کور / کتاب / د ارواښاد علامه حبيبي نوي علمي اثر چاپ او خپور سو

د ارواښاد علامه حبيبي نوي علمي اثر چاپ او خپور سو

کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل:
دا د ارواښاد لوی استاد علامه حبيبي نوې څېړنه ده چي د شاهنامه پېژندني په باب ډېر نوي ټکي پکښې روښانه سوي دي، کتاب ټول ۷۲ مخونه لري، علامه مرحوم نوموړی اثر د خپل ژوندانه په وروستيو مياشتو کي ليکلی، او د شاهنامه پېژندني او لومړنيو خطي نسخو په باب يې په زړه پوري څېړنه کړې، نوموړی کتاب تر دې مهاله د هغه د کورنۍ د غړو سره خوندي و.
ياد سوی اثر په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني په زيار او د علامه حبيبي د څېړنو مرکز په مالي لګښت د زرو ټوکو په تېراژ خپور سو.


د علامه حبيبي دکار ، ژوند او علمي څېړنو په اړه نور معلومات او د هغوی يو شمېر علمي اثار په علامه حبيبي ډاټ کام ويبپاڼه کي ولولئ ، پته : www.allamahabibi.org