هره خوا قتل و غارت دئ
هارون خپل
په څه تندر، توپان کښېوته دلبر زما؟ چي له غمه يې اور بل سو پر ټټر زما
تورو وريځو، غوبار پټ د اسمان مخ کړ لکه شنې لوخړي خېژي له ځيګر زما
هره خوا قتل و غارت دئ، تباهي ده د رقيب په فتنوسوځي دَوْرْ و بَر زما
د پلار مېنه مي پلوري په شل نومونو هر مريی پر ګدۍ کښېناست د رهبر زما
د دجال راج او تاراج د قيامت نخښه ښه ويلي په حديث کي پېغمبر زما
که تياري د غم و درد مي نابينا کړي هير به نسي د يار سترګي له نظر زما
هرهرڅوک مي په دې خوار صورت تېر ووت هيڅ هيچا ته ښکاره نسو راز، جوهر زما
که هر څو د فرعونانو په اور سوځم يادوي به پښت پر پښت وار د خنجر زما
شرمېدلئ به پر خپله لاره درومي هر غليم چي يرغل وکړ پر سنګر زما
رېز مرېز به يې ماڼۍ سي، جګ قصرونه هر چي بل د ظلم اورکړي پر بِستر زما
د غرور لمر به يې ولوېږي هارونه! چاچي ولړه په غم برات، اختر زما
دخلکو غږ
محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې – کلاکرویک ناروې
رابیدار شۍ ورورنو څه په مونږه کیږي دپردې شاته رسوا کړۍ دوښمنان ددوښمن تبلیغ زونږ منځ کې چلیږي په هنر مو قتلوي په ورورنو ورونه ،،،،،،،،،،، پښتانه دي خاوندان دلوړ دستور په تاریخ کې چیری نه وو ترهګر دوطن ولس په ننک ولاړ ضرور آزاد خیال آزادي دوسته حق پرور تل خلاف دي دوژلو اوترور خودپت په ځای ودرېږي زړور ددوې ټولې معا ملې په جرګه کیږي په جرګو باندې ساتي رسم دودونه ،،،،،،،،، پښتانه له امو واخله تر اټکه زاړه بلخ نه تر بخدي املبلاده درستم له تخته ځه تر منډ یګکه داسلام نه ډیر په خوا هم له میلاده په سستان اوبست ًقلا کې دمه وکه پښتانه پّه پښتنه غیږ کې لوییږي په دې باب دي لیکل شوي کتابونه ،،،،،،،، دشمال ایخانم نه ننګرهار ته په باګرام دکنشکاه دي دربارونه په هډه کې زوړ تاریخ آمان غفار ته هدیرئ دخوست کا مې وایی حالونه دغزني له څلو لاړ شه قندهار ته داحمد اومیرویس وکړه زیارتونه لاندی کویټه کې بلو څ پښتون اوسیږي هر قدم کې زده کړه پوهه تاریخونه ،،،،،،،،،،،، دسردار عطاالله وکړه سلام لوړ مقام دصمدخان درنه هیر نه شي دبوګتي او مري وکړه احترام چی سلام دمحمودخان درنه هېر نه شي دبولان دسر ختو کړه انتظا م پام چی نور درانه مشران درنه هیر نه شئ ټول دیوافغان بچي دي چی یادیږي لر اوبر خواره پراته دي لکه غرونه ،،،،،،،،،،،، له چمنه بیا راځه پّه دیره جاتو لوړ مقام په اکوړی دخوشال ګوره آزادۍ دجنګ غازیان په مناجاتو په هرغره په هره تړه خوشال ګوره بیلګئ نښې دانګریز مغل دماتو له مردان تر پیښوره خوشال ګوره له کوهاټه تر ډیریو ښکاره کیږي چې په دئ ملک کی اوسیږي نر ولسونه ،،،،،،،،،،، داجمل خټک غیرت چغه راواخله ولي خان په سیاست کئ پالون دئ کاکاجي دستر همت نښه راواخله اپریدیو کئ لطیف یو ستر انسان دئ دخټکو اپرا سیاب مشوره واخله دبشر نوید هرلیک روح دافغان دئ قلندر مومند په دئ ډیر خوشا لیږي چې را ټول وي په حجرو پښتانه ورونه ،،،،،،،،،،،،،، چارسدی نه که تیرا پوری ورتیر شوئ دپښتون ولس به