جلالي صاحب به د چا نوم اندی او د چا استازیتوب به کوي؟

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2009


په دې وروستیو کی په ځنی رسنیو کی د جلالی صاحب ژوند لیکونه د ملاتړ لیک په بڼه لوستونکو ته وړاندی شوی دی. له دی لیکنو خاصتاْ هغه چی د ټول افغان په ښکلی پاڼه کی پر لیکه شوی داسی بریښی چی دا لیکنی زما د پخوانی لیکنی په مقابل کی د شمالی ټلوالی غبرګون وی .


زما د هغی لیکنی نه غرض د یو مسلمان ، ولسواکی پلوه او دقانون بنسټه ټولنیز سیستم د ټینګ پلوی په توګه د خلکو له اعتبار نه د سیاسیانو د ناوړه ګټی پورته کونی د مخنیوی او د افغان ولسمشری له یو ممکن نوم اندی سره د ملت آشنایی او راویښول وو. په یاد ولری چی دولتمدارانو ،خاصتا افغانی سیاستوالو یوازی په تیره نیمه پیړی کی د خپل ملت په حق کی له کومی ناروا نه دریغ کړی دی. ځکه خو او ډیره اړینه ده چی ملت د دوی مداریګریوو ته بیداره اوسی او زما لیکنه هم د همداسی هڅو یوه برخه ده. په دی هکله د جهانی صاحب د شعر یوه برخه لاندی ولولی. زه نه د کوم ګوند غړی وم او نه هم یم. زه له چا سره شخصی دښمنی نه لرم او هر څه می د خپل ملت له درده او له خپل ابایی وطن سره د ژوری مینی د درلودو له وجی لیکلی . زما نیت پاک دی او که به زه لږڅه خیری هم په زړه ولرم نو الله تعالی دی هغه څه راپیښ کړی چی د دوزخ د اور ارمان وکړم. هغه مضمون د لاندنی لینک نه ولولۍ.
که څوک د بد ،که می د ښووایی
که می د ګل یا د ازغو وایی
په خدای هغه د سترګو تور دی زما
څوک چی پښتو لیکی پښتو وایی

له یوی رښتیا خبری برابر دی،  سل کلونه طاعتونه په محراب کی
هسی نه چی موږ ړانده یو نه یی وینو
دا یاران په خوله خواږه په زړه کاږه دی
د توکل په تیره ژبه رښتیاوایو
راستی نه لری زوال،رښتیا ترخه دی
http://www.tolafghan.com/home/detail/12170  څپاند مضمون
د ابلیس پندونه
چی نا اهله په وطن کی په قدرت وی
تباهی به یی لیکلی په قسمت وی
اوی په خپله یو د بل په لاس قتلیږی
اوس په خپله د انصاف تله ورکیږی
نه تمیز د ښو او بدو به اوس کیږی
نه په شرم،نه ګناه به څوک پوهیږی
نه به لاس د چا ګریوان ته ورسیږی
نه ظالم به له مظلوم څخه بیلیږی
نه په داد به څوک رسیږی د خوارانو
نه به اوری څوک فریادد مظلومانو
قاتلان به ګرځی سری سترګی په ښار کی
بیګناه قصاصیږی په بازار کی
چی د چا په سر کی سترګی د لیدو وی
ورته مخ به د ناورین او جنازو وی
د چا عقل چی انسان غوندی پر لار وی
یا په دار لکه منصور یا به سنګسار وی
چی نا اهله واکداران چیری پیدا سی
د تیارو سی ورته مخ د ورځو شا سی
که مو نه سړیږی زړه په انسانانو
که تباه غواړی نړی د بندګانو
که اورونه ابدی غواړی بچیانو
که دوزخ مو وی مطلب ددی خاکیانو
که تل غواړی پاچاهی د شیطانانو
واک ضرور دی د نا اهله حاکمانو

راځم د خپل مضمون اساسی ټکو ته  :


