کور / کتاب / د (ميوند فاتح) كتاب چاپ سو

د (ميوند فاتح) كتاب چاپ سو

د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د مرحوم پروفېسور محمدعلي ميوندي يو تاريخي اثر د (ميوند فاتح) په نامه چاپ سوى دئ، چي د پښتو ژبي ځوان او مستعد ليکوال، شاعر او مترجم ښاغلي عبدالنافع ثنا له انګرېزۍ څخه په روانه او سليسه پښتو ترجمه کړى او په ٨٨ مخونو کي په ښه شکل او صحافت سره چاپ سوئ دئ .


 



په دغه کتاب کي د افغانستان د معاصر تاريخ د يوې خاصي دورې په باب د کره دلايلو، شواهدو، اسنادو او حوالو په درلودلو سره ډېر تاريخي معلومات سره را يو ځاى سوي دي. دغه اثر په ځانګړې توګه د ميوند له فاتح سردار محمد ايوب خان څخه بحث کوي، چي د دې بحث ټول مربوط اړخونه (د افغان او انګرېز دوهم جنګ، د ميوند نښته، د کندهار کلابندي، د بابا ولي جګړه او…) هم په ډېر کره ډول څېړل سوي دي.
پر دغه کتاب د ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد لخوا يوه سريزه هم ليکلې سوې ده، چي پکښي د دې کتاب د ژباړن (ثنا) د ترجمې ښېګڼي، پياوړتياوي او ځانګړتياوي بيان سوي دي. دوى خپله سريزه د (ژباړي فاتح) په نامه کښلې ده. دغه راز پر دغه کتاب د ښاغلي محقق شېرشاه رشاد له خوا هم يوه کوچنۍ سريزه کښل سوې ده او پکښي ئې د کتاب او د هغه د  ژباړي اهميت بيان کړى دئ.
پورتنى کتاب په کندهار، کابل او کوټه کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
 
کندهار :
علامه رشاد خپرندويه ټولنه
تليفون : ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱
m_rohyal2006@hotmail.com 


ارګ بازار
ټول کتاب پلورونکي

کوټه :
صحاف نشراتي مؤسسه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦

مکتبه قاسميه – کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸

کابل :
علامه حبيبي کتاب پلورنځی
جمهوريت روغتون ته مخامخ، د مصطفی هوټل څنګ ته
تليفون : ۰۷۹۹۷۰۵۱۵۱ – ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷

شرکت کتاب شاه محمد
صدارت څلور لاري
تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ – ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹

بهزاد کتاب فروشي
د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار
تليفون : ۰۷۹۹۳۲۹۰۹۳ – ۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