دامريكا انتظامي بدلون كرزى له واكمنۍ څخه لري كولائ سي

خان زمان کاکړ | جنوري 24th, 2009


 


 

په هيوادكې روان تشدد،د دولتي ماموريونو په اداري فساد ككړتيااو كمزورې مخكښۍ په نړيواله سطحه د ولسمشر حامد كرزي د پلويانو كچه كمه كړېده

د پاكستان د جنګ ورځپاڼي په يوه رپوټ كې راغلي دي چې په متحده ايالاتو كي د انتظامي بدلون له امله دافغانستان اوسنى ولسمشر حامد كرزى په راتلونكيو ټاكنو كي د ولسمشرۍ له چوكۍ څخه لري ساتلاي سي

رپوټ وايي چې له يوې خوا په هيوادكې روان تشدد،د دولتي ماموريونو په اداري فساد ككړتيااو كمزورې مخكښۍ په نړيواله سطحه د ولسمشر حامد كرزي د پلويانو كچه كمه كړېده او بلي خواته بيا د ښاغلي كرزي څلور لوي مخالفين چي په كې درې پخواني وزيران هم شامل دي له نوې امريكايې سره د ليدلو دپاره واشنګټن ته رسېدلي دي 

 په دغو كسانو كې ډاكټر عبدالله عبدالله ،ډاكټر اشرف غني ،علي احمد جلالي او د ننګرهار ولايت اوسنى والي ګل اغا شېرزى شامل دي 

 رپوټ زياته وي چي كله دامريكا اوسني ولسمشر باراك اوباما تر خپل انتخاب وړاندي د جولايي په مياست كې له افغانستان څخه ليدنه كړېوه نو هغه تر ولسمشر حامد كرزي له مخه په جلال اباد كې له ګل اغا شېرزي سره ليدلي و 


 رپوټ په افغانستان كې د يونائټدايسټېټس انسټي ټيوټ آف پيس د مشر جان ډيپسې له خولې وايي چي دباراك حسېن اوباما انتظاميه به د پخواني ولسمشر جارج بوش  په رنګه  افغان ولسمشر حامدكرزى په پټوسترګو پر ملا ونه ټكوي

Copyright Larawbar 2007-2024