۱: د جلالی ص نوم اندی د مترقی او خپلواکو قوتونو د ممکن کاندید د کمزوری کولو په نیت رامخته شوی، تر څو شمالی ټلواله اونور پردی پلوه زورواکی همیش په افغانی سیاست کی خپل کلیدی رول ژوندی وساتی.
۲: د جلالی ص کمپاین په کابل کی د شمالی ټلوالی غړی او د جنرال ص بابه جان وراره حاجی ص اجمل چلوی. جلالی ص په کابل کی دهلال دوستمی په کور کی اوسیږی. دی د ټلوالی استازی دی او افغانستان د ولسمشر په توګه خیر نه شی رسولی.
۳: جلالی ص په افغانی سیاست کی د پنتاګون استازی دی او ویل کیږی چی د کورنی ځنی غړی یی د کی جی بی سره تړلی دی او اوس هم هملته اوسیږی.
له پخوا راته کیدله دا خبره،    چی پردی خواړه یا پور دی یا پیغور دی
نه د پور نه د پیغور غم ورسره دی،   دا بیننګه میلمانه د چا د کور دی
۴: جلالی ص غربی فکره ، پوځی دموکرات دی او د افغانی ولسواکی په ارزښت نه دی پوه. دۍ ولسواکی د پنتاګونو د پوځیانو له عینکو ورګوری . د ده برداشت له ولسواکی نه لږکی په ډیره کیو سپرول دی. دۍ د خلقی سیتم پوځی کارکوونکی وو، خو کله چی دۍ پوه شوو چی هغوی د ده له سی آی ای سره له تړاوه خبر شوی، سمدستی امریکی ته وتښتید.
چی دبل په مټو غټ سی یا زمری سی،   په هغه ګړی له قام څخه پردی سی
اول غوښی خوری د خپلو قریبانو ،    ښخوی داړی په خپلو په یارانو
دا یی هیر وی چی د نن نه تیریدل سته،    چی هسکیږی یوه ورځ کښته کیدل سته
۵: د ده په خبرو کی د اوږدمهاله ستراتیژی څرک نه لیدل کیږی. دده ټولی زده کړی په پوځی برخه کی دی، ځکه خو د ولسمشری د کرسی لپاره مناسبه څیره نه ده.
۶: جلالی ص فرالیزم ته د یوی مثبتی پدیدی په سترګه ګوری.
۷: جلالی ص د هر ډول لست له شتون نه انکار کوی او وایی چی هر څوک له ځان سره یو لست لری، اودا یو عادی لست وو او  دا په لست کی د کوم مجرم د نوم د شتون معنا نه لری. آیا داسی کس به په افغانستان کی عدالت تامین کړی شی؟ دی د حامد کرزی ص له حکومت نه د ځان له ډاره،له امریکایی تابعیت څخه نه تیریدنه، د پنتاګون له غوښتنی سره په سمون کی د هغوی د سبا ورځی د کاندید په نوم ووت.
خپل سوړسک د بل تر وریجو غوښو ښه دی،                خپله خونه د پردیو تر قصرونو
ځان په خپله د سیالانو سره سیال که ،         د میړو تربورګلوی د مټ په زور سی
د پردیو جامو ستر څو شیبی وی،       ها جامی دی په ځان اور سی چی د پور سی
۸: د جلالی ص لیدو ته چی څوک د ده د پیژندلو په نیت ورغلی وو، وروسته خبر شوو چی جلالی ص د دوی له علاقی ښودنی نه ناوړه ګټه پورته کړی او دی ته د جلالی ص د ملاتړ نوم ورکول شوی دی.
 دا دامونه دی در ټول کړه وار یی تیر سو ،  له ړانده لکړه یو ځلی ورکیږی
له کټوی به راووځی په څمڅه کی ،   تر قیامته شۍ په غلا نه چیچل کیږی
۹: جلالی ص د تخار د کډوالو مسله د ځینو حلقو د شر راپورته کونی هڅی بولی، نه یوه حقوقی مسله چی یو مسلمان د خپل ملکیت له ترلاسه کولو نه محرومه وی. ځکه خو له ده نه د ورته بی عدالتیو په مقابل کی دکوم خاص غبرګون تمه نشته. د دی معنی دا ده چی د ده دحق لیدنی، اسلام پیژندنی اوولسواکی د عینکو نمره بدله ده. کوم چی د ده لید په اساسی اړخونو کی کمزوری کوی.
۱۰: جلالی ص د غزنی دیګان دی او مور یی د کاپیسا ده له کوم نه چی دۍ انکار کوی. ولی؟ کارمل ویل زه پختون یم، ورور یی محمود بریالی ویل زه تاجک یم. ملت وپوښتل چی بیا نو کوم یو مو حلالی دی.
عزیزانو: زما د همدی لیکنو په ځواب کی د ټلوالی مامورینو ولس د مشرانو تابیداری ته را بللی او هرهغه څوک چی د داسی مشرانو په هکله پوښتنه راپورته کوی، هغوی جاسوسان بولی. دوی رسنیو ته د غیر ټلوالی فکر د درلودونکو دلیکنو د نه خپرولو سپارښتنه کړی .


