د فاتحې اعلان
د پیاوړي ژورنالیست حنان حبیبزي پتمنه مور چې دورپیښې ناروغۍ لامله د تیرې چهار شنبې په ورځ له دې فاني نړۍ سترګې د تل لپاره پټې کړې، جنازه یې دبغلان په ولایت کې ددوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د حبیبزي کورنۍ خپلو ټولو دوستانو او خواخوږو ته خبر ورکوي چې دراتلونکې جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۳ نیټه په کابل کې د قران کریم په ختم او دعا کې برخه واخلي او د مرحومې روح ته خوشالي ور وبښي.
پته : پل حسن، د برج برق کوڅه ،څلورم کور – چهلستون ،کابل
ډاکټر محمد داود حبيبزی 0700665483
انجينر عبدالفتاح شينواری 0700223405
دحنان حبيب زي مور په حق ورسېده
د لر او بر د ویبپاڼې چلونکې ډله د وتلي خبریال اولیکوال حنان حبیبزي د مور د مړینې له کبله هغه او د هغه د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوي .
دده موردتیرې چهار شنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ لامله د۶۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه یې د بغلان په ولایت کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.دڅښتن تعالی نه هغې ته جنت فردوس او کورنۍته یې د زړه صبر غواړو.د خدای بښلې روح دې ښاد وي .