کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خدای مکړه نور پنځه کاله په همدې اوسني اور ونه کړيږو

خدای مکړه نور پنځه کاله په همدې اوسني اور ونه کړيږو


د ډېر وخت را پدېخوا په ټول افغان، بېنوا او نورو ويبپاڼو کې د خپلو لېکوالو ډول ډول ليکنې ګورم ځينی ډير په زړه ليکنې وي او ځينې يې بيا يواځی د ليکوال احساسات ښکاره کوي او بس، مګر يو شی په ټولو شترک ليدل کيږي  او همدغې شي زه هم اړ ويستم چې خپل نظر وړاندی کړم ، هغه د پښتنو پرځمکه روانه غميزه ده٠


دا ټولو ته ښکاره ده چې د کرزي ټاکل کيدل د پښتنو زور وو، پښتنو کرزي ته رايه ورکړه چې زه يو دهغو نه يم مګر باور  وکړۍ چې زه پر خپلی هغې رايې پښيانه يم مګر په هغه وخت بل داسی څوک نه چې تر کرزي ښه وای،


 د کرزي حکومت د دی پر ځای چې د  افغان ولس  بيا په تيره د پښتون ولس  دردونوته درمل شي ، ولې ټولو وليدل  چې  تر هرچا ډير زيان بيا پښتون ولس ته واوښت ، زما په اند کرزۍ يو کمزوری او ډارن پښتون ولسمشر دی او نيکه مرغه اوس د ده دحکومت د پای شيبې رسيدلي دی او په نږدی راتلونکی کې مونږ د ټولټاکنو سره مخ يو٠ دا ټولو ته جوته ده چې ځينو وار د مخه خپل کمپاين پيل کړی هم دی چې بيات د بل هرچا مخکې روان دی او څنګه ټول پوهيږود هز اره ټبر پوری تړلی دی نو کيدای شي چې بيات ديو بل کرزي په لټون کې وي دا هم کيدای شي چې همدا کرزۍ بيا ټاکنو ته ودريږي ، نو په پايله به زمونږ خپل ويده توب  به مونږ بيا د راتلونکو پنځو کالونو لپاره د همدی کرزي يا کوم بل کرزي ډوله تش په نوم پښتون په برخليک وتړي.  زمونږ د ټولو لپاره دا هم ده چې  مونږ به په ټولټاکنو  کې کيدای شي د څو پښتون کانديدنو سره مخ شو چې دا هم په خپله يوه لويه ستونزه ده يانې دپښتون ولس د رايو ويشل ٠


زما په اند پر اوسني حکومت نيوکې مونږ ته هيڅ ګټه نه کوي، بس هسې د زړه ټپونه نور هم تازه کوي٠ اوسنۍ اداره چې هر ډول وي  وي به ډير وخت يې تير لږ يې پاتې هغه د پښتو متل دی (( شل په لالي پوری دا يوه يې د بنګړو ))


نو زما هيله د خپلو ټولو ورونو او خويندو څخه دا ده چې راځۍ ټول په خپل مينځ کې پر يو بل د نيوکو څخه تير شو او د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د يو ريښتونی پښتون مشر په لټه کې شو دا بايد هير کړو چې دا ولسمشر به د کومی پرګنې پوری تړاو ولري بس يواځې او يوځې يو پښتون پيدا کړو او ځيږ پښتون پيدا کړو، نړيولو ته او کورني مارانو يو ځل بيا د احمد ، ميرويس او خوشحال يادونه ور تازه کړو،  ترڅو خدای مکړه رتلونکي نور پنځه کاله په همدې اوسني اور ونه کړيږو  .


د لر اوبر پښتون د يوالي په لويه هيله


ع   کوچی
د افريقا لويه وچه