وګور ی عظمت باجوړ نه که ورتیر تر سوات بونیر شوئ دښکلا حسن به وګوري شوکت دخیبر دالوی ولس غیرتي شمیر کړه که دلواړګي شا اوخواته شوي اوچت له مومند و دکونړ ننداره کیږي دتیمور دماتې واوره داستانونه ،،،،،،،،،،،، ایمل خان او دریا خان درنه هیرنه شي دبا بړې شهیدانو سلام وکړه محمدګل مومند روښان درنه هیر نه شي دتیرا دشهیدانو سلام وکړه غنی خان عمرا خان درنه هیر نه شي د وانا دشهیدانو سلام وکړه سیدجمال اسعد ابادکه دی یادیږي میرزمان په ارنوۍ کوي جنګونه ،،،،،،،،،،،، دخوشال دیوان بیان کړه زاړه ځوان ته درحمان مومند حمید زیارت له ورشه دسایل درویش دوعا کوه ارمان ته دحمزه او دالفت زیارت له ورشه دخاطر نظر بیان کړه ملنګ جان ته درښتین خادم رشاد زیارت له ورشه دوست شینوارئ بینوا ډیر خوشالیږي افضل خان لالا که یوکړل خپه ورونه ،،،،،،،،،،،، نورستان کې داصیل کولتور سیل وکړه بیا ورتیر په لوړو غرو شه بدخشان ته دپا میر له لوړو څوکو اپیل وکړه دی ویدو ویدو ولسونو دافغان ته دملي یووالي غږ په دې خیل وکړه را بیدارشۍ یو ځل وګورۍ جهان ته ستاسی ننګ ته قدرتونه تسلیمیږي که یو نه شولۍ نوجوړ به شي شرمونه ،،،،،،،،،،،، سره یو پّه ترکستان تاجک ترکمن کړه دبامیانو هزاره ولس بیدارکړه دبودا قاتل رسوا لکه دوښمن کړه دازبکو په نار ه ولس بیدار کړه په هرات کې نورقومونه پښتون یو کړه چخانسور کې نارینه ولس بیدارکړه بست قلا کې به پښتون ولس ټولیږي که دبیټ نیکه ًقبول شولو سوالونه ،،،،،،،،،،،، دغوریانو اوسوریانو تاریخ زده کړه که افغان یی نو پّه لاره دافغان ځه دوطن دشهیدانو تاریخ زده کړه په قو ت دعلم پوهی پالوان ځه دهوتکو ابدالیانو تاریخ زده کړه نر پښتونه نر ښکار ه په دې میدان ځه زده کړه پوهه کې دې لار روښانه کیږي خدمتګاره هم رسیږ ي کاروانونه ،،،،،،،،،،،،، ددوښمن تبلیغ زمونږ منځ کی چلیږي په هنر موقتلوي ورونه په ورونه رابیدارشۍ ورونو څه په مونږه کیږي دپردی شاته رسوا کړۍ تور مخونه
ميامحمد حسين خيل
دمينې سوغات
د مينې په درشل کې سلامونه درليګم منظور يي کړه په مينه ارمانونه درليګم دګل په پاڼه پاڼه کې تصوير دمينې ګورم غونچوسره يوځاې درزړه رازونه درليګم نن بيادمينې ورځ ده انتظارديو ديدن يم پلوله مخې پورته کړه سوالونه درليګم داوښکې قاصدان مې په ليمو درته راغلي حسينې، نازنينې، زيړ ګلونه درليګم دونياکه دپيمخوده ترټولوته ښايسته يې حيا د پښتنه ده ګل مخونه درليګم دمينې جواري کې مې زړګۍ پرتا بايللی منظور يي کړه په مينه مشعالونه در ليګم راځه دمينې رازه چې په سترګو کې دې ځاې کړم کوچی دتورکيګدۍ يم شنه خالونه درليګم دمينې په سوغات کې اناري ګلونه واخله د سيند غاړی ته راشه ديدنونه درليګم ممتاز مې شه دمينې تاج محل به درته جوړکړم حسين خيل دتوروغرويم غزلونه در ليګم |
زما لاليـــــه زه وړه خو نه يم
فېروز اپريدی
ته ما ته داسې د حسرت په نظر مه راګوره زما لاليه زه وړه خو نه يم چې ستا د سترګو د استازو د خاموشه ژبې پيغام لوستلې نه شم. معنا ويستلې نه شم
