د فرنټيير هاوس ماڼۍ د پښتونخوا هاوس په نوم ونومول شوه

34 | جنوري 12th, 2009


په اسلام آباد کې د فرنټيير هاوس په نوم ماڼۍ د صوبه سرحد د ايالتي حکومت په کوښښونو ، چې د عوامي نيشنل گوند په اکثريت او د خلکو د گوند په ملاتړ رامنځته شوې د ډېرو هلو ځلو څخه وروسته پر( پښتونخوا هاوس )واړه و. که څه هم په صوبه سرحد کې ځنې نورو گوندونو لکه د پاکستان مسلم ليگ (ن) ، د پاکستان مسلم (ق) او نورو يې مخالفت وکړ، خو د واکمن گوند حليف او د خلکو گوند يې ملاتړ اعلان کړ.


 د عوامي نيشنل گوند اوس هلې ځلې کوي، چې د ټول سرحد نوم پر پښتونخوا واړوي، خو د دغه نوم د بدلون لپاره يو څه قانوني پړاوونه پاتې دي. لومړى به د پښتونخوا د نوم پريکړه ليک په ايالتي اسمبلۍ کې وړاندې کيږي د ايالت گورنر (والي) به يې مني بيا به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي او د هغې له منلو وروسته به سنا مجلس ته وړاندي کيږي او ولسمشر به يې لاسليک کوي ، نو نوم به په رسمي توگه بدل شي. په اسلام آباد کې اوس پر (فرنټيير هاوس) د (پښتونخوا) لوحه په رسمي توگه لگيدلې.

Copyright Larawbar 2007-2024