سرحد ايالت رسماً په خيبر پښتونخوا واووښت

34 | مارچ 31st, 2010


 


 د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم 
                   زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه 
 لوی احمدشابابا



پښتونخوا خپل نوم بیا موندو، پښتونخوا کښې ډول او سورنا اوغږیدله

 پېښور: د پاکستان واړه سیاسی جماعتونه د پاکستان په ائین کښې په اتلسم ترمیم کولو سره صلاح شوی دی او لږ ساعت وړاندې د پارلیمان له اړخه اختیارمنې کمیټئ دغه مسوده لاس لیک کړه چې هم نن به د قامی اسمبلئ د اسپیکر سره جمع شی او خیال کیږې چې سبا به په پارلیمان کښې ددې منظوری ورکړل شی۔


  ددې ائینی ترمیم مهم توکے د پاکستان د شمالی مغربی سرحدی صوبې نامه ده کومه چې به اوس په خېبر پختونخوا یادیږی۔


دا نامه د ډېرو ستړو او کړکیچونو نه وروستو په صوبه کښې واکداره قام پرستی سیاسی ډلې عوامی نېشنل پارټئ پلی کړله او په تېر چاڼ کښې ئې د قام سره کړلې انتخابی وعده پوره کړله۔


 دا ائینی ترمیم به اتلسم ترمیم یادیږی او د کال 1973 نه وروستو اولنے ترمیم وی چې سیاسی قوتونو په جمهوری طریقه راوړلے وی۔ په کال 1973 کښې هم چې کوم ائین ذولفقار علی بهټو جوړ کړے وۀ په هغې کښې ورسره د متحده اپوزیشن د مشر په جوړ له د نیشنل عوامی ګوند سر مشر خدائې بخلی خان عبدالولی خان اور نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو ډېره مرسته کړې وه۔


 د نوی ترمیم مطابق به د پاکستان د صدر په هغې اختیاراتو کښې کمے راشی کوم چې هغه ته د پارلمینټ او جمهوری حکومتونو د ماتولو اختیار ورکوی۔


 ددې ترمیم له مخه به د پاکستان صوبائی وحدتونه نور اختیارمن شی او کنکرنټ لسټ به ختم کړل شی۔ ددی سره سره به یو جوډیشنل کمیشن هم جوړ کړل شی کوم چې به د کړکېچنو کشالو هوارے کوی۔


 د صوبې د نامې د بدلېدلو خبر په ګړده پښتونخوا کښې ساه اوپوکله او ځوانان سرکونو ته رااوواته او شیرینئ ئې اوویشلی او د ډول او سورنا سره ئې اتڼ اوکړلو.


د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي په لراوبر افغانستان او ټوله نړۍ کي ټولو پښتنو (افغانانو)ته ، په ځانګړې توګه د عوامي نيشنل پارټۍ د ټولو مسولينو او درانه مشر اسفنديار ولي خان ، د پښتونخواملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي او له هغو ټولوڅخه د زړه له کومي مننه کوي چي ددې تاريخي خدمت په ترسره کولو کي يې مخامخ يا نا مخامخ برخه اخستې ده .


په دې هيله چي په نژدې راتلونکې کي د بلوچستان صوبې لپاره د ( افغانيه )  يا ( بولان پښتونخوا )نوم غوره او ومنل سي .




Copyright Larawbar 2007-2024