کور / تازه خبرونه / کويټه:2ځانمرګو بريدونو پوځ او ولس ته مرګ ژوبله واړول

کويټه:2ځانمرګو بريدونو پوځ او ولس ته مرګ ژوبله واړول

د کويټي او هنه اوړک تر منځ لاره کي د پاکستاني اردو فرقې ( چهاوڼۍ ) په سيمه کي د لږ وخت په توپير دوه پرله پسې ځانمرګي بريدونه وسوه چي د دواړو پرله پسې ځانمرګو ترڅنګ يې اته نور کسان ووژل او اتلس تنه ټپيان سول .


د پېښي ټپيان چي د ځينو حالت ډېر نازک و ،  سمدستي د فرقې روغتون ته ورسول سوه او تر دې وروسته د فرقې شاوخوا تلونکي لاري د ترافيکو پر مخ وتړل سوې .


په امنيتي پوسته وكړى شو چې په كې دوه كسان مړهْ شول امنيتي چارواكوځانمرګي بريدكوونكو د چاودېدونكو موادو ډك ګاډى دمزكي پوستې سره وجنګولو دې ځانمرګي بريدونو كښې ګڼ شمير كسان ژوبل شويدي چې د ځينو ژوبلو حالت هم د مرګ سره مخامخ دى .


د کويټي د پوليسو مشر افسر محمد اکبر د لراوبر د کويټي خبريال ته وويل چي ددوی د لومړيو څېړنو څخه معلومه سوې ده چي دواړه بريدونه ځانمرګي بريدونه وو، چي د څو دقيقو په تيرېدو سره د کويټي چوڼۍ پر دوو بېلابېلو امنيتي پوستو ترسره سوه . هغه وويل چي په دې پېښه کي پاکستاني سرتيرو او عامو وګړو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .