مينا ، د حج يونليک ( ۳مه، ۴مه او ۵ مه برخه)
۴مه برخه :
د هیلو ورځ
کله چې له خوبه پورته شوم، لمونځ مې دا کړ او تر مختصر سباناري وروسته له کوره په دې نیت ووتم چې یو خو خپل پاسپورت په کابل کې د سعودي عربستان له سفارت څخه را واخلم او بل دا چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره یو احرام او څه نور ضروري وسایل له بازار څخه و پیرم. زه لا سفارت ته په لار کې وم چې یو ځل بیا ښاغلي حبیب راته تیلفون وکړ چې راشه او خپل پاسپورت ترلاسه کړه، د سعودي ویزه مو پرې وهلې او تاسو تګ ته آماده یاست. ما پوښتنه ترې وکړه: چې آیا د تګ په لاره کې خو به څه ستونزه نه وي او بل دا چې د آریانا د الوتنې د دفتر خبره څرنګه ده؟
ښاغلي حبیب یو ځلې بیا ډاډ راکړ چې په دې هکله کومه اندیښنه مه کوه ته سفارت ته راشه، سره و به وینو او خبرې به وکړو.
کله چې زه په کابل کې د سعودي سفارت ته ورغلم نو حبیب په ډیره مینه زما پاسپورت را کړ او یو ځل بیا یې هم ډاډ راکړ چې ګواکي دوی د تیر ماښام خبره د آریانا افغان د هوايي الوتنې له چارواکو سره حل کړې ده او په دې هکله هیڅ اندیښنه مه کوی. همدارنګه نوموړي وویل چې تاسو په هغه ډله افغاني حاجیانو کې نه یاست چې سعودي چارواکي مو هغه هیواد ته دداخلیدو مخنیوی وکړي. حبیب همدارنګه وویل چې بیغمه اوسه او په یوه بجه باندې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورشی چې د مازدیګر په څلورو بجو د آریانا افغان د هوايي الوتنې الوتکه له کابل څخه د جدې په لور پرواز کوي.
په سفارت کې خبر شوم چې زموږ د سفر دویم ملګری به د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال ښاغلی واصل نور مهمند او بل ملګری به په ولسي جرګه کې د لغمان د ولایت وکیل ښاغلی انجنیر محمد عالم قرار وي. زموږ د دریم ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي یادونه خو مې مخکې وکړه.
د ځینو وسایلو تر پیرلو او د پاسپورت د لاسته راوړلو وروسته بیرته کورته ولاړم او د څه نور وخت لپاره هلته تم شوم.
کله چې یوه بجه شوه نو دکابل د هوايي ډګر په لوري و خوځیدو. سره له دې چې زما پاسپورت عادي او توریست وو خو ماته هم د کابل د هوايي ډګر موظفو پولیسو د نوموړي هوايي ډګر هغې برخې ته اجازه راکړه چې مهم کسان پکې ناست وو او راته ویې ویل چې دا دومره خلک له دې لارې الوتکې ته ورځي نو دا یو یې ته هم راځه همدلته انتظار شه.
ما ورته وویل خیر یوسی چې ما ته مو هم په دې ځای کې د ناستي اجازه راکړه او له دوی څخه مې مننه وکړه. و مې لیدل چې په ناستو کسانو کې ډیر کسان شناخته وختل او خوږ مجلس مو سره پيل کړ. همدارنګه ځینې خارجیان هم وو چې په دې لړ کې مې له یوه جرمني سره د افغانستان او جرمنې په اړه ګڼې خبرې وکړې او هغوی دوبۍ ته روان وو.
ما خپل پاسپورت د خروجي لپاره د پولیسو د دفتر څانګې ته ور وړ لومړی خو یې راته وکتل او ویې ویل: چې وروره ستاسو پاسپورت عادي دی او له هغه بلې لارې تشریف یوسی خو بیا یوه پښتون پولیس راته وویل چې یاره دومره خلک له دې لارې څخه وزي نو ستا په پاسپورت باندې هم له دې لارې خروجي وهو او له دې خبرې سره سم یې پر هغه باندې خروجي ووهله.
په دې ځای کې یوې نکتې ته اشاره کوم هغه دا چې زه کله دلته ناست وم نو لوی لوی جنګسالاران او جنګي مجرمین به راتلل او د خپلو یوه ډله ټوپکوالو او څلورو یا پنځو موټرونو سره به د هوايي ډګر د خاصو میلمنو څانګې ته داخل شول چې د دې ډول خلکو څخه هر ډول احتمالي خطر پیښیدای شي.
