د قانون په حاکميت کي د مطبوعاتو ونډه
که دیموکراسی د یو لړ افتصادی، سیاسی، اجتماعی او کلتوری مفاهیمو مجموعه وگڼو بیله شکه چه ازاد مطبوعات د هغی اساسی رکن دی.
په ٢٠٠٢ کی د بن د تړون را وروسته د افغانستان خلک چه د یوه عادی ژوند د ټولو نعمتونو نه محروم شوی وو د ژوند د نوواقتصادی، سیاسی او اجتماعی چیلنجونو سره مخامخ شول. البته ژوند په خپله په اصل کی انتتخاب او اختیار درلودل دی. د افغانستان خلک هم لکه د دې نړۍ د نورو مدنی ټولنو د خلکو په شان دې ته لیوال دی جه په داسی یوه ټولنه که چه هلته قانون حاکمیت ولری لکه څنگه چه غواړی د یوه آزاد انسان په توگه ژوند وکړی. داسی يو ژوند چه د بیری، گواښ، تعصب، تشنج، تشدد او جگړې څخه خالی وی. داسی يو ژوند چه د دې خاکی نړۍ هر تبعه یې مستحق دی.
اوس سوال دادی چه خلک څنگه کولای شی دغه هدف ته ورسیږی او مهمه خو لا دا چه بین المللی ټولنه څه کومک کولای شی. بيله شکه لوی کار چه دوی کولای شی هغه دادی چه د خلکو سره د هغوی په دې حق کی مرسته وکړی چه آزادو مطبوعاتو ته لاره ولری او معلومات تر لاسه کړی.
ديوې دیموکراسی د بقا او سلامتۍ دپاره ازادو مطبوعاتو ته لاس لرنه لازمی او حتمی ده. په خاصه توگه د افغانستان په شان ځوانه دیموکراسی چي غټ اکثریت پکی لیک لوست هم نه شی کولی. د ازادو مطبوعاتو د ضرورت دپاره کم له کمه دوه مهم دلایل راوړلای شو. یو دا چه ازاد مطبوعات خلکو ته دا توان ورکوی چه د خپل ژوند د ورځنیو مسایلو په برخه کی مسؤلانه تصمیم ونیسی نه داچه د بې خبری او بې اطلاعتۍ به نتیجه کی. بل داچه ازاد مطبوعات د څارنی او نطارت کار ورکولی شی. ازاد مطبوعات دا یقینی کولی شی چه د خلکو منتخب نماینده گان خپل مسؤلیتونه د هغو خلکو په مقابل که چه دوی یې انتخاب کړی دی تر سره کړی. ازاد مطبوعات د دولت او د مدنی ټولنی د نورو مؤسسو تر منځ د مینځگړی رول لوبولی شی.
د اداری فساد ترڅنگ له دې سره سره چه د افغانستان خلک په بیره او د جگړه مارانو او د نشه یې موادو د قاچاقبرانو په تهدید کی ژوند کوی، له نیکه مرغه ازادو مطبوعاتو ته لاس لرنه اسانه او بهتره ده خو البته دا هم د خپل ځان سره چیلنجونه لری. خو په عین حال کی د همدې جگړه مارانو، قاچاقبرانو او پخوانیو قومندانانو تهدید ازادو مطبوعاتو او معلوماتو ته لاسلرنه د ستونځو سره مخامخ کړې.
د چاپی او غیر چاپی رسنیو لکه رادیو او تلویزیون شمیر مخ په زیاتیدو دی. کافی رقابت موجود دی. خلک د رسانیو د انتخاب حق لری.یوازی په تیر یوه کال کی د شخصی تلویزیونونو شمیر تر دیرلسو زیات شوی، د رادیو گانو شمیر لسگونو او د چاپی رسنیو شمیر خو لاس سلگونو ته رسیدلی. خبر داده چه دغه چه دا ټول څومره د خلکو په گټه دی دا ټول د خلکو سره د هغوی د ژوند په ورځنیو مسایلو کی د مسؤلانه تصمیم په نیولو کی مرسته کوی او که نه. خلک دقیق، عادلانه او به طرف معلومات تر لاسه کوی او که نه. د خلکو سره د داسی یوې مدنی ټولنی په جوړولو کی چه په هغې کی قانون حاکم وی مرسته کوی او که نه. په دې وختونو کی په افغانستان کی دوه کاره ډیر په موډ او فیشن کی دی.يو د هوای شرکتونو او بل د شخصی تلویزیونونو جوړول دی. شخصی هوایی شرکتونه دلته د بحث موضوع نه ده خو خبره دا ده چه زیاتره دغه تلویزیونونه، رادیوگانی او نور په سیاسی گوندونو، جنگ سالارانو، پخوانیو جهادی قومندانانو او د نشه یی موادو په قاچاقبرانو اړه لری. او هغوی هم زیاتره د خارجی ملکونود اهدافو د تر سره کولو دپاره د هغوی په مالی مرسته چلیږی. دهغو خبرونه، معلومات، او خپرونی پر قومی، ژبنیو، سیمه ایزو او سیاسی اختلافونو په بنا دی. دا ډول مطبوعات نه یوازی په ټولنه کی د قانون په ټینگولو او مدنی ټولنی په جوړولو که مرسته نه کوی بلکه د هغې پروسه نوره هم زیانمنه کوی.
