ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۱۰)
اسلامي سیاست څه ته وایې؟
د عقبى تړون د اسلامي حكومت پيل :
د عقبى تړون هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم سیاسي زيركتيا وه چې د هغه په اساس په عربو او عجمو کې د هغه د حكومت بنسټ كيښوول شو،چې د هغه يادوونه حضور صلی الله عليه وسلم د قريشي سردارانو او عربى قبائلي مشرانو ترمخ کړې وه .دا تړون په اصل کې د اسلامي حكومت پيل و .
سيدنا سويد بن صامت په مدينه کې هغه اول د ښه نصيب خاوند و، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر تاثير لاندې راغى خو د بعاث په نښته کې په قتل ورسيد ، دوهم دښه قسمت انسان سيدنا اياس بن معاذ و هغه ويلي و ” په الله جل جلاله سو گند چې دا ښى خبرى دې خو هغه هم ډیرژر وفات شو1.»
د نبوت په يولسم كال دحج په وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدیني د يوي قبيلى خزرج د شپږو كسانو سره د منىَ په عقبه کې ليدنه وکړه ، هغوی اسلام قبول کړ او وعده ئى وکړه چې د راتلونکې كال د حج په موسم کې به بيا سره ګورى هغوی بيرته ولاړل او د اسلام تبليغ ئى پيل کړ، اوپه دې توګه د مدیني په هركورکې د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د نوم يادونه پيل شوه .
د هغو شپږو د ښه نصیب صحابه و رضي الله عنهم نومونه دا دي :
(ابوامامه اسعدبن زاره – عوف بن الحارث – رافع بن مالك – قطبه بن عامربن حديده – عقبه بن عامربن نابى – جابربن عبدالله بن رباب رضي الله عنهم اجمعین)
د نبوت په 12كال د وعدې مطابق د حج په وخت د منَى په دره کې دولس كسانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د دویم ځل له پاره ليدنه وکړه ،په دې وخت کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی څخه كومه وعده واخسته نوهغه د هغه بيعت [ تړون ] مطابق وه چې څوكاله وروسته د ممتحنى د سورت په 12دولسم اّيت کې د مهاجرو ښځوڅخه د بيعت د اخيستوپه هكله ښوول شوي وو .
همدا علت دې چې د عقبى تړون ته مسند احمد او سيرت ابن هشام بيعت النساء ويلي دي او سيدنا عباده بن صامت رضى الله عنه فرمايى چې سيدنا محمد صلی الله عليه وسلم زمونږ څخه دا ډول بيعت [ تړون] اخستى و .
(۱)د الله جل جلاله سره به هيڅوك نه شريكوئ-
(۲)غلابه نه كوئ-
(۳)زنا به نه كوئ –
(۴)خپل اولاد به نه وژنئ-
(۵)په هيچابه د دروغو تورنه لګوئ.
او(۶) زما نافرمانى به نه كوئ.
كه چيرى تاسى په دې وعده وفا وکړه نوتاسى ته به جنت وي اوكه چا ددې حراموكارونوڅخه يوكارهم وکړنوبيا د هغه معامله دالله جل جلاله په حواله ده كه هغه يى معافوي اوكه عذاب وركوي .
د هغه د ولسوكسانو نومونه دا دې :
(ابوامامه اسعدبن زراره – عوف بن حارث – رافع بن مالك – قطبه بن عامر – عقبه بن عامر – معاذبن حارث – زكوان بن عبدالقيس – عباده بن صامت – يزيد بن ثعلبه – عباس بن عباده- ابوالهثيم بن التيهان- عويم بن ساعده رضي الله عنهم . )
ددې بيعت وروسته محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم سيدنا مصعب بن عمير رضي الله عنه د هغوی سره مدیني ته واستاوه. هغه د مدیني منورى د مسلمانانو مشري په غاړه واخسته او د ښوونى او روزنى او تنظيم او دعوت كارونه ئى نور هم پسى پر مخ بوتله. چې په دې كارکې سيدنا اسعد بن زراره رضي الله عنه له ده سره ډیركومك وکړ2. ]
د نبوت په (13 )كال (73) نارینه او(2 ) ښځى د درېيم ځل له پاره د نبي اكرم صلی الله عليه وسلم سره په همدې عقبى کې د ليدنى له پاره راغلي وو. په دې ځل ئى ورڅخه د اطاعت په څنګ کې د جهاد او كومك كولو وعده هم واخسته .
