د کندهار ولسوالان د ادارې په برخه کې وروزل شول

59 | فبروري 24th, 2009


د کندهار ولايت د ۱۷ ولسواليو ولسوالانو ته د سيمه ييزې حکومتدارۍ او ټولنيز پرمختګ د ادارېLGCD/DAI له خوا د مديريت، روڼتيا، تدارکاتو او د ادارې د نورو مهارتونو په برخه کې درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه. د دې ورکشاپ مالي لګښت د امريکا پرمختيايي ادارې USAID ورکړی و، چې ددې ولايت ولسوالانو ته د ادارې د بېلابېلو مهارتونو په برخه کې زده کړه ورکړل شوه.

LGCD/DAI اداره له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان په جګړه ځپو ولايتونو کې فعاليت لري چې هدف يې د سيمه ييزې ادارې غښتلتيا او ټولنيز پرمختګ ته وده ورکول دي.

 

Copyright Larawbar 2007-2024