http://www.tolafghan.com/home/detail/12384 اجمل شینوارۍ
چی د بل په خیرات پایی ننګ یی وی،    پر تالیو سره ووهی سرونه
غوښی وخوړی خانانو،ملکانو،          پر هډوکو یی سپو وکړله جنګونه
ږږږږږږږږږږږږږږږږږ
په دوستی او په خپلوی یی باور نسته،       پرون ستا وو،نن د بل کره هستیږی
چی یی ښه هلته یی شپه ده هوری اوسی،      دا پردی سپی د ډوډی په زور خپلیږی
ځکه خو جلالی ص:
سړی تل په درنو دروند په سپکو سپک شی،               همنشین مه سه له چا سره ناولی
د ټلوالی مامورین غواړی چی د ملت په خوله بالښت ورکیږدی او ملت ته د واکدارانو په مقابل کی د سر ټیټونی سپارښتنه کوی. دوی له لاندی ځوابیه ټکو سره را مخ ته شوی دی:
۱: جلالی ص د ولسمشر کرزی ص له دولت نه ووت ځکه ده غوښته چی له امتیازاتو نه تیر شی او د ملت د پیسو په نامشروع ویش کی یی برخه وانخیسته. دی له کرزی ص نه د مجرمینو د لست د بربڼډولو په سر بیل شو.
۲.جلالی ص د روسانو او روسی پلوی رژیمونو په مقابل کی د پاکستان میشتی مقاومت د لوړپوړی سلاکار په حیث کار کړی دی.
۳.جلالی ص د خپلی وړتیا له برکته په ډیرو امریکایی او انګریزی موسسو کی لکچرونه ورکړی. له ده نه معتبرو رسنیو د مبصر کار اخیستی دی. د لیکوال چی د څومره امریکایی رسنیو نوم زده وو هغه یی ټولی یادی کړی دی او چی د څومره امریکایی دفاعی تحصیلی موسسو نوم یی پیدا کړی، په هغو ټولو کی یی د لکچر ورکونی یادونه کړی ده. وایی خواره دی شی مینځه چی د مینځی کالی مینځی. د مضمون لیکوال د جلالی ص دومره مفصل (سی وی) خپور کړی دی چی په خپله جلالی ص ته به هم خپلی صوانح دومره دقیقی نه وی معلومی،لکه د مضمون لیکوال ته. کټ مټ لکه جلالی ص چی په خپله ورسپارلی وی. د همدی معتبرو رسنیو ویبپاڼی د مضمون د لیکوال د خبرو د ریښتینولی لپاره ضرور وګوری. لاندی یی لینکونه دی او په یوه کی هم د ده د نوم څرک نه لیدل کیږی .



  1. http://www.nbc.com/app/search/?searchString=former+afghan+minister+of+interior+ali+ahmad+jalali   NBC SEARCH RESULTS

  2. http://www.msnbc.msn.com/?id=11881780&q=ALI%20AHMAD%20JALALI&p=1&st=1   MSNBC   SEARCH RESULTS

  3. http://www.foxnews.com/search-results/?q=ALI+AHMAD+JALALI    FOXNEWS SEARCH RESULTS

  4. http://www.cbc.ca/search/cbc?ie=utf8&site=CBC&output=xml_no_dtd&getfields=description&oe=