سيدنا عباده بن صامت رضى الله عنه د دې بيعت څرنګوالې په دې تو گه بيان کړې دې :
[ مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دا وعده وکړه چې ستاسى هرحكم به اورو او منو به ئى،كه زمونږ طبعيت ئى وغواړى اوكه وئى نه غواړى، مونږ به مالې مصارف په غاړه اخلو كه څه هم تنگ لاسي اوسو يا اّسوده ، مونږ به په نيکۍ حكم كوو او د بدۍ څخه به منع راوړو، د الله جل جلاله له پاره به حقه خبره كوو او د هيڅ ملامت كونکې پرواه به نه كوو- كله چې د الله جل جلاله رسول زمونږ كلى يثرب [ مدیني ] ته تشريف راوړي نو مونږ به د هغه كومك كوو او د هغه به داسى ساتنه كوو لكه څنګه چې د خپلو ځانونو، ښځو او اولاد ساتنه كوو او د دې په بدل کې مونږ يوازى جنت غواړو[نو دا هغه بيعت و چې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره کړې و ] .
د دولسو نمايدګانو ټاكل
د بيعت وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې ما ته ستاسى له ډلې څخه دولس كسه باوري نمايندګان غوره او راکړئ چې دخپلى قبيلى داسى مسئول او استاذى وي لكه څنګه چې د سيدنا عيسى عليه السلام حواريون كفيلان وو، هغوی د «خزرج» دقبیلي څخه نهه او د« اوس» د قبیلي څخه درى كسه وټاكل ابن حزم ،ابن هشام او ابن سعد رحمه الله عليه د هغوی نومونه په دې توګه ذكرکړيدي .
د خزرج د قبیلي څخه : (اسعد بن زراره رضي الله عنه د رئيس په توګه او سعد بن ربيع ، عبدالله بن رواحه ، رافع بن مالك ، براء بن معرور ، عبدالله بن عمر و بن حرام ، عباده بن صامت ، سعد بن عباده ، مندر بن عمر رضي الله عنهم د غړیو په توګه).
د اوس دقبیلي څخه 🙁 اسيد بن حضير ، رفاعه بن عبدالمنذر ، سعدبن خيثمه رضي الله عنهم) 3.
د همدې بيعت څخه وروسته مسلمانانو هجرت وکړ او نزدې يوه نيمه مياشت وروسته په خپله رسول اكرم صلی الله عليه وسلم هم هجرت وکړ اوپه مدينه کې ئى د اسلامي نظام بنسټ کیښود او هغه یې د خپلو فعالیتونو مركز و ګرځاوه . د باوري خلكو ټاكل او د بيعت د اخستوپه وخت کې د هغوی څخه د اطاعت پرته ، د كومك ، جهاد او نصرت وعدې اخستل ددې خبرى ثبوت دې چې د عقبى بيعت په اصل کې د يو اسلامي حكومت پيل و او د بلنى په څنګ کې يو سیاسي زيركتيا هم وه .
په مدينه کې د جُمْْعِى لومړې خطبه
او د اسلامي حكومت اساسي اصول
د مشهورو څیړونكو د ويناو له مخى سیدنا محمد صلی الله عليه وسلم د ابوبكر صديق رضي الله عنه په ملګرتيا د نبوت په( 13 م) كال د ربيع الاول په( 12 مه) نيټه د دوشنبي په ورځ قبا ته ورسيد، هلته د يوڅو ورځو تم كيدونه وروسته مدیني منورى ته روان شو، هغه د بنوسالم بن عوف په ځاې کې د لومړۍ جمعى لمونځ اداکړ او لومړې خطبه ئى وفرمايله چې دا خطبه په حقيقت کې د اسلامي حكومت د جوړښت په خاطر د حكومت د مشر په څیر د هغه لومړنۍ پالیسي جوړونکې بيان و چې په هغه کې د اسلامي نظام اساسى اصول او بنسټيز احكام په ډاګیزه توګه بیان شوي و. دا د جمعى خطبه ابن جرير او ابن كثير رحمه الله عليهما پوره رانقل کړې چې د هغى لنډيز په دې ډول دې .
ا- توحيد:
حاكميت او الوهيت يواځى ديوه الله جل جلاله صفت دې د همغه بندگي وکړئ او د هغه سره هيڅوك مه شريكوئ .
