د طالبانو سره د ډنمارکيانو ډيالوګ
د posten-Jyllands پنامه يوی انترنيشنل سهارنۍ ډنمارکی ژبی ورځپاڼی په ١٦ – ٢ – ٢٠٠٩ نيټه تر لوړسرليک لاندی يوه خورا اوږده ليکنه خپره کړيده چی لومړۍ به يی دلنډيز پښتو ژباړی ته د لوستونکو پام راوګرځوم او وروسته به څو اړينې کرښی چی پدی اړوند ديادولو وړ ګڼم ٫ وړاندی کړم :
( په افغانستان کی ميشت دنمارکی ځواکونه دطالبانو او دهغوی دخواخوږو مينه والو سره دخبرو اتر په موخه راشه درشه او ناسته ولاړه کوی . دی ډول ډيالوګ د دنمارک د دفاعی چارو دمشرتابه د ټينګار سره سره چی ګويا ډنمارکيان دطالبانو سره په خبرو اترو کی ونډه نلری ٫ دوام موندلۍ دی . په افغانستان کی د ډنمارکی ځواکونو راتلونکی مشر Bjarne Holgaard چی تازه له افغانستانه وطن ته راغلې دی ٫ د طالبانوسره داړيکو درلودلو له جريان نه پرده پرته کوی او وايی : ٫٫ اجازه راکړی څرګنده کړم چی موږ په ځانګړو سيمه ايزومشورتی غونډو کی چی طالبانو هم استازيتوب پکښی درلود ٫ ګډون کړې او پدی توګه مو د دوی سره غير مسقيم ډيالوګ پرمخ بيولۍ دی . دطالبانو گډون پدی خاطر وو چی دسيمی خلګوته زموږ وړانديزونه واوری او و وينې چی په څه ډول موږ او دوی ديو بل سره ګډ کار او مرستې کولای شو . کله خو داسی پيښی هم رامنځته شويدی چی زموږ سره په ګډ کار کی مرسته کونکې سيمه ايز خلګ ترټل شوی او ان وژل شويدی . که موږ ډنمارکيان په رښتيا غواړو چی افغانستان ته دی سوله راشی نو بيله دی نه چی دطالبانو سره پر ډيالوګ باندی زور واچوو او خبری اتری مخته بوزو ٫ بله هيڅ لاره نلرو . داځکه چی موږ دغه دښمن دجنګ دلاری ماتولای نشو ،،
ډيالوګ د سولې بام ته لومړۍ زينه ده
د ډنمارک په چپ ګوند ( # ) کی د دفاعی چارو مسئول Karsten Nonbo وايی چی دنرمو( معتدلو ) طالبانو سره خبری اتری او ديالوګ پرځای کار دی او بايد په کار واچول شی ٫ مګر د ډنمارک اولسی ګوند ( # # ) بيا دهر ډول طالبانو سره خبری اتری يو احمقانه کار ګڼی . ددی ګوند دخارجی چارو مسئول Espersen Soren په ټينګارسره وايی : ٫٫ داماته دتحمل او زغم وړنده چی طالبان دی يوه ورځ زموږ دافسرانو سره دسولې په خبرو کی ارام ناست وی او بله ورځ دی بيا وسله رااخلې او زموږ سربازان را وژنې . ايا داکيدلای شوه چی د دويم نړيوال جنګ پرمهال دمعتدلو نازيانو سره ديالوګ ترسره شی ؟ ،،
د ډنمارک ځواکونه په ٢٠٠٢ کال وروسته له هغه نه چی امريکايی ځواکونو کابل ونيوې ٫ افغانستان ته ولاړل او په ٢٠٠٦ کال ددی هيواد په ناارام ولايت هلمند کی د برټانيوی ځواکونو تر قوماندی لاندی ځای پرځای شول چی داګړی يی ټوليز شمير ٧٣٨ تنو ته رسيږی . له دی ډلې نه ٦٥٠ تنه په هلمند ٫ ٥٨ تنه په کندهار او څو دګوتو په شمير تنه يی هم په چخچران او کابل کی ميشت دی . تراوسه يی ټول ٢٢ تنو هلته خپل ژوند له لاسه ورکړی چی ١٢ تنه يی يوازی په ٢٠٠٨ کال کی مړه سوی دی . له دی نه پرته ٣٩ تنه هم زخميان لری . په ٢٠٠٩ کال کی دجنګ د لګښتونو دپاره ٧٤٥ ميليون دنمارکی کرونه ( يو ډالر نژدی ٦ کرونه . ژ. ) په پام کی نيول شويدی . همدارنګه به ٤٠٠ ميليونه کرونه دبيارغونې په موخه او ٥٠ ميليون کرونه پر بشری اړينو مرستو باندی ولګيږی ) .
