موږ به کله پر خپلو پښو درېږو ؟

34 | جنوري 12th, 2009


انسان عموما تر دوه کلنې پورې ددې توان مومې چې پر خپلو پښو ودرېږې او تګ پېل کړې . که څه هم دنورو په مرسته تګ ډېر اسانه وې ولې پر خپلو پښو درېدل او د خپلې ارادې سره سم خپل منزل ته رسېدل د هغو خلکو شان وې چې دننګ ، غېرت اوخپلواکې ژوند ېې خوښ وې .
اوس په کوردننه سېاست کښې دا ټکې هره ورځ تر غوږو کېږې چې ترڅو چې زموږ هېواد پر خپلو پښو نوې درېدلې موږ دغه او هغه ته اړتېا لرو .
له خپلو پښو پرته بېا دبل پښې دې چې پرې درېدل ډېر ناشونې کار دې البته دا کېدلاې شې چې سړې مصنوعې پښې ځانته پېدا کړې او د اودرېدلو هڅه پرې اوکړې .
ولې داخبره ډېره روښانه ده چې د خپلو پښو او دلرګې د پښو په تګ او تګلاره کښې څومره توپېر وې ؟
په اقتصادې توګه پر خپلو پښو ددرېدلو هڅه دننې نړې په اصطلاح کښې دمخ پر ودې اقتصادې تګلارې وخپلولو ته وېل کېږې . چې کوم هېواد د استهلاکېت(کنسومرېزم) له پوزېشنه راووځې او داېجاد او تخلېق په کړنې لاس پورې کړې ، صنعت او کارخانې (انډسټرې) ورغوې لدې لارې خپل مالې حېثېت پېاوړې کړې هغه پر خپلو پښو ولاړ بلل کېږې .
اوداهله چې دا کار د خپل ذهنې قوت او استعداد له لارې وکړې ، نه داچې صنعت په قېمت واخلې او په بدل کښې ېې خپل قدرتې وساېل ، بېنکې اثار ، او ېاسېاسې خپلواکې وپلورې ، داډول صنعت او کارخانې رانېول او وارېدل او ېا دهغه هېواد مصنوعات مستقېما وارېدول او په عوض کښې خپل قوت خرېد په ناانډوله توګه دباندې وتل ېوه خبره ده .
اصلې اقتصادې پر مختګ او پر خپلو پښو درېدل دادې چې هغه مېګا ټېکنالوجې او ستر صنعت په خپله په هېواد کښې د هېواد د انجېنرانو او ساېنس دانانو له لورې جوړ او اېجاد کړل شې چې په هغه کارخانو کښې هغه ماشېنونه او پرزې روغې شې چې صنعت او کارخانې ترې جوړېږې ، پدې کښې باېد خپل افرادې قوت او خپل قدرتې وساېل او خام مال استعمال شې .
خپل لومړنې اړتېا په خپل کور کښې پوره کړل شې .
په اوس وخت کښې زموږ ساېنسې پوهه او سېاسې کړنه لدې غوښتنې سره سمون نه خورې چې ګواکې موږ دې په حقېقت سره پر خپلو پښو د درېدلو په تکل کښې و اوسو .

ولې چې له باندنې هېوادونو سړې د بسپنې تمعه کولاې شې خو د هغه فکر او ضمېر د وارېدولو تمعه ترې نشې ترې کېدلای چې په رشېا موږ پر خپلو پښو ودرولو ته ژمن کړې . دا استعداد دېو انسان او بل انسان ترمنځ دېوال او سرحد تشکېلوې چې د هر ېوه ترجېحات او ضرورېات بېل وې . ولې څه چې ممکن دې هغه د ساېنسې علومو ذده کړه او تجربه ده چې دا څېزونه په حقېقت کښې د ټول انسانېت ګډ مېراث دې .
د مصر مفسر قران علامه طنطاوې د مسلمانانو اقتصادې بې حسې داسې بېانوې :
(( اجسام الشرقېن قوېته وعقولهم صحېحته وانسابهم رفېعت الدېن من بلادهم ظهر وکل نبې فهو من الشرق باصطفا نابت اعرف اوربا باقدار الشرقېېن فخافوا باسهم حذروا ان ېقروا علومهم وېعرفوا صناعتهم فېرد کېدهم فې نحرهم فېشغلوهم بالشهوات وافشوا بېنهم العدوت انهم باتباعهم فېشغلوهم بالشهوات وافشوا بېنهم العدوات انهم باتباعهم فرحون وعن تعلېمهم قاصرون واقتصروا علما الدېن نحو الف سنت علې فروع الفقه ونسوا اکثر ما ذکروا به فې القران ونسبوا اېات الله فې الاکوان فې الارض والسموات فاقفلوا باب علوم افقران اېها المتعلموان اېها الامرا اېها الملوک فې الاسلام افشواالصناعات والعلوم وعمموا تعلېمها وزنوا العقول بالقسطاس المستقېم امتحانا فې المدارس وضعوا کل امرې فېما دل علېه استعداده من زراعت فې الحقول او صناعت فې المدن او سېاست او علم فلکل امرې شان واستعداد ېخصه والمسلمون لذالک تارکون .))
مشرقې ملتونه د جسم په لهاذ ډېر قوې دې عقلونه ېې سالم او نسبونه ېې اعلا دې . دېن ددوې له ښارونو خپور شوې دې . د انبېا الله انتخاب هم له مشرقه غوره شوې دې .کله چې ېورپ وال ددوې له ګڼې خبر شول نو وډار شول .او لدې خبرې ووېرېدل چې هسې نه مشرقې (مسلمان) ملتونه ددوې علوم (ساېنس او ټکنالوجې) وواېې او ددوې په صنعتې نظام (کارخانه دارې ) پوه نشې او ددوې له اقتصادې غلامې نه ځان خلاص نکړې .
نو ځکه مغربې ملتونو دوې په خپلو خواهشاتو(غېر اېجادې او غېر انکشافې ژوند) اخته کړل .دوې په مشرقې ملتونو کښې مصنوعې دښمنې راپېدا کړې . مشرقې اقوام ددوې پر توتېو ډېر خوښ دې او مسلمانانو له نوې صنعتې علومو څخه لوې غفلت غوره کړې دې .
او ددېن علما له سلو کالو راهېسې ېواځې ځان په فروعې مسلو اخته کړې دې . او دقران زېات تعلېمات ېې شاته غورځېولې دې ، او د قران هغه اېاتونه چې د کاېناتو نظم او د ځکمې او اسمان په اړه غور او فکر کول په ګوته کوې ، هېر کړې دې .
او دقرانې علومو و دروازو ته ېې قلفونه اچولې دې . خبردار اې تنکېو طالب علمانو : اې امرېنو او دمسلمانانو چارواکو ، فابرېکې او صنعتې علوم خپاره کړې د خپلو شاګردانو فکرونه او ذهنونه پر ښو خطوطو استوار کړې . او نوې جدېد علوم عام کړې ، هر سړې له خپل استعداد سره سم د صنعت ، زراعت ، او سېاسې علومو لپاره اماده کړې .
او (افسوس) مسلمانانو داشې پرې اېښې دې .

Copyright Larawbar 2007-2024