ب- تقوا :
د الله جل جلاله د عذاب اونيولوڅخه وويریږئ .. ريښتونى ژوند خو د دې دنيا ژوند نه دې بلكه د اّخرت ژوند دې نو هركار د اّخرت د كاميابيدو په خاطركوئ .
ج- د قراّن او سنتو پورته والې :
ريښتونى لارښوونه ، حقيقى پوهه،او د حق معيارد الله جل جلاله كتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنت دي – په هركارکې د الله جل جلاله دكتاب او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پيروي وکړئ، نو په يوې اسلامي ټولنه کې يواځى قراّن او سنتوته پورته والې اوځواك حاصل دې .
ه- جهاد فى سبيل الله :
د الله جل جلاله دښمنان خپل دښمنان وګڼئ او د هغه ددين د غالبولو له پاره جهاد وکړئ ځكه چې اسلامي امت ئى د همدې له پاره غوره کړې دې .
و- اسلامي امت :
ستاسى اسلامي نوم مسلمان دې چې تاسى ټول يوه ټولنه اويو قوم ياست او د اسلامي امت په نوم ياديږئ4 .
دا هغه پنځه بنسټيز اصول دي چې په دې باندې د يوي اسلامي ټولنى او يو اسلامي حكومت بنسټ ايښوول شوې دې په دې وينا کې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د مدیني خلكو ته د راتلو سره سم وويل چې اوس به دلته د دنيا پالنې، قبيله پالنې، اوبت پالنې د جاهلى نظامونو په ځاې به د توحيد، د اّخرت په فكر او تقوي باندې ولاړ اسلامي نظام منځ ته راځى .
د جوماتونو جوړول :
په يوه اسلامي حكومت کې جوماتونه اساسى رول لري ځكه چې د لمانځه قائمول د يوه اسلامي حكومت اولين كار دې . اّدم عليه السلام پر ځمكه باندې د الله جل جلاله لومړې خليفه و هغه هم د جبريل عليه السلام په لارښونه په مكه مكرمه کې د دنيا پرمخ لومړې جومات جوړکړې و . د كعبى د تعميرد پيل څخه دې خبرى ته ګوته نيول ضرورى دي چې د يوه اسلامي خلافت لومړې بنسټیز كار د جوماتونو د نظام جوړول او د عبادت د مركزونو انتظام او اهتمام كول دي. د لومړي پيغمبر، عليه السلام ، په څیر د الله جل جلاله اخري پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم هم تر ټولو لومړې كار دا وکړ چې په قباء کې يى د جومات د جوړيدو تيږه کيښوده او بيا ئى د نبوي مسجد جوړښت پائى ته ورساوه، د هغه وروسته ئى د خپل ځان له پاره حجره جوړه کړه . په داسې حال کې چې دنياپالونکي پادشاهان د هر څه لومړې د خپل ځان له پاره ماڼۍ اّبادوي اوبيا د هغه وروسته نوركارونه كوي، خو د اسلامي حكومت مشر او د كائيناتو سردار لومړې مسجد جوړکړ او بيا ئى د نورو اړتیاو په لور پاملرنه وکړه .
(دمواخات عقد) یا [ د ورورولۍ تړون ]
د هجرت په پنځمه مياشت رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلامي قوميت او دیني ورورولۍ د ټينگيدو په خاطر د مهاجرينو د اقتصادي كفالت او اّباديدو له پاره ډیرمهم او انقلابى قدم واخيست چې هغى ته د احاديثواو سيرت په كتابونوکې ” مواخات بين المهاجرين والانصار” ويل شوي دي .
انس بن مالك رضى الله عنه فرمائى چې :
(قد حالف النبي بين قريش والانصارفى دارى)
[ رسول الله صلی الله عليه وسلم زما په كورکې د قريشو [مهاجرينو] او انصارو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تړون کړې و5] .
د دې تړون يادوونه د صحيح بخارى په ډیرو ځايونوکې شوي ده 6.
په مسند احمد کې د ورورولۍ د تړون د ليكل شوي سند يادوونه هم شوي ده : (ان رسول الله صلی الله عليه وسلم كتب كتابا بين المهاجرين والانصار على ان يعقلوا معاقلهم ويفدوا عانيهم بالمعروف و الاصلاح بين المسلمين )
[ رسول الله صلی الله عليه وسلم دمهاجرينو او انصارو ترمنځ يو تړون وليكه چې دوي دواړه به يو د بل سره د ديت په ورکړه کې كومك كوي. يو د بل د بنديانو فديه به وركوي اود مسلمانانو د اصلاح په لاره کې به هڅې كوي ]7 .