کله چې زموږ د الوتکې د بورډنګ چارې پيل شوې نو ما دوه ځلې خپل بکس، پاسپورت او ټکټ د بورډنګ مامورینو ته ور ولیږل چې هر ځل به یې رد کړل او ویل به یې چې د دې ډول ویزو خاوندانو ته اجازه نشته چې د سعودي عربستان د جدې ښار د آریانا افغان د هوايي الوتنې په دې پرواز کې سفر وکړي.
دریم ځل یې پخپله ور وغوښتم او د آریانا افغان د هوايي الوتنې چارواکو په واضحو ټکو راته وویل: چې موږ خو د دې ډول ویزو خاوندانو ته پرون ماښام خبر ورکړی چې تاسو په دې الوتنه کې نه شی تللی نو مهرباني وکړی بیرته ولاړ شي ځکه چې ستاسو کار نه کیږي.
له دې خبرې سره سم زه بیرته هغه پخواني ځای ته ولاړم او په دې وخت کې ساعت د مازدیګر له څلورو څخه واوښت او زما درې نور ملګري هم هوايي ډګر ته رارسیدلي وو. ستونزه مې له هغوی سره هم شریکه کړه او هغوی راته وویل چې که خدای پاک (ج) ور غوښتي وو نو کیدای شي زموږ کار په آخري لحظه کې وشي خو که مو په قسمت کې د حج ادا کول نه وي لیکلي نو کیدای شي چې پاتې شو بله هیڅ چاره نشته. خو له دې سره سره د ښاغلي واصل نور سره یوه راغلي ملګري موږ ته مسلسل خبر راکاوه چې ستونزه د حل کیدو په درشل کې ده.
په داسې حال کې د سعودي د سفارت سکرتر ښاغلی حبیب را پیدا شو او د ستونزې د حل زیری یې راباندې وکړ چې الوتکه نور نو د پرواز په لیکه ولاړه وه، غورهار یې لحظه په لحظه ډیریده، زموږ زړونه د پاڼو په څیر رپیدل، د حرمینو د لیدلو مینه د هیلو او ناهیلیو په یوه سخته معرکه کې ګیر وه چې په منډه منډه مو بورډنګ پاسونه ترلاسه او د الوتکې خوا ته د یوه نوي سپین رنګي کوریايي موټر په وسیله ورغلو.
۴ مه برخه :
په الوتکه کې
کله چې د آریانا هوايي شرکت Air Bus, A310-300 الوتکې ته پورته شوو او په خپلو خپلو ځایونو په خوښۍ سره کښناستو څو لحظې وروسته یو پولیس افسر راغی او له ما څخه یې د ټکټ پوښتنه وکړه ما خپل ټکټ ورته و ښود نو بیرته ښکته شو خو څو لحظې به لا نه وې تیرې شوې چې بیرته یې ټکټ راڅخه واخیست او له الوتکې ښکته شو. تقریبا لس دقیقې وروسته یې زما ټکټ بیرته راوړ او رایې کړ. زه په دې علت پوره پوه نه شوم چې ولې یې له ما څخه ټکټ واخیست، د څه لپاره یې ښکته یووړ او پولیسو په دې هکله څه اندیښنه درلوده؟ خو زما زړه ډاډمن وو چې ټکټ مې ریښتنی دی او ما د هغه قیمت د آریانا افغان هوايي الوتنې دفتر ته تحویل کړی وو. هغه خیال چې په دې هکله له ما سره وو دا دی چې پرون کله زه د آریانا افغان هوايي شرکت دفتر ته ورغلم نو ما ډیر ټینګار وکړ چې Economy کلاس ټکټ واخلم خو زما په خیال د دې دفتر چارواکي غواړي چې د دوی Business کلاس ټکټونه لومړی خرڅ شي ځکه چې د هغه قیمت لوړ دی، دوی ته ډیرې پیسې جوړوي او دوی کوښښ کوي چې هغه خالي پاتې نه شي نو هڅه کوي چې مسافرینو ته ووایي چې دوی ګواکي Economy کلاس ټکټونه تمام کړي دي او سړی تر خوږ ګوته نیسي.
