ١٩٤٨ کي د اسرايلو د حکومت د جوړېدو سره سم، د يهودانو او فلسطينيانو تر مينځ يو داسي نشنلسټ، مذهبي، او نژادي جنگ پېښ سو چي تر نن ورځي پوري يې نه يوازي د منطقې بلکي پر جهاني سياست او سولي هم منفي اغېزه شندلې ده. د اسلامي نړۍ او امريکا اړيکي يې ډېري پېچلي او ترينگلي دي. په اسلامي نړۍ کي يې د افراطي مذهبي ډلو د قوت او خطرناکه ډېرېدو سره مرسته کړې ده. همدې شرايطو د القاعدې، الجهاد، لشکر الطيبې، او نورو مذهبي ټروريسټي ډلو ته ددې فرصت برابر کړى دى چي په ډېره اساني سره نوي غړي، مذهبي ډانگيان، او جهاديسټآن پيدا کړي. د ځانمرگي، ټرور، او وحشت لپاره نوي ځوانان استخدام کړي. په سيمه کي، اعتدالي خوښونکي لا نور هم کمزوري کړي. د عصري او مترقي اجتماعي پرمختگ مخه ونيسي. او لنډه دا چي د مذهبي افراطيت بازار تود وساتي.
په فلسطين کي، د اسرايلو اشغال مقاومت ايجاد وى. اکثره مبصرين باور لري چي که څه هم اسرايل به سخت مالي او ځاني تاوانونه ورسوي، خو حماس به نور هم غښتلى سي. ځکه يو مقاومت هغه وخت پاېښت لري چي دښمن ته مطرح وي. مدام يې په تباه کولو پسې وي. يو مقاومت غواړي چي دښمن ته اهميت ولري، د دښمن توجه ورته جلبه وي. همدا د دښمن پام د هغه ژوند دى. د اسرايلو هره بمباري د حماس محبوبيت نور هم زياتوي. ځکه حماس عقيده لري چي محمود عباس پخپلو پاليسيو کي ناکامه سو. عباس ونه کړاى سواى چي د اسرايلي ناقلو د مېنو د ابادولو مخه ونيسي؛ يا اسرايلو سره يوې نهايي روغي جوړي ته ورسېږي؛ يا د بيت المقدس د نهايي برخليک په باب قطعي فيصلې ته ورسېږي؛ او يا د فلسطيني مهاجرينو برخليک معلوم کړي. عباس د روغي جوړي په پاليسۍ کي ناکامه سوى دى. نو بنا، د حماس په گمان يوازنۍ لاره مسلح مقاومت او جنگ دى.
په سيمه او نړۍ کي د سولي او عدالت د ټينگېدو لپاره بايد د فلسطين پر خلاف د اسرايلو د اپارتايت نظام ختم سي. ايف ١٦ جنگي الوتکي د ملکي اهدافو د ويشتلو لپاره بايد استعمال نه سي. په متحده ايالاتو کي،که څه هم، مطبوعات د اسرايلو خوا نيولې ده، خو يو شمېر مهمو امريکايي مشرانو، ليکوالانو، منورينو، او عادي امريکايانو د اسرايلو د حيرانونکي زور زياتي او تشدد د سمدستي ختمولو ږغ کوي. د نړۍ په نورو هېوادونو کي هم د فلسطينيانو حقه غوښتنو لپاره ملاتړ زياتېږي. څرگنده خبره ده چي اسرايل په سيمه کي پرته د امريکا له ټوټال ملاتړ څخه دا ډول بدماشي او وژني نسي کولاى. فعلا، اسرايل په سيمه کي پوځي سيال نلري. هيڅوک يې جواب نسي ويلاى. پر ټولو عربي هېوادونو غښتلى دى. هر ځاى خپل پوځي زور او تشدد ښيي. د هر مشکل حل په نظامي عملياتو کي گوري. لبنان نيسي. سوريه بمباروي. ايران تهديدوي. په گرده مينځيني خيتځ کي د فلسطينيانو پر خلاف قتلانه حملې او بې امانه گوزارونه کوي. وچ او لانده ټول سوځي. د هيچا پروا نلري. د يو څو افراطيانو د اعمالو په خاطر څه باندي يو نيم ميلون انسانو په ډله ايزه توگه کړوي. د غزې په تړانگه کي د خلکو تراکم او گڼه گوڼه زياته ده. پداسي ځايونو کي بمبارۍ کول طبعا د ملکي اهداف په نښه کول. د اسرايلو د غزې د تړانگي دفترونه، د پوليسو سرماموريتونه، د حماس دفترونه او کورونه، ماجتونه، مکتبونه، او غزې د تړانگي گرده اقتصادي جوړښت په نښه کړى دى. د غزې ټولي لا ري، اسمان، او سمندر د اسرايلو په ولکه کي دي. د غزې په تړانگه کي يوه محسوسه لوږه، په روغتونو او درملتونو کي د دوا درمل نشته والى، د ډاکټرانو او نرسانو، او د طبي ضروري موادو او الات د نشته والي سره مخامخ دي.
په پاى کي، د اسرايلو او فلسطين د شخړي فيصله کول د نړيوالي سولي لپاره په عامه توگه او په مينځني ختيځ کي په خاصه توگه اهميت لري. د اسرايلو او فلسطين جنگ په منيځني ختيځ کي د نورو شخړو او جنگونو مور ده. د اسرايلو پدې خلاف رفتاري کي هغه ملکونه هم شامل دي چي پدې تيرو شپېتو کلونو کي يې د اسرايلو له هر راز وحشت او بربريت څخه دفاع کړې ده. پدې ناورين کي، د متحده ايالاتو په شمول هغه اروپايي ملکونو هم گډون لري چي د بشر د حقوقو، ازادۍ، ديموکراسۍ، او د قانون د حاکميت نارې هم وهي، خو د اسرايلو او فلسطين په شخړه کي د اسرايلو له هر جنگي جنايت څخه دفاع کوي. حماس د يوه داسي قوي دښمن سره جنگېږي چي په هيڅ صورت يې نسي ماتولاى. اسرايليان او فلسطينيان مجبوره دي چي د گډ ژوند د کولو لپاره يوې روغي جوړي ته سره ورسېږي. څرگنده ده چي يوه خوا هم ددې توان نلري چي بله خوا کاملا ختمه او تباه کړي. بلکي مقعوله لاره دا ده چي دواړي خواوي دوو دولتونو جوړېدو ته غاړه کېښېږدي. د فلسطين اشغال د ختميدو سره سم به سوله هم دغي ناکراري او کړېدلي سيمي ته را وگرځي. د اقتصادي پرمختگ او انکشاف لپاره به وخت او فرصت برابر سي. د دښمنۍ او بدۍ ځاى به مقعوله همکاري او ښه گاونډيتوب ونيسي. او دا روان جنگ، اپارتايت، او مذهبي حماقت ختم سي. والسلام.