دا خو هغه څه وو چی په نوموړی ډنمارکی ورځپاڼی کی د راغلی متن دلنډيز پښتو بڼه ده .
ديادونې وړ ده چی دا يوازی د ډنمارکی جنکی ګروپ مشر ښاغلۍ Bjarne Holgaard ندی چی ويلې يی دی ٫٫ . . . . . موږ دغه دښمن د جنګ دلاری ماتولای نشو ،، بلکه د ائتلاف د لويو پياوړو غړو جنرالانو هم په وارو وارو داخبره منلې او ټينګار يی پری کړی چی دجنګ په ډګر کی دطالبانو ماتول ناشونۍ دی . دا به هم ومنو چی طالبانو ته هم د دومره سترو قواوو نيغ په نيغه دړی وړی کول اسانه او ساده کارندی . بيا نوددی معادلې يوازنۍ نتيجه د وينو په رود کی دافغان اولس لمبول ٫ د زرګونو ښونځيو ٫ کلينيکونو ٫ لارو ٫ پلونو او نورو ټولګټو تاسيساتو ورانول . . . . دی . لدی نه پرته د ائتلافی هيوادونو څخه همدارنګه د تنکيو ځوانانو وژل او دجنګ په اور کی د زرګونو ميلياردو ډالرو سوزول هم هغه څه دی چی داړوندو هيوادونو وګړی تری سترګی پټولای نشی .
ايا اوس نو هغه وخت ندی رارسيدلې څو پر دی سوال باندی غور وشی چی دلوړی غملړلې پايلې څخه ولې دخلاصون لاری چاری نه لټولې کيږی او پر سوله ايزو لارو ولې کوټلې ګامونه نه اخيسل کيږی ؟ زما په اند دا به پدی خاطر وی چی ښايی دلته د نظاميانو او سياستوالو دنظرونو تر منځ دتوپير شتوالې سيورۍ اچولې وی . ځمکه هغه سوزی چی اور پری بل وی . نظاميان چی دمخالفو ګروپونو دبدليدونکو جنګی تاکتيکونو اغيز په سترګو وينی او مخنيوۍ يی ورته ناشونې ښکاری ٫ نو په ډاګه نارې وهی چی موږ دغه دښمن دجنګ دلاری ماتولای نشو . د ماتولو دناشونتيا بنسټيز علت يی زه داګڼم چی د ځمکنی قواوو په کارولو سره دائتلاف نظاميان غواړی يا نه غواړی بايد دخپلو قواوو سترو تلفاتو ته غاړه کښيږدی چی داکاريی په اړوندو هيوادونو کی حکومتونو ته ستونزی پيداکوی . دهوايي قوتونو کارول بيا برسيره پردی چی موثر ندی ٫ دبی شميره ملکی تلفاتو باعث ګرځی ٫ دسيمه ايزو خلګو نارضايتونه راپاروی او پدی توګه طالبانو ته دجلب او جذب په زړه پوری مناسب شرايط پلاس ورکوی. پدی توګه هغه حالت منځته راځی لکه څه موده وړاندی چی يوه ډنمارکی جنرال ويلې وه : ٫٫ ديوه طالب وژنه د دوو نورو زيږول دی ،، .
را به شو د کړکيچ بل اړخ ته . دنژدی ټولو څيړونکو او شننکو په اند د بن په کنفرانس کی يوه له سترو تيروتنو څخه همدا وه چی طالبان دخپل ټول پوتنشيال سره سره ديوه اړين اړخ په توګه له پامه وغورځول شول . اوس دا تيروتنه هم ملګرو ملتونو او هم په کړکيچ کی شاملو سترو قدرتونو منلې ده . لدی کبله به پرځای وی څو د دری ژبی دامتل په پام کی ونيسو چی وايی : دير رسيدن بهتر از نرسيدن ٫ او داسی به يی وګڼو چی ماهۍ هر وخت له اوبو را وباسی تازه دی . طالبانو ته بايد ددغه وطن دبل هروګړې او سياسی ډلې پشان د روا حقونو د لرونکو په توګه وکتل شی . داګړۍ خو دوی خپل دا استحقاق په نظامی ډګر کی هم د ٤٠ پرمختللو هيوادونو د ٧٠ زره کسيز تر غاښو پوری په نوی تخنيک سره سنبال پوځ په وړاندی په ثبوت رسولې دی .
