کور / z_buitenland_news -- 5 / دپاکستان ولس د مشرف استعفا غواړي

دپاکستان ولس د مشرف استعفا غواړي

 


د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د هغه نظر سنجيود نتيجو پر اساس چې تر سره کړي يې دي خبر ورکوي چې د پاکستان په سلو کې ۶۷ خلک د جمهوري رياست  څخه د مشرف د ليري کېدو   غوښتونکې  دي .


همدارنګه د پاکستان   دخلکو نه په سلو کې ۷۰ په دې باور دي چې په رشتيا هم مشرف دجمهوري رياست دپاره د بيا ټاکل کېدو لپاره وړتيا نه درلودله .


د غه نظر سنجي د جمهوري غوښتونکو د نړۍ والي موسسې لخوا چې د امريکا په جمهوري غوښتونکې ګوند پوري اړه  لري تر سره  سوي دي .


په دغه نظر سنجيو کې چې په هغه کې د پاکستان  ۳۴۵۰  کسانو پکښې ګډون کړی وو داسي څرګنديږي چې په پاکستان کې  د مشرف لخوا د بېړني حالت اعلانول هم د پاکستان خلک زيات نوميده کړي دي .