نو مسافرینو ته وايي چې که دغه قیمتي ټکټ اخلی ښه تر ښه او که نه نو ځه پر مخه دې ښه چې په کومه لاره راغلی یې پر هغه باندې بیرته وزه. نو زه هم مجبور شوم چې د آریانا افغان د هوايي الوتنې د همداسې یوې غوښتنې په اساس د Business کلاس ټکټ واخلم. په قیمتي چوکیو تبعا ټول هغه کسان ناست وو چې یا خو لوړ رتبه حکومتي چارواکي وو، یا د انجوګانو مشران وو یا د ملي شوری وکیلان او یا لوی لوی سوداګر نو شاید نوموړي پولیس به هم فکر کړی وي چې ته دا غریب ګوره چې د الوتکې د Business کلاس د چوکیو په لومړي کتار کې ناست دی نو زما ټکټ به یې په دې هکله د پوښتنې او ګرویږنې لپاره راڅخه اخیستی وي.
د ټکټ تر بیرته راوړلو پورې بیا هم څه ناڅه په اندیښنه کې وم چې سړیه کومه بله ستونزه درته جوړه نه کړي او یا دا چې دا پولیس د ټکټ سره یو ځای په کومه مخه و نه تښتي او تاته ستونزه جوړه نه کړي ځکه چې په دې وطن کې د هر عمل د پیښیدو شونتیا شته ده.
د خپل ټکټ تر لاسته راوړلو وروسته ډاډمن شوم او خیال مې وکړ چې یاره اوس لکه چې پرواز ته برابر شوو. خپل کورته مې تیلفون وکړ او د سفر د ستونزې د حل کیدو ډاډ مې ورکړ چې په همدې سره د الوتکې دروازې هم وتړل شوې او د پرواز د کرښې په لور یې حرکت پیل کړ.
له الوتلو څخه د مخه د الوتکې یوه سټیور چې ضیا نومیده د سفر دعا ولوسته او په الوتکه کې یې د افغانستان د پنځو ولایتونو موجودو والیانو ته په دري ژبه خوش آمدید ووایه چې د بلخ د والي عطامحمد نور نوم یې په ځانګړې توګه یاد کړ. بیا یې مسافرو ته لومړی په دري، بیا په پښتو او بیا په انګریزي ژبه ښه راغلاست او د سفر په هکله یې مختصر معلومات وړاندې کړ. نوموړي وویل چې له کابله تر دوبۍ پورې زموږ سفر دوه ساعته او دیرش دقیقې وخت نیسي او زموږ د سورلۍ الوتکه له ځمکې څخه په یو دیرش زره ۳۱۰۰۰ فوټه لوړه فضا کې پرواز کوي.
نوموړي همدارنګه د الوتکې نورې لارښوونې ټولې یوازې په دري او انګریزي ژبه مسافرینو ته په داسې حال کې وړاند کړې چې ګومان کیده د الوتکې آتیا سلنه سورلۍ دې ټول پښتانه دي.
د آریانا افغان د هوايي الوتنې دغه الوتکه زما په خیال چې د ترکیې د کوم هوايي شرکت څخه چارتر یا کرایه شوې وي ځکه چې پيلوټان او زیاتره عمله یې ترکان وو. په همدې توګه داسې معلومیده چې نوموړې الوتکې دې د پاکستان د هوايي الوتنو په لیکو کې هم کار کړی وي ځکه چې د الوتکې د منځنۍ برخې په وسایلو باندې په انګریزي، ترکي او اردو ژبو لارښودې لیکنې ښکاریدې.
زموږ د سپرلۍ Air Bus, A310-300 الوتکه د کابل پر وخت په څلورو بجو او پنځوسو دقیقو د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوري هوا ته پورته شوه او ډیر ژر یې د کابل خړ پړ ښار او غرونه زموږ له سترګو څخه پناه کړل. کله چې الوتکه فضا ته ښه پورته شوه نو د ډوډۍ د خوړلو وخت را و رسید او ډوډۍ مو مزده داره قابلي وه چې په خوند خوند سره هر چا نوش جان کړه. باید وویل شي چې د الوتکې سټیورانو یا خدمې د Business کلاس د چوکیو د سورلۍ ځانګړی خیال ساته او څو څو ځلې یې له ډوډۍ وروسته چای را وړو او د مسلسل چای، قهوې او یا پیپسي کولا سات به هم یې کاوه.