په افغانستان کی دټولو جنګی ډلولاسونه تر څنګلو پوری د بيګناه وطنوالو په وينو سره دی او قدم پقدم يی لويی تيروتنې کړيدی . پدی قطارکی دطالبانو فرق له نورو څخه دادی چی نورو ډلو دشخصی ګټو دترلاسه کولو پخاطر د وينو رودونه بهيولې دی او طالبانو که داکار کړی وی نو دخپلې عقيدی پخاطر يی کړيدی نه دخپل دنيوی حرص اوناروا شخصی شتمنيو دلاسته راوړلو پخاطر . هيچا تر اوسه پوری پر هيڅ يوه طالب قوماندان باندی د بلډينګ درلودلو ٫ دچا دځمکو دلاندی کولو ٫ اخلاقی فساد اويا دنورو تنظيمی قوماندانانو پشان د دولت د شتمنيو دلوټولو تور او پړه نده لګولې . ټول تنظيونه چی د ١٩٩٢ کال وروسته يی په دولت کی په يوه يا بل شکل غوښينه برخه درلوده ٫ بنيادګران وه ٫ خو دطالبانو څخه يی توپير داوو چی دوی خپله بنسټپاله عقيده تر خپلو شخصی ګټو قربانوله او طالبانو بيا بل هرڅه ترخپلې عقيدی جار کړل . ددوی له همدغی عقيدوی سرښندنې او افغانی ميلمه پالنې نه القاعدی پراخه ګټه پورته کړه چی ناوړو اغيزو يی نړيوال دافغانانو پرضد راوپارول اوخپل دغريبۍ ټغر يی ورته سره تبۍ کړه .
څو ورځی وړاندی د هلمند والی محترم ګلاب منګل ديوه هيات په مشری ډنمارک ته په کاری سفر راغلی وو . دی چی يو هوښيار ٫ مؤدب او ترلويه بريده په کار کي بلد سړۍ ښکاريدې ٫ ديو شمير دنمارک ميشتو افغانانو سره يی په يوه ناسته کی دهلمند په اړه د زړه سواندو خبرو په ترڅ د روانو پيښو څرنګوالۍ په ګوته کړ . زما ديوی ديوی پوښتنې په اړوند دده له ځواب نه داسی څرګنده شوه چی د هلمند د دټولو اولسواليو له ډلې نه پنځه اولسوالۍ دمودو راهيسی د دولت له ولکې وتلې ٫ دځينو زياته برخه او دځينو کمه برخه د دولت تر ولکې لاندی اودځينو حالات بيا که څه هم په رسمی توګه د دولت په ولکه کی ګڼل کيږی ٫ ډير ښه ندی . ځينی داسی اولسوالۍ ياسيمې هم شته چی د بدلون په حالت کی وی ٫ ددولت اومخالفانو تر منځ لاس پر لاس کيږی . ان يوه اولسوالې هم دمرکز سره پوخ سړک نلری . کلينيکونه نژدی په ټولو اولسواليو کی شته اوترټاکلې حده په هغو اولسواليو کی هم فعال دی چی ددولت په ولکه کی ندی . د ښوونځيو حالت ان ددولت تر ولکی لاندی سيمو کی هم دقناعت وړندی . دنجونو ښوونځۍ د اولسواليو په کچه صفرته په نژدی حالت کی دی. د راتلونکې په هکله په ټوليز ډول وړاند وينه سخته ورته ښکاريده خو ويل يی چي موږ ترخپله وسه پوری بنده ګی کوښش کوو . دنشه ای توکو په کښت کی دی دپام وړ کمښت هيله من بريښيدی . دا وو دتوربخته هلمند ولايت يو سربيرن غمجن انځور چی محترم والې صاحب يی داحتياط نه په ډکه نرمه او زړه سوانده ژبه پداسی حال کی وړاندی کړ چی د پسيميزم تور وزر يی پر ږغ سيورۍ اچولۍ وو .