  5. utf8&safe=high&q=ALI+AHMAD+JALALI   CBC SEARCH RESULTS

  6. http://search.cnn.com/search.jsp?query=ALI%20AHMAD%20JALALI&type=news&sortBy=

  7. date&intl=true  CNN SEARCH RESULTS

  8. http://abcnews.go.com/search?searchtext=ALI%20AHMAD%20JALALI%20FORMER%20

  9. AFGHAN%20MINISTER%20OF%20INTERIOR&type=  ABC SEARCH RESULTS

  10. http://www.npr.org/search.php?text=ALI+AHMAD+JALALI&sort=DREDATE%3Anumberdecreasing

  11. &aggId=0&prgId=0&topicId=0&how_long_ago=0    NPR SEARCH RESULTS

  12. http://www.christianscience.com/search.html?cx=001190028956299190214%3Akhmk6rouhhy&cof=

  13. FORID%3A10&q=ALI+AHMAD+JALALI#223  CHRISTAINSCIENCE SEARCH RESULTS
    http://www.washingtonpost.com/ac2/wp-dyn/NewsSearch?sb=-1&st=ALI%20AHMAD%20JALALI&   WASHINGTONPOST SEARCH RESULTS

  14. http://query.nytimes.com/search/sitesearch?query=ALI+AHMAD+JALALI&srchst=cse   NEWYORKTIMES    SEARCH RESULTS

  15. http://www.baltimoresun.com/search/dispatcher.front?Query=ALI+AHMAD+JALALI&sortby=

  16. display_time+descending&target=article  BALTIMORSUN SEARCH RESULTS

  17. http://www.khaleejtimes.com/site_search/sitesearch1.asp?qu=ALI+AHMAD+JALALI&sites    KHALIJTIMES   SEARCH RESULTS

  18. http://www.thefrontierpost.com/   FRONTIERPOST SEARCH RESULTS

۴.جلالی ص یو مسلمان افغان دی او د ولسمشر کیدا وړتیا لری. ده دا وړتیا د امریکی په تبلیغاتی دستګاه (امریکا غږ) او د کورنیو چارو په وزارت کی ښودلی ده.


۵.جلالی ص له امان الله خان سره پرتله شوی دی. اودا خبر ما ته غنی خان بابا را په یادوی.
اوس هر تړو پړو آدم شو هره پیغله درخانۍ شوه،          جلالی د غازیتوب دعوا لرینه:::منګل ځای د نجیب الله غواړی ونیسی .


۶.جلالی ص په خټه پوخ غلجی دی او پلرونه یی په غزنی کی دری سوه کلنه ادیره لری.
د جلالی ص هغه صوانح چی د بینوا په ډیره ښکلی ویبپاڼه کی خپره شوی اوهمدارنګه په ناروی کی  د هزاره جنرال ص لخوا لوستی ژوندلیک بیا دی کابلی بولی.


اول خو جلالی ص په خپلو ډیرو کړو کی د کرزی ص کاپی کار دی.دی وای چی همزمانه په عینی وینا کی د پښتو او دری کارونه د ده نوښت دی. دی د هغه په څیر د ملی امنیت او ملی اقتصاد د شورا جوړل د خپل،نه د کرزی ص د نوښت په نوم رامخته کوی او دی د هغه په څیر اوس د انګریزی استخباراتو سره د خپلو شخصی  اړیکو د لا پراختیا هڅی چټکی کړی دی. ویل کیږی چی دی په دا وروستیو کی لندن د ( ایم سیکس ) په بلنه راغلی وو.