زما د زړه نظر په دې باندې هم ښۀ پويږي چې ساه د ډوبه شي د زړه درازه د هم سيوا شي زړه د وائيل غواړي خو څه په خله وائيلے نه شے حلق د ې هم وچ شي، او ژبه دې ګونګئ غوندې شي ما ته راوړلے ګل د ګوتو کښې شې پانړې پانړې ما ته معلومه ده زما لاليه ته منتظر ئې چې به کله زما يوه مسکا زما د سترګو يوه وړه اشاره لکه باران چې په صحرا هستئ دې ووريږي د زړه په ډاګه دې د مينې ګل را وټوکيږي د ځنکدن سختو وهلے ځان مراد ومومي زما لاليه په ما ګرانه ګله زما هم زړه غواړي چې ستا په اوږه زه د خپل سر کيږدم د زړه اتش فشان وژاړم زما هم زړه غواړي چې تا د خپل پينزيب په سرود نشه نشه کړمه د خپل کاکل اسير دې جوړ کړم د زړه تعبير د جوړ کړم خو نن چې ګورمه زما لاليه يو ځلې بيا زمونږ په خاوره د غليم لښکرو په هره لويشته راته بيا د جنګ سنګر جوړ کړے زما د خلکو د سرونو ئې لوئې غر جوړ کړے په داسې حال کښې په تا ګرانه پښتانه ملاله څنګه د سترګو په خوبونو قناعت ولري ژوند د ذلت ولري زما جانانه زما ګل لاليه نه مې په ځان پيرزو شي نه مې په تا لوريږي چې سترګي ټيټي د غليم بخښلے د غلامئ ژوندون د تير کړو مونږه زما ګلابه زما خوږ لاليه راشه چې راز درته د زړه اوئيم چې زما زړه څه غواړي؟ زما خوبونه تعبيرونه غواړي ستا په سينه باندې د تورو پرهرونه غواړي تالا تارغه د غليمانو لښکرونه غواړي ستا پښتانه ملاله دغه تعبيرونه غواړي ته ماته داسې د حسرت په نظر مه راګوره زما لاليه زه وړه خو نه يم
دپيښور پښتون ته
محمدالله ( جهادوال ) لوګر
پښتونه ولې ته خپل حق ﻻ اخستلى نشى د ازادي ناوى خپل کور ته راوستلى نشى دپلار نيکه ﻻره نن ولې پريښودلى ده تا دقربانۍ ډګرته ولې راوتلى نشى پخوا له تانه د هر چا په هر ځاى ويره کيده اوس دغلام په شانې پروت يي څه ويلى نشى نه يي روان د احمدشاه او خوشحال خان په ﻻره اوس په خپل قام درانه نومونه هم ستايلې نشى د استبداد او استعمار دبربادۍ لپاره دپنجابي مخکې په بريتو هم ﻻس وهلې نشى لوړ هندوکش درته هميش په هسکه غاړه وﻻړ ولې يادونه د خيبر تازه کولې نشى تا خپل دښمن ته پخپل کورکې ساﻻري ورکړې ځکه خپل ورورسره هم ته ګوره خندلې نشى دخپلې ژبې په ځاى تا چې انګريزي کړه غوره ځکه خپل قام له غلامي نه خلاصولې نشى ﻻس په نامه چې کوږ پردوته هميشه وﻻړيې په داسې خوله دى خپلواکۍ ګوره ګټلې نشى څو(جهادواله) پښتانه سره يو موټې نه کړې داسې به ته د اټک لور ته هم ورکتلې نشى
د ديو رند زنځيرونه
پاکه ربه د د يــــورند زنځيرونه به کله ماتیږي دا محکوم پښتانه ورونه به کله په خپلواک کيږي ورنـــو د غفلت په خوب ويده تـــر کله دا څله ويښ ښي کلـه بـه ويښیږی کله به پاڅيږی —— ښه پوهيږو د تـاسو پـه سر ښوي سودا ده دا د وخت د بي کفايتو خــاينانـــو لــه خوا ده بي شرمــو د خپپلو ګټــو اوبــــقا پـــــه خاطر دا د شـــرم نــه ډ ک ټـړون يي کـړي امظا ده — ——- ښه پـــوهيږو چه چا مــوماتــه کړي مـلا ده پــه زړنـــو کي مــو دا خـنجر وهلي چــا ده ګوتـــه بـــه نيسو خـپل تـــه ، څـله بــل