نوميالۍ پښتنه معصومه عصمتي وردګ په حق ورسېده

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2007


نوميالۍ پښتنه ليکواله و شاعره ، استاده ، څېړونکې او د افغانستان د ښووني او روزني پخوانۍ وزيره ميرمن معصومه عصمتي وردګ نن د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر د مياشتي پر ۱۳ نېټه  د ۷۷ کالو په عمر په حق ورسېده .


انالله وانا اليه راجعون


د لراوبر ويبپاڼي کارکوونکي د داسي يوې درنۍ پښتنې هيوادپالي مړينه د لراوبر افغانستان لپاره يوه نه جبرانېدونکې تشه بولي ، دوستانو او درنې کورنۍ ته يې له لويه خدايه د جميل صبر غوښتنه کوي ، او  ارواښاد پاک روح ته دبخښني دعاګاني کوي .


په درناوي


د لراوبر ويبپاڼي اداره


 


د مېرمن معصومه عصمتي وردګ لنډ ژوندليک :


د هېواد پياوړې ليکواله او څېړونکې معصومه عصمتي وردګ په ۱۳۰۹ لمريز کال په کابل کې له خدای بخښلي عبدالخالق خان کره زېږېدلې ده. نوموړې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل په ملالۍ لېسه او لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بشپړې کړې .


 ماسټري ېې د متحدو ايالاتو د ، ايلنوې ، په ايالت کې د شيکاګو له نشنل کالج څخه د ښوونې او روزنې په څانګه کې اخيستې ده. په ۱۳۲۷ لمريز کال په ملالۍ ښوونځي کې د ښوونکې په توګه او په ۱۳۳۶ لمريز د ښځينه ښوونځيو د عمومي څارونکي او په ۱۳۳۷ لمريز کې د زرغونې لېسې د مديرې په توګه ېې دندې ترسره کړي دي .


 اغلې عصمتي وردګ په ۱۳۳۹ لمريز کې د هېواد په کچه د ښځينه ښوونځيو عمومي امره او د نجونو روزنه ، مجلې او د ښوونکې د صندوق افتخاري مديريت هم پر غاړه درلود. چې په ۱۳۴۴ لمريز کال په ولسي جرګه کې د کندهارولايت د معروف ولسوالۍ له خوا استازې وټاکل شوه . په ۱۳۵۸ يو ځل بیا د ملالۍ لېسې ښوونکې ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د سيد جمال الدين افغان په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه د معارف په خدمت کې وه.


 اغلې عصمتي وردګ په ۱۳۵۹ لمريز کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسلکي غړې او پنځه کاله د کابل پوهنتون د ادبياتو او د اقتصاد پوهنځي کې د تدريس سپڅلې دنده پر غاړه لرله . اغلې عصمتي وردګ د ښځو د سر تر سره شورا د مشرې او د ښوونې او روزنې د وزيرې په توګه خپل پوهنيز خدمتونه غزولي دي . له دې سره په علمي او ادبي څېړنو او ليکنو هم بوخته وه. چې د هېواد په ورځپاڼو ، جريدو او مجلو کې وخت پر وخت خپرې شوې دي .


د محترمې ليکوالې لخوا مهم اثار د خوشالخان کيست ؟ ٬ په نوم کتاب و او انکشاف موقف زن از زمان احمدشاه ابدالي الی سلطنت امير عبدالرحمان خان ٬ کتابونه ېې په فارسي ژبه کې خپاره شوي دي . د اغلې عصمتي وردګ له نورو اثارو څخه د مخ پر ودې هېوادونو ټولنيز٬ اقتصادي ، سياسي او فرهنګي ستونزو څېړنيز اثر ېې هم کښل شوی چې لا تر اوسه چاپ سوی نه دی .


 اغلې عصمتي وردګ لنډ داستانونه هم کښلي او په ۱۳۳۳ کال کې ېې د اريانا جايزه هم ګټلې ده. په هېواد کې دننه او د باندې ېې په علمي کنفرانسونو او پوهنيزو غونډو کې هم برخه اخيستې او بيلا بېل مډالونه ېې ترلاسه کړي دي . اغلې عصمتي وردګ د خپلو پوهنيزو هڅو او بوختياوو په بهير کې هېوادوال او خلکو ته درانه خدمتونه ترسره کړي چې د افغان مېرمنو د غورځنګ مخکښه رول ېې د وخت او حالاتو په تيارو کې تلپاتې مشالونه ګڼلای شي .


مېرمن عصمتي وردګ د نوي کهول په ښوونه او روزنه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او د معارف او پوهنې په خدمت کې ېې رغنده او نوښتګر دريځ نوې لارې په نښه کړې دي . په پښتو لنډيو ېې هم څېړنه کړې او د پښتنې مېرمنې دريځ ېې په کې څېړلی دی. له پښتو ، فارسۍ پرته ېې په فرانسوي او انګرېزي هم ليکنې خپرې شوي دي . اغلې عصمتي وردګ د هېواد د ملي او علمي شخصيت او د مرحوم محمد داوودخان په کابينه کې د پوهنې ، کانو او صنايعو او سرحدونو وزير خدای بخښلی پوهاند ډاکټر عبدالقيوم وردګ د ژوند ملګرې وه چي په دې وروستيو کي يې په فرانسه کي ژوند کاوه .

Copyright Larawbar 2007-2024