په سهېلي پښتونخوا کي موسم باراني دئ
له یوې اونۍ راهیسې د سهېلي پښتونخوا په بېلابیلو ښاري،کلیوالو او غرنیو سیمو کي د بارانونو او واؤري د اورښت لړۍ روانه ده، د سیمي عام وګړي او کروندګر د باران رحمت په اورېدو سره ډېر خوشحاله ښکاري، ډېری زمینداران د غنمو په کرلو بوخت شوي دي د ټکټرانو په مرسته یوي کوي .