ابن سعد رحمه الله د څلورو مسانيدونو په واسطه د عقد مواخات تفصيل دا رنگه نقل کړې دې:
[ كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدیني ته تشريف راوړ نو د انصارو او مهاجرينو د بيلو، بيلو و گړو ترمنځ يي دمواخات [ورورولۍ] ريښى ټينگى کړې.]
د هغوی ترمنځ دا ورور ولي د يوه بل سره په كومك او حق باندې ولاړه وه ان تر دې چې د هغى وخت د انصارو ميراث هم مهاجرينوته وركول كيده. په دې تړون کې( 25)كسه مهاجرين او( 25 )كسه انصار يا د نورو حديثو د روايانو د ويناو له مخى(50-50) كسه شريك وو – د ورورولۍ یا [مواخات] دا تړون د بدر د غزا څخه ترمخه شوي و خوكله چې د بدر د جنګ وروسته دا اّيت رانازل شو چې” نسبي ريښه لرونکې د ميراث ډیرحق لرى” نو بيا به ميراث نسبي ريښه لرونكوته وركول كيده، خو بيا هم د اسلامي ورورولۍ او يو د بل سره دكومك ريښى په خپل ځاې پاته وې 8.
د عقد مواخات په پايلو کې د مدیني انصارو خپلى ځمکې او باغونه د خپلو ځانونو او مهاجرو ورونو ترمنځ د ملكيت په اساس د ويشولو پيشنهاد وړاندې کړ خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چې دومره زيات بار په تاسى اچول مناسب نه دي البته خپلى ځمکې د مزارعت په خاطرخپلو مهاجرو ورونو ته ورکړئ خو په حاصل کې به ئى دواړه ګډياستئ، انصارو وويل چې مونږ ته قبوله ده 9.
(الوثيقته السياسة) یا[ لومړې ليكل شوي قانون ]
په دې وخت کې په مدينه منوره کې د «اوس» او «خزرج » د قبيلو پرته ديهودو درى ډیرې اغیزمنې قبيلى هم اوسیدې . يعنى( بنونضير، بنوقريظه اوبنوقينقاع) . هغوی ته د بلنى د په څنګ کې د دې اړتیا هم وه چې د هغوی سره د سیاسي اړيكو څرنګوالې معلوم شي ، او د مهاجرينو، انصارو اويهودو ترمنځ يو ليكلى تړون وشي، چې په هغه کې د حكومت د قانون اواهدافو بنيادي او ضرورى مادي وليكل شى،نو هماغه و چې د بدر د غزا ترمخه دهجرت په لومړې كال دا وثيقه اوسندو ليكل شو.
د دې مدني تړون حواله په مسند احمد رحمه الله د ابن القيم رحمه الله په «زاد المعاد» او د حلبيه په سيرت او ځينې نورو كتابونوکې ورکړل شوي خو د هغو تفصيلات ئى نه دي ورکړې- حافظ عماد الدين بن كثير په البدايه کې حواله ورکړې چې د امام ابوعبيد قاسم بن سلام په كتاب الغريب کې په دې باندې اوږد بحث شوي دې . د الحلبيى ليكونکي على بن ابراهيم حلبى رحمه الله چې په(1044 ) هجري قمرى کې وفات شوي ليکي چې په [ الاصل ] کې د دې سند پوره متن موجود دې ، د «الاصل» څخه هغى مقصد د ابن سيدالناس يعمرى چې په(734 ) کې وفات شوي كتاب «عيون الاثرفى فنون المغازي و الشمائل والسير» دې10.
ابن هشام او ابن كثيرد محمدابن اسحق چې په (150)هجري قمرى کې وفات شوي په حواله دا سند پوره رانقل کړې دې ، ابن اسحق رحمه الله عليه د مغازي او سير پخوانى او مستند امام دې نو په دې خاطرد هغه وينا هم مستنده ګڼل کيږي ، د ابن هشام سيرت او البدايه څخه ددې مهم سیاسي تړون او مدون قانون لنډیز را نقلوو.
