کور / تازه خبرونه / كندهار: د كانكور متفرقه امتحان واخيستل سو

كندهار: د كانكور متفرقه امتحان واخيستل سو


د سې شنبې په ورځ د جنوب لوېديځو ولايتونو د دوولسمو ټولګيو له فارغينو څخه د كندهار پوهنتون په انګړ كي د لوړو زدكړو دپاره ازمويني واخيستل سوې.
د لوړو زدكړو دپاره د جنوب لوېديځي حوزې څه باندي ۱۴۰۰ زدكوونكو تېره مياشت عمومي امتحانونه هم وركړي وه، چي نن يې په متفرقه كي هم د ۳۰۰ په شاوخوا كي كسانو امتحان وركړ.
د كندهار پوهنتون رياست وايي د نن ورځي په ازموينه كي هغه شاګردان شامل وو، چي تېره مياشت له عمومي امتحان څخه پاته سوي وو، يا يې په ګاونډيو هيوادونو كي ښوونځي ويلي او يا هم په نورو كلونو كي بې نتيجې پاته سوي وو.
په متفرقه امتحان كي برخه اخيستونكو شاګردانو لر او بر ويبپاڼي ته په عمومي ډول د امتحان پر وخت د څارونكي هيئت له نظم او چلند څخه خوښي وښودل، خو د لوړو زدكړو وزارت يې په دې تورن كړ، چي په لوى لاس يې له كابل څخه د سوالونو فارمان په پاړسي ورته رالېږلي وو، په داسي حال كي چي دوى يوه مياشت دمخه د فارم ډكولو پر وخت د امتحان ژبه پښتو انتخاب كړې وه، چي ډېر شاګردان په پاړسي د نه پوهېدو له امله له ستونزو سره مخ ول.