کله الوتکه فضا ته پورته شوه نو زما زیات وخت په لیکنه تیر شو او خپل خاطرات مې لیکل خو لیدل مې چې د الوتکې نوره سورلي زما خواته په مینه مینه راګوري او هر یو هڅه کوي له ما و پوښتي چې زه د څه شي په لیکلو لګیا یم. د سفر د ملګرو د علاقې او مینې د څرګندولو له کبله خوښ شوم او ومې لیدل چې ځینو نورو کسانو هم کتابونه را وایستل او په لوستلو یې پيل وکړ. ما د خپلې لیکنې تر څنګ د حج لارښودی کتاب هم څه نا څه مطالعه کړ چې زما د څنګ ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي ورسره را اخیستی وو. د خپلې لیکنې په لومړي سر کې مې لاندې نظم و لیکه:
آریانا
په ډیوو راته سمباله نن دنیا شوه
شکر خدایه چې قبوله مې دعا شوه
په سپیڅلي سفر خوځمه خوشحاله
نړۍ ټوله راته څرک، رڼا، رڼا شوه
قافله د سترو هیلو په لور درومي
د امید غوټۍ یې مسته په خندا شوه
موږ منګولې ستا د در په وره کې ایښې
ستا د کور لیدو ته هیله په نڅا شوه
ستا د مینې د ښکلاوو په حرم کې
یو ځل بیا په انتظار ستړې دعا شوه
په آسمان د رحمتونو کې روانه
له کابله څخه پورته آریانا شوه
۱۴ لړم ۱۳۸۷ لمریز ۴ ډیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ فضا، الوتکه له کابل څخه دوبۍ ته
۵ مه برخه :
د سفر ملګرو خاطرات
لکه چې د دې یونلیک په مخکینۍ برخه کې مې لنډه یادونه وکړه دا چې زه په خپلو لیکلو او لوستلو لګیا شوم نو په الوتکه کې زما سره د نږدې ناستو ملګرو له احساس څخه داسې ښکاریده چې زما لیکل او لوستل یې خوښیږي، هر یوه به زما په لوري په یوه خواږه انداز سره را وکتل او بیا به یې په مینه مینه د خپل نظر خوږ پيغام د موسکا په ژبه ایمیل کړ. د ځینو ځینو خو طاقت و نه شو نو دوی هم اخته شول او کتابونه یې را وایستل او په وقفه يي لوستلو یې پيل وکړ خو لیکل له ما پرته په دې نږدې ملګرو کې بل چا نه کول.
زما خوا ته د الوتکې د سفر د ملګرو کتل ورو ورو په خبرو بدل شول او بیلابیلې پوښتنې راڅخه پيل شوې: څومره ښه لکه چې څه شی لیکې؟ ته له وخت څخه څنګه ښه ګټه اخلې؟ او هو دا څومره ښه چې ته د خپل سفر خاطرات لیکې؟ ګوره ستا نوم څه شی دی؟ چیرې کار کوې؟ لکه چې لیکوال یې؟ په همدې ډول یې لسګونه پوښتنې را څخه پيل کړې.
کله چې د الوتکې د چوکیو د مخې د دوو کتارونو ناست کسان په دې پوه شول چې زه د دې مبارک سفر خاطرات لیکم نو دوی هم داسې علاقه وښوده چې زما د یونلیک په کتابچه کې خپل خاطرات ثبت کړي.
د ښاغلي عطامحمد نور خاطره:
زه ډیر خوښ یم چې د زمانې د زحمتونو، خواریو او مصیبتونو په تیریدو سره د خپلو خلکو په خدمت کې قرار لرم. البته دا به د لوی خدای (ج) اراده وي په داسې حال کې چې مخکې هم د الله د کور په لیدلو مشرف شوی یم خو یو ځلې بیا هم د حج زمینه راته برابریږي.
دا چې د حج د ادا کولو په دې ګډ سفر کې د پنځو ولایتونو والیان او یو شمیر لوی شخصیتونه راسره ملګري دي زما لپاره ډیره جالبه خبره ده. زه غواړم چې د خدای د کور په څنګ کې د خپل مظلوم او عذاب لیدلي هیواد لپاره دعا وکړم چې خدای پاک یې د وژنو، ځانمرګو بریدونو، چاودنو، لوږې او ظلم څخه د همیش لپاره و ژغوري څو د نړۍ د ولسونو په څیر آبرومندانه ژوند وکړي.
د یادونې وړ ده چې له خپل ورور ګل آغا احمدي سره مې د دې سفر په لړ کې پيژندګلوي حاصله شوه. د هغه مطالعه، دوامداره او دقیقه لیکنه یې چې په الوتکه کې درلوده د نوموړي د پرکارۍ او غوره استعداد څرګندونه کوي. د هیواد د دې اکادمیک شخصیت په معرفي سره ډیر خوښ شوم.
عطامحمد نور/ د بلخ والي
دویمه لنډه لیکنه د داسې یوه افغان سوداګر وه چې د نوموړي د څرګندونو له مخې یو کور په دوبۍ او بل په کابل کې لري او د هغه نوم محمد آصف هاشم دی چې خاطره یې په لاندې ډول لیکل کیږي:
زما خاطره دا ده چې همیش د هیواد په رنځیدلي حالت باندې زه هم رنځیږم او نن خوښ یم چې په یوه داسې الوتکه کې سفر کوم چې د افغانستان ښه ښه شخصیتونه راسره ناست دي.