(بسم الله الرحمن الرحيم :دا تحريرى تړون چې د مهاجرينو ، انصارو او هغه خلكو چې د هغوی تابع دي او په جنګ کې ورسره شريك وي، ترمنځ ليكل شوي دې :
1- ټول مسلمانان يوه ټولنه اويوقوم ګڼل کيږي .
2- قريشى مهاجرين به د پخواپه شان د خپلوبنديانو فديه وركوي او په ديت وركولوکې به يو د بل كومك كوي .
3- د اوس او خزرج د اته قبيلو نومونه واخستل شول او وليكل شول چې دوي به ټول د پخواپه شان يوبل ته ديت وركوي او د خپلو بنديانو فديه به وركوي لكه څنګه چې د ايمان د خاوندانو اصول دې .
4 – د پوروړو او تنگ لاسوخلكوبه په نيكه توګه كومك کيږي .
5 – د ظالمانو ، مجرمانو او مفسدو خلكو په خلاف به ټول مسلمانان يوکيږي كه څه هم د هغوی څخه كوم مجرم د كوم مسلمان زوي هم وي .
6 – هيڅ موْمن به دكافرو د حمايت په خاطربل مؤ من نه وژنى او نه به د موْ من په مقابله کې دكافرحمايت كوي .
7 – كه ادنى موْمن هم چا ته پناه ورکړي نو هغه به د ټولو پناه ګڼل كيږي
د مسلمانانو مسئوليت به شريك وي .
8 – كه چيرى يهودان زمونږ تابع او لاس لاندې وګرځي نو په هغوی باندې به ظلم ونه کړل شي بلكه كومك به ورسره کيږي .
9 – د مسلمانانو سوله به په ګډه او ټولنیزه توګه وي،ځانګړ ى سوله کول هيڅ حيثيت نه لري، مګرپه ټولنيز ډول چې دكومى باندیني قبيلى سره سوله وکړل شي. د جنګ په وخت کې هيڅ مسلمان په ځانګړی توګه سوله نه شي كولاې .
10- مسلمانان به په وار وار جهاد ته درومي. كله چې يوه ډله راشى نو بله ډله به لیږل کيږي .
11- د ټولومسلمانانو وينه برابره ده او په حقه او صحيح لاره به هماغه ګڼل کيږي چې متقى وي .
12- چاچې كوم مسلمان په ظلم اوتيرى سره قتل کړې وي نو د هغه څخه به قصاص واخستل شى مګر دا چې د مقتول وارث په ديت اخستلو راضي شي،او د قاتل په خلاف به ټول مسلمانان متحد وي .
13- د مکې دقريشو[كفارو] سره به نه مالې كومك کيږي او نه به د مسلمانانو په مقابل کې ورته پناه وركول کيږي .
14- دهرى معاملى اوهر ډول شخړى پريکړه به د الله جل جلا له په كتاب او د محمد صلی الله عليه وسلم د سنتو په اساس کيږي [ قانونى پورته والې به قراّن او سنتوته ور په برخه وي ] او د پریکړې اختيار به د سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم سره وي .
يهودو پورى تړلې مادې
15- په مدیني منورى باندې دتيري په وخت کې به يهود د مسلمانانو سره په جنګ کې شريكيږي او د جنګ تاوان به هم په ګډه وركوي ځكه چې دا جګړه د وطن د دفاع جنګ دې .
16- يهوديان به په خپل دين او مسلمان به په خپل دين عمل كوي .
17- د يهوديانو ټولو قبيلو اود هغوی دوستانو ته به د قانون په رڼاکې ټول حقوق ور په برخه وي، له دوي چې څوك جرم وکړې نو هغه به د جزا څخه خلاص نه شى .
18- د جرمونو د سزا وروكولو په وخت کې به د هيڅ ډول خنډونود را پيدا كولو اجازه ورنه کړل شى، غولونکې اوتړون ماتوونکې به خپل ځان په خطر کې اچوي ، ځكه چې تحفظ نيكوخلكوته وركول کيږي .
19- د دې تړون ګډونكونكوته په مدیني[يثرب]کې د هرډول فتنى او فساد جوړول حرام دې .
20- د ګاونډي او پناه اخستونکې له پاره هم همدغه حقوق دې او په هغوی باندې به هيڅكله زياتى ونه شى .
21- د تړون د ګډون كونكوترمنځ كه كله كومه شخړه او حادثه را پيدا شى چې د هغى څخه فساد جوړیږي، نو د هغه پريکړه به د الله جل جلاله د قانون په اساس سيدنا محمدصلی الله عليه وسلم كوي .
