کور / هراړخیز / په وزيرستان کښي د امريکا د متحده ايالاتو وسله وال عمليات

په وزيرستان کښي د امريکا د متحده ايالاتو وسله وال عمليات

د خپريدو منبع افغ انستا ن . رو مسكو
ليكونكي : ويكتور كارګون
۲  جنوري ۲۰۰۹ كال

په روسيه کې د علومو د اکادمې د ختيځ پېژندې د څانګې مشر پروفېسور ويکتور کارګون د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېتس د څرګندونو په هکله چې ويلي (تر هغو چې د پاکسان خاورې ته وسلوال ځواکونه ور ننه نه وځيي په افغانستان کې بريالي کېدل ممکن نه دي)

د روسې يوې مشهورې ورځپاڼې سره مرکه کړې چې غټ ټکي ېې دادي٠

پروفېسور کارګون د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او ترهګرو په وړاندې دپوځي عملياتو په هكله 

   دامريكا ددفاع دوزير رابرت ګيتس څرګندونې تآئيد كړي او ويلي چي دا يوپرځاي تيزس اوعمل دي.

ختيځ پيژندونكي ويكتور كارګون دامني او وائي چې د پاكستان په شمالي برخه كي ( دطالبانو اوترورستانو مركزونه دي ) د ( دهمدغو مركزونو څخه طالبان د افغانستان د سرحدي پولې نه د امريكايانو سره د  جګړو اوعملياتو  لپاره را اوړي اود جګړې څخه وروسته بېرته په پاكستان کې خپلو مرکزونو ته ستنيږي  او هلته په پاكستان  كي انتحاري كونكي تربيه او روزل كيږي ،ټپيان او زخميا ن ېې هم هلته  تداوي كيږي او خپل مړي هم هلته خاورو ته سپاري،     

د څيړونكي په نظر د طالبانو په عملياتو کې د زياتوالي اساسي علت د پاكستان د پخواني جمهور رئيس جنرال پرويز مشرف د دوه مخي سياست پايلي بولي او وايي چې جنرال مشرف په رښتيا سره د القاعدې په وړاندي عمليات تر سره كول ،خوپه طالبانو ئي هيڅ ګوزار نه کاوه او همدا سبب دي چي نن طالبان ډير پيا وړي اوفعاله دي . 

پرو فيسر كارګون پدي هكله وائي : امريكايان اوس په كوښښ کې دي  چي ددوې مخصوص ټولګي ددي امكانات او اجازه ولري ترڅو دافغانستان او پاكستان په  خاوره كي د طالبانو د ګروپونو په وړاندې عملياتو ته دوام وركړي او له مينځه يي يووسي چې دا د افغانستان په ننني نازوکو حالاتو کې په ځاي عمل اوكار دي : ضرور ده چي د طالبانو او ترورستانو دلمينځه وړلو لپاره په افغانستان کې نه بلكي د پاكستان په خاوره كي پري مرګوني ګوزارونه وشي پدي خاطر چي هلته د دوي اساسي ځالي او مركزونه دي.  

د کارګون په نظر طالبان دهري ورځي په تيريدو سره خپله د كنترول ساحه پراخوي ( په خپل موجوديت سره ورو،ورو ، د کرزي دحكومت دكنترول ساحه تنګوي ) كارګون وايي چي دامريكايانو حالت كه په  افغانستان كي دشوروي اتحاد د فوځي قطعاتود موجوديت د وخت سره پرتله شي هغومره د تشويش وړ ندي . 
( په عراق  كي  د امريكائي قطعاتو تلفات په ۵ كلونو كي ۴۰۰۰ تنو ته رسيږي او په افغانستان كي امريکاېان يواځي ۶۰۰ تنه تلفات لري په داسې حال کې چې شوروي اتحاد په افغانستان  كي د ۹ كلنود جنګ  په جريان كي ۱۳۵۰۰ تنه دلاسه وركړي دي . 

     
د څيړونكي كارګون په نظر په افغانستان كي د طالبانو په موجوديت کې د ( ۵ ) څخه تر ( ۶ ) فيصدو پوري زياتوالې راغلې چې، د  افغانستان په جنوب او جنوب ختيځو ولاياتونوكي په ځنيو ولسواليو او لري پرتو سيمو  او قريو د دوي كنترول او اغيزي لاندي دي ،اوهلته ئي  د دولتي ارګانونو ترڅنګ خپلې اداري جوړي كړي دي .  

د ويكتور كارګون په نظر وروسته له هغي چي واشنګټن په ( ۲۰۰۱ ) كال كي د القاعدي او طالبانو په وړاندي عمليات پيل كړل او پدي عملياتو كي د وړو ډلو څخه نيولي بيا تر محلي قوماندانانو پوري چې ترې استفاده وشوه غټه اشتبا ه بولي .


پروفيسور کارګون داسي فكركوي او وائي چي : وروسته له هغي چي امريكايانو د وړو وسلوالو ډلو نه نيولي بيا د محلي قوماندانانو پوري چې د طالبانو د اداري په لمينځه وړلو كي ورسره مرسته کړې وه  وروسته بيا همغه قوماندانان اوجنګي جناېتکاران د هيواد په ولايتونو كي ډګر ته راووتل او ټول ېې  واكمن شول ، ځينې د مخدره موادو د قاچاقو په كار او بار مصروف شول،ځيني طالبانو ته ورغلل او  يو تعداد نورو ئي خپل بانډونه او ډلي ټپلې جوړې کړې چې اوس په غېرې  قانوني او نامشروع كارونو بوخت دي .دغه ډلي چي د امريكا په مرستو سره ماړه او ورغيدل د کرزي د حکومت اساسي برخه تشكيل او رهبري كوي ېې .


امريكايان دخپل امنيت دساتني پخاطر دوي ته پيسي وركوي اوخپل ځانونه پري ساتي،چې نن په افغانستان كي د اداري فساد او رشوت اساسي عنصر همدوې دي٠     

  ويكتور كارګون وائي :د امريكا لخوا په افغانستان كي د طالبانو او ترورستانو په وړاندي عمليات د روسي په ګټه دي دغه كارچي د روسي لخوا بايد شوي وائي زموږ پر ځاي امريكا كوي د ختيځ پيژندونكي پروفېسور کاګرګون واي  د روسي ګټي په افغانستان کې د روسي په جنوبي پولو او د مركزي اسيا د متحدينو په امنيت کې دي ، امريكا د طالبانو په مقابل كي جنګيږي اود هغوي مخنيوي كوي .دا چې جنګ د افغانستان په جنوبي برخو كي دي په شمال كي جنګ نشته په همدي خاطر روسيه د امريكايانو او ناټو غړوهيوادو څخه د دي كار مننه وشي .

سره له دې د روسي مشهور ختيځ پيژندونكي واې، په افغانستان كي  د امريكا او ناټو د قواوؤ دآيمي موجوديت په ستراتيژيكي  لحا ظه د روسي د ګټو سره مغايرت لري هغه پدي ما نا چي د امريكا پوځي موجوديت په منطقه كي خپلې سترا تيژيكي او جيو پوليتيكي موخې لري .

د څيړونكي په ڼظر په افغانستان كي د امريكا پوځي موجوديت پد ي خاطر چي په مركزي اسيا كي ايران ، چين او روسيه خپل تاثيرات پراخ او پياوړي كوي د دوي دمخنيوي لپا ره اوهم په منطقه كي دامريكا د ستراتيژيكي ګټو تر څنګ اقتصادي گټي تړلي دي هغه  ويكتور كارګون د كسپاين دبحيري دنفتو او ګازو ذخايروته اشاره كوي .