جلالی ص امریکایی تابعیت لری او له هغه نه یوازی او یوازی د ولسمشری د پوست په مقابل کی تیریدای شی. ۶۹ کلن جلالی ص اوس هم له ویری د جنګی مجرمینونومونه په خوله نه شی راوړای، پداسی حال کی چی اوس خو نو په امریکی کی پروت دی او ساتل کیږی. نو اوس له چاویره؟ کابل کی خو لا بله مسله وه. سپینګیری چی بیهمته شی ځوانان څه ملامت دی. آیا  په اوسنی کړکیچن حالت کی د اتمر صاحب په دولت کی دنده تر سره کول ځانوژنه نه ده، هو ده خو هغه منلی ده. آیا په اتمر صاحب څوک د غلا او لوټ څه ثبوت لری؟ نه. آیا اتمر ص د کلیو او پراختیا په وزارت، د پوهنی په وزارت او د کورنیو چارو په وزارت کی وطن ته کم خیر رسولی. آیا ده بیا بیا په ثبوت ونه رسوله چی د لیډرشیپ وړتیا یوازی په پکتیاوالو او قندهاریانو کی نه، بلکه په مشرقی وال کی هم د بل هر افغان په څیر شته ده. آیا خرم صاحب او مرستیالان یی  په سیستم کی په پاتی کیدو سره ملت ته کم کار کوی؟ آیا کیدای شی چی د عامه روغتیا د وزیر له خدماتو نه سترګی پټی شی؟ آیا یوازی په ښځینه وو کی ددی همت شته چی جګړه مار دی په نوم یاد کړی او کارنامی دی ورپه یاد کړی؟


آیا هیر مو شوو چی پاچاه خان د انګریز تر سلطی لاندی پښتونخوا کی په لوڅه او په رڼا ورځ هم د خپل ملت چوپړ واهه او هم یی د انګریز ضد مقاومت مخ ته بیو. آیا جلالی ص د جهاد په دور کی یو ځلی افغانستان داخل شوی؟
په امریکایی  دفاعی موسسو کی د جلالی ص کار او په تبلیغاتی راډیو امریکا غږ کی د ده کار او همدارنګه په پیښور کی د مرستیالی د کاراعتبار کول یوازی او یوازی د ده اعتبار د خپل کارورکوونکی په نزد چی امریکایی څارګره اداره ده ښیی او بس. هغه څوک چی د عمر له دریو برخو نه دوه برخی یی د امریکی په چوپړ کی تیری کړی وی، هغه به خپل ملت ته څه خیر ورسوی؟


د جلالی ص نا آشنایی له معصرو افغانی ادبیاتو سره او خاصتا له پښتو سره د ده شخصیت یو بل کمزوری اړخ دی. دی اوس په اسلام کی د ټولنیز عدالت په مفهوم نه پوهیږی . دی له افغانی قبیلو سره کمه آشنایی لری. په افغانی سیاست کی د پښتنو په ارزښت نه دی پوه او د هغوی د حقوقو ساتنه نه شی کولای.آیا دی په دی پوه چی منطقه کی څه کم پنځوس میلیونه پښتانه اوسیږی او دا چی دوی په منطقه کی کوم رول تر سره کړی. ددی خبری د لا روښانیدا لپاره لاندی لینک وګوری .


http://en.wikipedia.org/wiki/Pashtun_people#Ancient_references  PASHTANA
د جلالی ص تړاو د شمالی ټلوالی غوندی مرتجع قوتونو سره  د روسی،ایران او پاکستان د خوبونو د پوره کولو شونتیا زیاتوی. ویل کیږی چی د ټلوالی غړی سږکال په دوبی کی سره را ټول شوی وو چی په دی سره رضا شی چی جلالی ص ددوی یو له شریکو کاندیدانو څخه وشمیرل شی. په دی غونډه کی په مارشال فهیم برسیره احمد ضیا مسعود، دوستم،محقق او یو شمیر ددوی په مټ مالداره شوی پانګوال سره را ټول شوی وو.
دا هم ویل کیږی چی جلالی ص په نظر کی لری چی د شیعو استازی، د افغان بیسیم او آریانا تلویزیون او دبیات خولیو ویشونکی خیریه موسسی مشر احسان الله بیات د خپل مرستیال په حیث وټاکی. او د بیات ص تبلیغاتی کمپاین خو تاسو ضرور د ده په خپل تلویزیون کی چینل کی وینۍ.