22- د مکې قريشو[كفارو] او د هغوی دوستانو ته به په هيڅ ډول پناه نه وركول کيږي .
23- د تړون ټول ګډون كونکې د هر چا سره په سوله کې برابر شريك دې او د مسلمان په څیر هريو يهودې به هم د سولى د هغې تړون پابند وي ، چې د كومى بهرنى قبيلى سره شوي وي .
24- هره ډله به دخپلى سيمى د ساتنى او د هغى څخه د دفاع له پاره مسئوله وي .
25- دا تړون به د ظالم او زياتى كوونکې د سزا د وركولو په لار کې خنډ نه ګڼل کيږي :
( وان الله جار لمن اتقى ومحمد رسول الله {صلى الله عليه وسلم }.)
[ او الله جل جلاله د هغه چا مددګار او حامى دې چې ډیر د الله څخه ويريدونکې اونيكو كار وي ،اومحمد صلى الله عليه وسلم دالله رسول دې ] 11.
ددې ليكل شوي دستورڅخه
ثابت شوي سیاسي اصول
ا ] ټول اسناد او ليكنى به په ( بسم الله) سره پيل کيږي دا ځكه چې د حكومت ستر حاكم الله جل جلاله دې .
ب] د حكومت قانون قراّن اوسنت دي چې مشر ئى محمد صلی الله عليه وسلم دې د( 14 – 21) مادو له مخى.
ج ] ټول اوسيدونكي د قانون په وړاندې برابر حقوق لري د( 4- 11-16- 7 ) مادو له مخى .
د] د حكومت دفاع په ټولو اوسيدونكو لازمه ده او هيڅ ډول فتنى او فساد ته به اجازه ورنه کړل شى د ( 15-19 )مادو له مخى12.
د قتال فى سبيل الله څخه مقصد
د اسلامي حكومت جوړول او ټينګول دي
د مکې په دولس كلنه دوره کې چې كوم مظالم په مسلمانانو وشول او په اّخره کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قتل په خاطر د هغى مبارك كورمحاصره کړاى شو، نو پدې اساس دمسلمانانو او د مکې د قريشو ترمنځ د نښتى امكانات ورځ په ورځ ډیریدل . په مدیني کې د حكومت د جوړيدو سره الله تعالی هغوی ته دنښتواجازه ورکړه او د لږې مودې وروسته ئى قتال فى سبيل الله فرض وګرځاوه.
د بين المللى قانون په اساس دجنګ په حالت کې هيڅوك هم ددښمن قافلى ته په خپلوحدودوکې د اجازى اخستلو پرته د سفر كولو اجازه نه وركوي دجګړې په حالت کې د دښمن په تجارت بنديزونه لګول او د نورو لارو څخه د هغو ټكول او د هغه د قوت ختمول د جنګ يوه برخه ده ، جنګ د مکې د قريشو له لورى لومړې پيل شوي و نو په دې خاطر اخلاقاً او شرعا ُاوهمدا راز د قومونو د مسلمه قاعدو په اساس دا نه چې د مسلمانانوحق نه و بلكه پرى فرض و چې په دښمن تجارتى بنديزونه ولګوي او د هغوی قافلوته د اسلامي حكومت په حدودوکې د تيريدو اجازه ورنکړې . همدا علت و چې د هجرت په لومړې كال نبي صلی الله عليه وسلم د قريشو د قافلو د ټكولو په خاطرڅه ټولې ورولیږل او په دې ترتيب د جهاد اوقتال لړۍ پيل شوه.
د قتال فى سبيل الله مقصد قراّن كريم په دې ډول بيان کړيده:
(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ[]الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ ديارهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ[]الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوْا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنْ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) [د الحج سورت 39 تر 41 اّياتونو پورى]
[ هغو كسانو ته اجازه ورکړل شوه چي د هغو پر خلاف په جګړه لاس پورى کيږي ځكه چي هغوی مظلومان دي او الله په يقينى ډول د هغو د ملاتړ وس لري . دا هغه كسان دې چې له خپلو كورونو څخه په نا حقه وويستل شول يوازى په دې جرم چې هغوی وايي ” زمونږ رب الله دې» كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو خانقا ګانى ، كليسا ګانى ، عبادتځایونه او جوماتونه چې په هغو کې د الله نوم ډیر زيات اخيستل کيږي ټول به ونړول شي . الله به ارومرو د هغو كسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته كوي الله ډیر زورور او بر لاسى دې. دا هغه كسان دي چې كه مونږ دوي ته په ځمكه کې قدرت ورکړو نو لمونځ به قايم کړي. زكات به ورکړي ، په ښو چاروبه امر وکړې او له بديونه به منع وکړي او د ټولو چارو پاى د الله په لاس کې دي ] .