په احترام د خپل همسفر او ګران ورور ګل آغا احمدي خدمت ته وړاندې کیږي.
محمد آصف هاشم
دریمه خاطره د ښاغلي واصل نور مهمند ده چې په دې ځای کې وړاندې کیږي:
ناببره د الله (ج) په هاتفي پیغام په غیر مستقیمه توګه د هغه د بندګانو په وسیله خبر راغی چې د حج لپاره تیاری و نیسه. دا د خوښۍ ځای دی او ډیر مې و ژړل چې زه ګناهګار بنده خدای پاک خپل حضور ته وربللی یم او شکرانه مې ادا کړه.
الله (ج) دې زموږ دا سفر آسانه او مصؤن و ګرزوي
واصل نور مهمند
څلورمه خاطره د ښاغلي انجنیر عمر وه چې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کله چې ماته خبر را ورسید چې د پنځو ولایتونو د والیانو سره یو ځای به د حج د ادا کولو په موخه بیت الله شریف ته سفر کوی خدای شاهد دی چې ډیر خوښ شوم او دا زما د زړه هیله وه چې بیت الله شریف ته ولاړ شم او د حج مناسک ادا کړم. له نیکه مرغه چې الله پاک زما دعا قبوله کړه او دا دي اوس بیت الله شریف ته روان یو. بله آرزو مې دا ده چې لوی خدای (ج) په افغانستان کې سوله راولي او جګړه ختمه شي څو د دې هیواد ټول قومونه په سوله او امن کې ژوند وکړي. همدارنګه باید ووایم چې ښه دوستان زما د سفر ملګري دي چې په لیدلو سره یې ډیر خوښ یم او دعا کوم چې الله پاک دې زموږ هیواد ته سوله او امن راولي.
انجنیر عمر د کندز والي
پنځمه خاطره په الوتکه کې زما د ښي څنګ د ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي وه چې په دې ډول یې ولیکه:
د سه شنبه د ورځې د سهار ۱۰ بجې وې چې د سعودي سفیر ښاغلی عزم ملحان راته تیلفون وکړ چې د ویزې د لاسته راړلو هیڅ امکانات نشته. په دې خبره مایوسه شوم، سبا چې د چارشنبه ورځ وه د کابل د ابتدايي محکمو په دفترونو ګرزیدم څو د نوي کال لپاره ورته د دفتري لوازمو آمادګي ونیسم چې بیا هم سفیر صاحب تیلفون را وکړ او دا ځل یې د حج زیری راکړ.
په بیړه د آریانا الوتنې د وزیر اکبرخان دفتر ته ولاړم څو ټکټ واخلم هلته مې د دې مبارک سفر ملګری ښاغلی ګل آغا احمدي صاحب هم ولید. دا ځوان مې یو ځل د وردګو او میدان د فرهنګي ولایت په مرکز میدان ښار او د ولایت په کوټۍ کې د مڼې ګل د مشاعرې پر وخت لیدلی وو او دا ځل راسره د مبارک سفر ملګری شو. د تیلفوني اړیکې له لارې پوه شوم چې انجنیر صاحب قرار او معین صاحب واصل نور هم راسره ملګري دي.
د آریانا د دفتر څخه هوايي ډګر ته را ورسیدو لا مو یقین نه وو چې په آخیري الوتکه به زموږ سفر ممکن شي خو آخر بیا راته د سفر زیری راکړل شو.
دا زما نهم حج دی خو دا یو داسې سفر دی چې همیشه نوی او د احساس څخه ډک وي. کله چې سفیر صاحب راته وویل چې سږ کال پاتې شوې، نو په دې خفه نه شوم چې ولې پاتې شوم خو خفه په دې شوم چې کوه غټه ګناه راڅخه شوې ده چې الله خپل دربار ته ور و نه غوښتم.
انشاالله چې لږ وروسته به د حرمینو هیواد ته ښکته کیږو هغه مکه چې د ابراهیم علیه السلام ټاټوبی او د مصطفی د وحیې کور ګڼل کیږي او بیا به که خدای کول د هجرت کور مدینې منورې ته ځو. نو د دې خاورې په لیدو او ګرزیدو صرف د قاضي محمد امین صاحب دا شعر را یاد شي چې:
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
رسول پرې ایښي قدمونه دومره خواره نه ده
قاضي محمد قاسم حلیمي