تر هغه ځايه چی دميډيايی څرګندونونه پايلې اخلو , له بده مرغه په لږ توپير سره د ټولو جنوبی او جنوب شرقی ولايتونو همدغه يا دی ته ورته پيکه تصوير دی . دبيلګی په توګه دامهال په يادو شوو ولايتونو کی نژدی د پنځه نيم ميليونو ماشومانو پرمخ دښوونځيو دروازی تړلې دی چی که دکابل ولايت تری نه وباسو ٫ نو داشمير دټول هيواد په کچه د ښوونځيو وړسن ماشومانو نيمه برخه جوړوی . ددغه خواشينونکې انځور په پام کی نيولو سره چی نه يوازی ګلاب منګل بلکه دکرزی اوښاغلې اوباما په ګډون يی هيڅوک دښه والې وړاند وينه هم نشي کولای ٫ بيا به نو څومره دجهالت خبره وی څو د ډنمارک داولسی ګوند چی يوه دتعصب نه ډکه راسيستې ( نژادپاله ) ٫افغان ضد او اسلام دښمنه ډله ده ٫ داستازی نظرته غوږ ونيسو چی وايی : ٫٫ . . . . دطاباوسره خبری کول يو حماقت دی ،، . له بده بخته دا ډول راسيستې افغان دښمن ګوندونه دائتلاف په نورو هيوادونو کی هم شتون لری چي نظريات يی پر اړوندو دولتونو باندی د ټاکلې اغيزې درلودونکی دی . برسيره پر دی په افغا نستان کی دننه هم ټاکلۍ کړۍ شته چی دی ته ورته نظرونه لری . ملې شورا خو نه يوازی داچی دهيواد ملې لوړی ګټې يی اصلا له پامه غورځولې بلکه ډيرۍ غړی يی د ټيکاو دمخنيوۍ په موخه د سياسی کړکيچ اورته لمن وهی او د دښمن پرژرنده اوبه اړوې .
د بوش اداری ددی دپاره چی په منځې ختيز او افغاتستان کی خپله بی کفايتې پټه کړی ٫ تل يی دطالبانو په وړاندی دبرياليتوب دروغجنې ناری وهلې . لکه څنګه چی ټولو وطنوالو او نړيولو د نيويارک ټايمزسره په مرکه کی وارويدل ٫ دامريکا نوی جمهور رئيس بارک اوباما اخر دی واقعيت ته غاړه کښيښوده اوپه ډاګه يی ومنل چی دامريکا اردو په افغانستان کی دطالبانو دماتولو توان نلری او پکارده د معتدلو طالبانو سره دسولې په موخه دخبرواترو ور پرانيستل شی . زما په اند ضرور ده دهرډول طالبانو سره بيله قيد او شرط نه خبری وشی ٫ دهغوی غوښتنې وارويدلي شی او د روغې جوړی په اړوند غيرمنطقی اوبيځايه شرطونه وړاندی
نشی . کنه نو همدا اش به وی او همدغه خيرنه کاسه ٫ وطن به د اور په لمبو کی سوزی او دښمنان به يی شاوخوا پری ناڅی .
اوس چی دادی سپينې ماڼۍ هم دافغانستان دجنګ په ګټلو کی خپله بيوسې منلې ده نو د وطن ددغه غمجن او ورانونکې حالت په پام کی نيولو سره يوار بياغواړم پر ټولو دموکراتيکو ډلو ٫مترقی ګوندونو ٫ ٫ وطنپالو ځوانانو ٫ مدنې ټولنو ٫ رياليستو فرهنګيانو او فرنګپالو ٫ متنفذو قومی مشرانو ٫ ميډياوالو او په پای کی پر اسلام مينو او وطندوستو طالبانو ٫ داسلامی ګوند جنګياليو او پرټولوهغو کسانو چی په رښتيا سره يی پروطن زړه سوزی ٫ ږغ وکړم چی د وطن خير په سوله او ابادۍ کی دی ٫ د خدای (ج) او وطن پخاطر ګډو هلو ځلو ته ليڅی راونغاړې ٫ په ګډه سره په وطن دلګيدلې اور لمبی مړی کړی او پدی توګه دائتلاف غړو دولتونو ته په افغانستان کی دلازيات پاتی کيدو بهانه پلاس مه ورکوې .
– په ټوله وطنې اوافغانی مينه !
( # ) – د ډنمارک د چپ ګوند نوم دهغی ډلې نه ريښی اخلې چی يو وخت د پارلمان کيڼ پلو ته کښيناستل . د مرام له مخی دايو ښۍ لاسۍ ګوند دی چی دلويو پانګوالو دګټو ساتنه کوی . دا ګوند اوس په ډنمارک کی دمحافظه کارانواوڅو نورو وړو ګوندونوسره دائتلاف په مرسته دچارو واګی پلاس کی لری .
( ## ) – د ډنمارک اولسی ګوند په واکمن ائتلاف کی شامل يو نژادپاله راسيستې ګوند دی چی دخارجانو او په ځانګړې توګه داسلام د پيروانو سره يی څرګنده دښمنې دمرام بنسټيز ټکې دی .
زېری – کابل |