په جامع ترمذى کې د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دې چې د قتال په هكله د ټولو ترمخه همدا اّيت را نازل شوي دې- د دې اّيتونوڅخه مقصد دا دې چې ظالم د ظلم څخه منع کړې او داسى حكومت جوړکړې چې په هغه کې د الله جل جلاله د عبادت له پاره اّزادي وي ،د غريبوخلكو اقتصادي حالت ښه شى، د ښه والې او نيکې احكام نافذ شى او د بدۍ ټولې لارى چارى ختمى شى . يعنى د ظلم ،شرك او د فساد د نظامونو په ځاې د عدل ،توحيد او د اصلاح نظام منځ ته راشى، په بل ځاې کې الله جل جلاله فرمائى چې:
( وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لله)
[ د انفال سورت 39 اّيت ]
[ اود دوي سره ترهغه پورى وجنګيږئ چې د كفراو شرك غلبه پاى ته ورسیږي او د الله جل جلاله حكم په ټولوغالب شى ] .
حافظ ابن كثير رحمه الله عليه ليکي چې:
(اى يكون دين الله هو الظاهرالعالې على سائر الاديان)
[ د الله جل جلاله دين په ټولو نورو دينونو غالب او عالې واوسى ] 13.
په صحيح بخارى او صحيح مسلم کې د ابوموسى اشعرى رضي الله عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ديوې پوښتنى په ځواب کې وفرمايل : ”
(من قاتل لتكون كلمه الله هى العليا فهو فى سبيل الله)
[ هغه څوك چې ددې په خاطرجنګيږي چې يوازى د الله جل جلاله كليمه دې پورته اوسي نو په حقيقت کې همدا سړى د الله جل جلاله په لارکې جنګیږي ] .
د پورتنى بيان لنډیز دا دې چې د جهاد او قتال څخه مقصد په زور د خلكو مسلمانول نه دي،كه چيرى ترى مقصد دا وايى نو بيا به اسلام کې د خراج احكام نه واى ، جزيه او خراج په همدې خاطراخستل کيږي چې غيرمسلم خلك هم په اسلامي حكومت کې په خپل دين عمل وكولې شى،حكومت به د هغوی د مال ، ځان او اّبرو ساتنه كوي ، د هغوی اړتیاوی به پوره كوي او د هغوڅخه چې د جزيى اوخراج له لارې كومى پيسى لاس ته راځى نوهغه به د هغوی د سوکالۍ اوګټو په خاطرخرڅوي او حقيقت دا دې چې په زور سره د یو چا مسلمانول شوني هم نه دي دا ځكه چې ايمان يواځى د اقرار كولوڅخه عبارت نه دې بلكه د سينى د پراخوالې په څنګ کې د تسليمۍ ،انقياد او د زړه د تصديق نوم هم دې- د جهاد او قتال څخه مقصد د كفارو او مشركينو د اقتدار ختمول او د اسلامي حكومت جوړول دې اوكه چيرى مخکې څخه جوړشوي وي نو بيا د هغى د دفاع اوټينگښت له پاره جهاد کيږي. جنګ د غلبى په خاطرکيږي اود همدې غلبى نوم اقتدار او حكومت دې .
د الله جل جلاله په لارکې
د قتال د اّيتونوڅرنګوالې
د قراّنكريم په څوارلس سورتونو او( 47 ) اّيتونو کې د قتال حكم ورکړل شوي دې اويا د هغى فضيلت بيان شوي دې د دې نه پرته پر(15 ) سورتونو او( 28 ) اّيتونو کې يا د جهاد حكم شوې اويا ئى فضيلت بيان شوي دې – جهاد يوازى جنګ ته نه وائى بلكه جهاد د هر ډول هلوځلو څخه عبارت دې كه څه هم هغه په ژبه وي ، په قلم وي او د زړه د بدوالې يا د مال او نورو وسايلو او صلاحيتونو په اساس وي ، خو په دې شرط چې مقصد ترى د دين غلبه وي، همدا علت دې چې د النحل سورت په( 110 ) اّيت د الفرقان سورت په( 52 ) اّيت د العنكبوت سورت( 66 ) اّيت کې د جهاد ذكر شوې په داسى حال کې چې دا سورتونه مکي دې او په مكه کې د قتال اجازت نه وْ.