ته دا د افغـــان د اولس د مــــښرانــو ګــــنا ده ——- ستاسو د غـــم جـــنازه پـــورته کړي چـا ده ستاسو د غـــم په جـــنازي ژرلــــي چـا دي ستا سو د غـم اوښکي پــاکي کـړي چا دي ښه پـــوهيږو د تــاسو سـره ښوي جفا ده —– ستـاسو د غــم چيـــغي اوريـــدلي چــا دي ستـــاسو د غـم سنــد ري ويـــلي چـــا دي ستــا سو ســـره مــــلا ټــــر کــړي چـــا دي ستـــا سو ســـره چـــــا کـــــــړي وفـــــا ده ——– تـــاسو تـــه ښونځــي جـــوړ کـــړي چـــا ده تـــاسو تـــه قــــلم کــتاب ديـــرکـــړي چـا ده ستاسو د راتلـونکي نسل غم خوړلي چا دي دا ټـولــه د شا ه شجاع د المسيانـو ګنـاه ده ——– تنها چــــا چـــه د تـــاسو سره وفــا کـړي ده ستاسو په سر يي د خپل سر سودا کړي ده داوده هغـه ميړني غـــــــازي امــــــان الئه ؤ نورو هـــــــر چا په خپل نوبت جفا کـــــری ده ——- نيټه : 10-5-2005
داودشاه اپریدی ===========
سعيداحمدکاکړ
غزل
ستا محبت کښې شوم رسوا جانانه نور به زۀ نه درځم پۀ خوا جانانه داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه زړګے مې وچاؤدو ټوټې ټوتې شو چې شوې رقيب سره پخلا جانانه پۀ ميخانه کښې جام پۀ سر اړوم ستالۀ ديدن شوم بينوا جانانه درقيب مخکښې چې پيغور دې راکړو زړۀ مې ټوټې ټوټې شو بيا جانانه چې دکاکړ جنازه ګورته يوسى بيا به مدام کوې ژړا جانانه
خان زمان کاکړ
د مینې ورځ (valentine’s day)
تور محتسب دي پر مخو باندې پردې غوړوي قاضي دي نه پرېږدي د نجونو اتڼونه دلته د پښتون تور رواج دي لارې د ګودر بندوي طالب دي اچوي پهیرې پر ښایستونو باندي ملا دي زر ځله فتوا د چا پر مینه ورکړي مینه اسلام ګڼي که کفر د زاهد خوښه ده خو زه به مینه خامخا کومه که یې ګناه بولي، مدام به دا ګناه کومه الله دي وکړي چي مي زر ځله کافر کړي خلک که مي له کور که مي له کلي شړي سنګساروي مي که مي دار ته بیایي زه به ښکلا په غزلونو ستایم زه به د نجونو په نامه باندي سندري لیکم زه به کلتور د ګودرونو ستایم زه به مخونه له پردو راباسم زه به ښایست له تورو شپو راباسم زه به کردار په افسانه کي د فرهاد پنځوم زه به ټپې پر ادم خان جوړوم زه به خبرې په غزل کي د پېمخو کوم لکه رحمان مینه د هغې ګلورینې کوم چي د وېښته په څېر نرۍ ملا یې ده که خوله یې راکړه د خوشحال په څېر نارې به وهم ماته دي څوک د جنتونو کیسې نه یادوي زه په توبو باندي ملنډي وهم زه د رومان بچی یم، زه د حوادثو بچی زه یو بېباکه او ګستاخه پلار یم شپه او ورځ ناست یم زېږومه روماني لفظونه ما په ټول عمر کي د مینې درد او کرب زغملی هره شېبه مي د کرکجنو ګوزارونه وړي زه له یوه شي نه هم کرکه نه کړم خو یو له کرکې ځنې کرکه کوم د عقیدې، ژبې او نسل کرکه مینه په هیڅ سرحد نیولې نه ده مینه په هیڅ مذهب تړلې نه ده مینه د ټولو بندیزونو نه ازاده نړۍ مینه کوم، مینه پالم، د میني رنګ خپلوم هغه د زړه واکمن په جوش یادوم یا سپین ګلاب یا سور ګلاب ورلېږم د مینې ورځ ورسره ډېر په مینه مینه لمانځم |