ټلواله هڅه کوی چی د خپلو روسی،ایرانی او پاکستانی مشاورینو په هر اړخیز مرسته په څو بیلو بیلو نقابونو کی رامخته شی .ځکه خو ډیره اړینه ده چی د ملت خیرخواهان دوی ته بیداره واوسی او له دوی سره د تړلی هری په اصطلاح جهادی ،دموکرات، نشنلست او یا بلی هری تړلی ډلی مخه ډب او ملت یی له هوډونو نه خبر کړی. تاسو په دی وروستیو کی د محمد اسحق توخی نومی صاحب وروستی مضمون د ټول افغان په ښکلی پاڼه کی لوستی وی. دۍ د پردیو او ټلوالی دتیرو شریکو هڅو نه پرده پورته کوی. دا مضمون  د روسانو هڅی د شمالی افغانستان په هکله  روښانوی او ښیی چی د پردیو کیڼ لاسی، ښی لاسو او اخوانی تالی څټو( کارملیان، زرغونیان، ستمیان، شورای نظار، اسلامی جمعیت،دوستم،وحدت د ایرانی اوپاکستانی څارګروادارو په مرسته) څنګه په ګډه په شمال کی د روسانو لپاره د دفاعی کمربند په جوړوکولو کی خپلی هڅی شریکی کړی وی .ددی مضمون ارزښت د ننی وضیعت په نظر کی نیولو سره ډیر زیات دی او دا لاندینی ټکی یی د جلالی ص اونورو ټلوال پلوه نوم اندو سره د ملت د چلند لپاره اړین دی چی بیا بیان شی.


 تا جایی که حوادث بعدی نشان داد، دست مسکو در پشت مفکوره ایجاد اداره موازی در شمال دیده میشد. حتی تا امروز هم ایجاد نوار امنیتی در شمال افغانستان از اهداف روسیه حذف نشده است. تا در صورت ضرورت مقدمات ایجاد یک نوار امنیتی را در شمال هندوکش برای حفاظت جمهوریتهای آسیای میانه چیده باشد.
بل ځای لولو:کودتای شهنواز تڼی در حقیقت ادامه همان توط‌‌یه ایی بود ،که داکتر حسن شرق به حیث صدراعظم به اشتراک سید محمد ګلابزوی وزیرداخله و شهنواز تڼی به ایما و اشاره تندروان و کهنه کاران مخالف میخا ییل ګوربا چف در مسکو، که حسن شرق با آنها رابطه دیرینه داشت، سرهم بندی شده بود.
بعدا واضح شد که کهنه کاران در مسکو میخواستند، در وجود حسن شرق،ګلابزوی، شهنواز تڼی، پاچا ګل وفادار و یک تعداد از افراد مربوط به احمد شاه مسعود و ستمیها کودتایی را همزمان با تکمیل خروج قوای شوروی به راه اندازند، تا جهانیان را به این مسله متعقد بسازند، که افغانها خودشان سرنوشت خود را مستقلانه به دوش ګرفتند.