په يوه ټولنه کی چه اکثریت لوست او لیک نه شی کولی چاپی رسنۍ څه مهم رول نه شی لوبولی. مگر نوری رسنۍ په تیره بیا رادیو پوخ تاثیر درلودلای شی. په هغی یوې څېړنی کی چه د افغانستان د خلکو د ژوند د ټولو اړخونو په برخه کی د اشیا فاونډیشن په نامه مؤسسې خپرې کړې د افغانستان په سلو کی اته اتیا کورونه رادیو لری. او په سلو کی پنځه پنځوس رادیو اوری. تلویزیونیواز په کابل او ځینیو نورو لویو ښارونو کی شته او لیدونکی یې ډیر محدود دی. خو تلویزیون مخ په زیاتیدو دی خو اکثر دغه تلویزیونونه د هغو خلکو په خدمت کی دی چه مخکی یې یادونه وشوه.
نړیوالی خپرونی چه عامه خپرونه هم ورته ویلای شو لکه ازادی رادیو، د امریکاغږ او نور چه د عامه خپرونو حیثیت هم لری د یوې داسی ټولنی په جوړولو کی چه هلته قانون حاکمیت ولری رول لوبولوی شی. دا ډول رسنۍ مخکښی دی، ځکه هغوی د ټولنی اکثریت ته رسیدلی شی. د حکومت د نفوذ نه بهر دی. هغه رسنۍ چه په گوندونو، ډلو، جهادی قومندانانو او قاچاپبرانو پوری اړه لری، مختلف نطریات، او بې طرفه معلومات نه ورکوی، دغه ډول رسنۍ کولی شی په اسانۍ د دیموکراسۍ پروسه په خطر کی واچوی.
د يوې دیموکراسۍ قوت د قانون په حاکمیت ، سیاسی گوندونو او ازادو مطبوعاتو کی دی.خو هغه څه چه گوندونو په تیرو شلو کلنو کی پر خلکو باندی راوستی شاید نسلونه وخت ونیسی چه خلک یو وار بیا د افغانستان پر سیاسی گوندونو باندی اعتماد وکړی .
خلک یوازی پر داسی مطبوعاتو باندی چه بې طرف، عادلانه او متوازن وی او د هغوی د فکر او غوښتونو نماینده گی وکړی باور کوي . همدارنگه یوازی همدا مطبوعات دی چه جگړه ماران، قاچاقبران او مامورین چه په اداری فساد ککړ دی ور څخه ډاریږی.
خلکو د درو لسیزو بې عدالتیو او بې قانونیو په نتیجه که خپل اعتماد د لاسه ورکړی دی. مگر د غورسنیو لکه رادیو آزادی، په تیرو پنځو کلنو کی یو وار بیا د خلکو اعتماد او اعتبار را جلب کړی دی. دغو رسنیو په خلکو کی د زغم، حوصلې، تفاهم، د فکرونو د تبادلې او ملی یووالی کلتور یو وار بیا جاری کړی دی. بین المللی خپرونی نه یوازی خلکو ته بې طرفه خبرونه ورکوی، بلکه د خلکو سره د هغوی په ورځنی ژوند د همدې خبرونو د مستقیم تاثیر او د هغې په رڼا کی په ژوند کی د با مسؤلیته تصمیم په نیولو کی مرسته کوی.
خو دې ټکی ته هم باید پام وکړو چه تنها ازاد او مسؤل مطبوعات د یوې داسی مدنی ټولنی په جوړولو کی چه هلته قانون حکوم کوی یوازنی رکن نه دې. بلکه په حقیقت کی نور ارکان د ازادو مطبوعاتو سره د ملاتړ له لاری کولی شی د یوې قانونی او مدنی ټولنی په جوړلو کی ستره ونډه واخلی.