کور / تازه خبرونه / جنوبي پښتونخوا:د يخنۍ په زياتولو كې باران او واوره سره ملګري

جنوبي پښتونخوا:د يخنۍ په زياتولو كې باران او واوره سره ملګري

پر كوټه ،پښين ، چمن ،زيارت ، قلعه سېف الله او بوري باندي له پرونه راهسي باران اوري
 
جنوبي پښتونخوا له يو څو تودو ورځو را وروسته يو ځل بيا د سختي يخنۍ په ولقه كې ده .د مركز كوټي سره د پښين ، چمن ،زيارت ، قلعه سېف الله او بوري په ولسوالۍ كې  له تېري ورځي  راهسي باران اوري 


 ددې سيمو ترڅنګ دكوږك ،كاڼ مهترزي او د اڅكزيو د توبې پر غرونو نرۍ نرۍ واوره بې له كومي دمې را اوري

 دغه سيمه چي په ژمي كي يې هوا هسي هم ډېره سړه وي خو چې كله باران وسي او واوره را وه اوري نوپه كوټو كې د يخنۍ له امله ګزاره تنګه سي