کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سوله د جګړې له لارې نه شي ټينګيدائ

سوله د جګړې له لارې نه شي ټينګيدائ

د امريکا د نوى ولسمشر بارک اوباما له هغو څرګندونو چې ويلي يې دي  له افغانستانه به دده په وينا له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکزي جبهه جوړه کړي ، داسې ښکاري چې هغه  هم د امريکا د پخواني  ولسمشر بوش په څېر په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټينګار لري او په راتلونکې کې به هم افغانان د جګړو په اور کې سوځي.

اوباما بايد پوه شي چې د افغانانو اکثريت په خپل هېواد کې سوله غواړي او نه غواړي چې هېواد يې د نړيوالو کشمکشونو او جګړو د مبارزې ډګرشي، دا ځکه چې هغوى په افغانستان کې د وروستيو دريو لسيزو له بهر څخه د تپل شويو جګړو پايلو ته په پام سره ، تر بل هر چا په دې ښه پوهېږي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده بلکې ستونزې راولاړوي، له خلکو ژوند اخلي،کورونه يې ورانوي ، اقتصاد يې له منځه وړي او ټولنه له دا ډول نورو بدمرغيو سره مخ کوي. 

له همدې امله که اوباما په رښتيا د مثبتو بدلونونو د رامنځ کېدو غوښتونکى وي ، نو بايد د جګړې او افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو پر ځاى په دې هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې او د هغو حرکتونو ملاتړ وکړي چې د افغانانو تر منځ د خبرو او تفاهم له لارې په جګړو ځپلي  افغانستان  کې د سولې د ټينګښت هڅې کوي.

دا ځکه چې په افغانستان کې  هغه وخت سوله راتلاى شي چې د دې هېواد  په قضيه کې دخيل ټول افغاني طرفونه پرته له هر ډول بهرنۍ مداخلې او  فشار څخه سره کيني او د سولې پر يوه ګډه طرحه موافقه وکړي.

اوباما هم څو ورځې وړاندې د امريکا د څلورڅلوېښتم  ولسمشر په توګه  د لوړې په مراسمو کې  وييلي چې   په افغانستان کې به په سخته تر لاسه شوې سوله ټينګه کړي ، خو خبره داده چې سوله د جګړې له  لارې نه شي  ټينګيداى  او دى ( اوباما)  د افغانستان  په  قضيه کې تر ټولو د مطرح  هېواد 

( امريکا)  د ولسمشر په توګه  بايد ددې کار لپاره د جګړې بديل ومومي. 

که په جګړو ستونزې  حل کېداى شواى نو په تېرو اوو کلونو کې به په افغانستان کې  د طالبانو او نورو وسلوالو مخالفينو نوم هم نه واى پاتې ، ځکه چې د هغوى ( مخالفينو) پر وړاندې د امريکا تر مشرۍ لاندې نيږدې اويا زره په پرمخ تللو  وسلو سمبال ځواک داسې وجنګېد چې هغه د چا خبره ( نه يې تورکتل او نه يې سپين) ، له وچو سره يې لامده هم سوځول او همدا سبب شو چې ګن شمېر بېګناه او ملکي افغانان يې هم  ووژل، ډېرې  ميندې يې بورې کړې ، ماشومان يې بې پلار او موره کړل او آن تر دې چې پر سپيو يې وداړل.

 خو ددې ټولو کړنو پايله  دا وه چې د ګڼ شمير انسانانو د وژلو تر څنګ  په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو  او اوسني افغان حکومت  وسلوال مخالفين چې د طالبانو د رژيم د له منځه تلو په لومړيو وختو کې په ټول افغانستان کې د ګوتو په شمار هم نه څرګندېدل ، دومره زيات او ځواکمن شول چې اوس يې د هېواد په کچه ډېرې سيمې په واک کې دي .

دغه راز په عراق کې د اتومي وسلو د شتون په بهانه د بوش لخوا روانه  جګړه کې چې  تر اوسه هم دوام لري،سره له دې چې ټول عراق د امريکا او ورسره ملګرو ځواکونو تر ولکې لاندې راغى ، د اتومي وسلو بېلګه ونه ميندل شوه او ددې جګړې پايله هم  يوازې دا وه چې   ګڼ شمېر امريکايايي  او نور  بهرني  سرتيري  او په لکونو عراقيان ووژل شول او د امريکا او بوش پر وړاندې کرکې  د عراقيانو په زړونو کې داسې زور واخيست چې که القاعده هم نه وو القاعده شول او  د نورو سرتېرېدنو او بريدونو تر څنګ يې د سختو امنيتي تدابيرو سره ، سره په خبري ناسته کې بوش پر بوټونو وويشت او له دې لارې يې له هغه څخه د نفرت څرګندونه وکړه.  

نو که اوباما په افغانستان او نړيواله کچه د بوش د جګړييزې تګلارې پر ځاى د سولې لاره خپله کړي ، د بوش ناکامې تجربې تکرار نه کړي او د ګوانتانامو زندان د بندېدو د طرحې د لاسليک په څېر نور داسې ګامونه پورته کړي ،  نو نه يوازې د نورو بلکې دامريکايانو لپاره به يې هم لوى خدمت کړى وي ، دا ځکه چې د امريکا د حکومت لخوا  د جګړې پر ځاى د سولې او له خلکو سره د دښمنۍ پر ځاى د دوستۍ دتګلارې په غوره کولو سره به امريکايان نور په جګړوکې نه وژل کيږي ، له اقتصادي بحرانونو سره به نه مخ کيږي او په نړۍ په تېره بيا اسلامي هېوادونو کې به يې ورځ په ورځ دښمن مخ پر زياتېدو نه وي. پاى

Afwch2006@yahoo.com