بل ځای لولو:
دکتور نجیب الله در مورد نقش دکتور حسن شرق برایم ګفت:
«حالا به این عقیده رسیده ام ،یکی از کسان که داوودخان را در یک موقیعت دشوار قرار داد تا بلاخره در رویارویی با حزب ما قرار ګرفت و افغانستان را در بحران و مصیبت کنونی غوطه ور ساخت دسایس و توطیه های دکتور حسن شرق بوده است، که به اشاره حلقات معین تندرو در مسکو انجام میداد و تراژیدی امروز افغانستان از همان وقت ریشه ګرفته است.بنابر آن داوود خان حق داشت، که او را از کنار خود دور کند. متاسفانه که دکتور شرق تخم بحران را قبلا کاشته بود.»
فشار های جدید روسیه فدراتیف بر دکتور نجیب ا لله:
هنوز یک ماه نه ګذشته بود، که اندری کوزیروف وزیر امور خارجه و الکساندر روتسکوی معاون ریس جمهور فدراتیف تحت نام مسله رهایی اسیران جنګی شوروی سابق، شتابزده به پاکستان مسافرت نمودند و با سران مجاهدین نیز دیدارهای را انجام دادند. آنهادر جریان صحبت های شان مبنی بر اینکه دولت جدید روسیه از دولت افغانستان تحت رهبری دکتور نجیب الله حمایت نه میکند، چراغی سبزی به آنها نشان دادند.
به دنبال دیدار معاون ریس جمهورروسیه فدراتیف با مجاهدین، هیتی از جانب مجاهدین به ریاست برهان الدین ربانی ، رهبر جمعیت اسلامی، به مسکو سفر نمود و مقامهای روسیه فدراتیف در جریان دیدار های شان با اعضای هیت، از تشکیل حکومت مجاهدین در کابل پشتیبانی خود را اعلام نمودند.این تصمیم در حقیقت انجام همان وعده ای بود که اتحاد شوروی در سال ۱۳۶۷ قبل از خروج قوایش که به احمدشاه مسعود،داده بودند، به سر نه رسانیدند و احمدشاه مسعود، طوری که در صفحه های قبل تذکر رفت،به پاسخ سفیر شوروی از عدم اجرای وعده شورویها ګله نموده؛که اکنون روسیه فدراتیف آن را به جا نمود. برهان الدین ربانی، به تعقیب سفر مسکو به تهران نیز سفر نمود و تلاشهایش را با مقامهای ایران در جهت سبوتاژ عملیه صلح ملل متحد هماهنګ نمود.
بل ځای لولو:
من شاهد هستم،که در سال ۱۳۶۶ رابطه برهان الدین ربانی به وسیله یک نفر بدخشانی به نام وکیل عبدالرسول(مشهور به عبدالرسول یکدست) که از باشنده های فیض آبادبدخشان بود، تامین ګردیده بود.سفارت از ترس این که مبادا کدام روزی وکیل ع موصوف در جریان رفت و آمد به پشاور در چنګی نیروهای امنیتی افغانستان نیفتد، به مسولان امنیتی افغانستان چنین وانمود میکردند،که ګویا آنها(سفارت) به خاطر کشاندن ربانی به قطع جنګ و نزدیکییش با دولت افغانستان، از شخص مذکور به حیث رابط استفاده مینمایند. چنانکه چندین بار پول مصارف سفر او از حساب مراجع امنیتی ارسال میګردید. بعدا واضح شد که روسها تحت پوشش این افسانه تنظیم شده برای اهداف دور خود با برهان الدین ربانی روابط عمیق داشتند، یاممکن روسها از طریق احمدشاه مسعود توانسته بودند، برهان الدین ربانی را هم وارد شبکه خود نمایند،که برای آګاهان  از مسایل سیاسی داشتن چنین روابط مخفی موضوع مفهوم است.
اسیر شدن دو سرباز شوروی(که ممکن افسر بوده باشند ولی لباس سربازی به تن داشتند)در پنجشیر به ست نیروهای احمدشاه مسعود و ګرویدن آن ها به دین اسلام،که در حدود۸تا ۹ سال در پنجشیر و تخار به مجاهدین  شورای نظار زنده ګی میکردند و با احمدشاه مسعود از نزدیک روابط داشتند و بعد از ورود مجاهدین شورای نظار به کابل،به روسیه برګشتند، از جمله سوالهایست که ګذشت زمان آنها را روشن خواهد ساخت.
بل ځای لولو:
بعد از ختم مراسم انتقال قدرت هنوز عرق پای بر هان الدین ربانی ریس دولت اسلامی افغانستان  خشک نشده بود، که در بیانیه اش به صراحت اعلان نمود:
از آنجای که مجاهدین با نیروهای نظامی دولت اتحاد شوروی جهاد نموده بودند و اکنون اتحاد شوروی فروپاشیده است و جای آن را دولت روسیه فدراتیف ګرفته است، بنا افغانستان از دولت فدراتیف روسیه به خاطر تجاوز شوروی به افغانستان تقاضای  کدام غرامت جنګی را نمینماید.
با شنیدن این جمله از زبان برهان الدین ربانی، دکتور نجیب الله به من نګاه کرد و ګفت:
حالا فهمیدی، که چرا به این جا(ساختمان ملل متحد در کابل) افتیدهایم؟ پوره سه سال و دو ماه قبل شورویها این تقاضا را از من نموده بودند و من به آنها جواب رد دادم،طوری که برایت پیشبینی نموده بودم،حالا قیمت آن راباید بپردازم.
http://afghaniyat-sherzad.blogspot.com/2008/03/blog-post.html

Copyright Larawbar 2007-2024