د قتال د اّيتونو نقشه په لاندې ډول ده:
د البقره سورت 🙁 154-190-193-216-244-246- 251 ) اّيتونه.
د اّل عمران سورت : (13 -121-146-157-167-169- 195) اّيتونه.
د النساء سورت : (74 – 75 -76-77-84 – 89 -91 )اّيتونه.
د الانقال سورت : (16- 39- 65 ) اّيتونه.
د التوبه سورت 🙁 5 -12-13-14- 29-36-111- 123 ) اّيتونه.
د الحج سورت : ( 39- 58 ) اّيتونه.
د الاحزاب سورت : ( 61 ) اّيت .
د محمد سورت : ( 4 –20 ) اّيتونه.
د الفتح سورت : (16 ) اّيت.
د الحشر سورت : ( 11-12)اّيتونه.
د الصف سورت : (4 ) اّيت.
دالحجرات سورت :(9 ) اّيت
دالحديد سورت : (10 ) اّيت.
د المزمل سورت چې مکې کې نازل شوې دې او ټول شل اّيته دی. په دې آیتونو کې د راتلونکې جنګ په هكله مخکې وينا شوي ده .
دغزاګانو او « سرايا» ټول شمير
«غزوه» په اصطلاح کې هغه سفرته ويل کيږي چې د قتال په اراده يى صورت نيولى وي او په هغه کې د فوځ مشري په خپله سیدنا محمد صلی الله عليه وسلم کړې وي او «سريه» هغه جنګى سفر ته ويل کيږي چې په هغه کې د ډلې مشرى كوم صحابى رضي الله عنه ته ورسپارل شوي وي او په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه کې ګډون نه وي کړې .
زيد بن ارقم رضي الله عنه د غزواتو شمير نولس ښوولى دې14.
امام ابويعلى رحمه الله عليه د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه د غزواتو شمير يويشت را نقل کړې دې15.
عبدالرزاق رحمه الله عليه د سعيد بن مسيب څخه د غزواتو شمير(24 )را نقل کړې دې 16.
ابن حزم چې په ( 456) هجري قمرى كال کې مړ شوي د غزواتو شمير( 25) ښوولى دې17.
ابن هشام رحمه الله عليه د غزواتو شمير( 26 )او د سراياو شمير(38 ) ښوولى دې18.
ابن سعد واقدې چې په207 هجرى قمرى كال مړ شوي ، ابن اسحق چې په150 هجرى قمرى كال مړ شوي او موسىبن عقبه رحمه الله عليهم چې په141هجرى قمرى كال مړ شوي ددوې ټولو څخه رانقل شوي چې د غزواتو شمير 27 دې او د سراياو شمير47 دې 19.
ابن عبدالبر رحمه الله عليه – السيره الحلبيه اوالا ستيعاب هم د غزواتو شمير27 او د سراياو شمير47 ښوول دې 20.
ليكن عملاُ په نهه غزاګانو کې جنګونه شوي دې چې هغه په لاندې ډول دې : (بدر، احد ، مريسيع، خندق ، قريظه ، خيبر.، مكه ، حنين او طائف .)
په شميرکې د توپير يو علت هم دا دې چې ځينو اشخاصو يوازى د مشهورو غزاګانو او سريو يادوونه کړې اوځينى نورو ئى پوره شمير بيان کړې، بل علت ئى دا دې چې ځينى غزاګانى د ځينو نورو غزاګانو تتمه ګڼل شوي او جداګانه حيثيت ورته نه دې ورکړل شوي خو دا بايد په ياد وساتل شى چې ځينو محدثينو او د سيرت ليكوالانوهرهغه سفر، نقل او حركت ته غزوه ياسريه يا بعث ويلى دې چې د دښمن په علاقه کې یې صورت نيولى وي، هغه ئى کړې وي د دښمن د حالاتو د معاملو يا د دښمن سره د جنګ يا د تبليغ اويا دكوم تړون له پاره وي،دا په دې خاطر چې په دې هرى وظيفى کې د دښمن سره د ټكرخطر موجود و .
پاته په یولسمه برخه کې ولولئ……