زېری – کابل |
کابل :
په کابل ښار کي د باختر په نوم شخصي پوهنتون دی، چي په هندوستان کي د جوهر لال نهرو له پوهنتون سره رسمي ثبت دی او افغانانو لپاره يي د لري واټن زده کړه یا Distance learning اسانتياوي برابري کړي دي. نو هغه کسان، چي له دولسم ټولګي څخه فارغ وي نو هغه کولی شي، چي له طب نه پرته نورو ډېرو پوهنځيو کي د ليسانس تر کچي پوري دا ډول لوړي زده کړي وکړي او د هندوستان د معتبر پوهنتون بری ليک ترلاسه کړي. البته د ځوانانو معينيت له باختر پوهنتون سره داسي تړون کړی، چي په ترڅ کي به يي زده کوونکي له کلني فيس څخه معاف وي او هم به له نورو اسانتياوو څخه برخمن وي. يواځي د پوستي خدمتونو لپاره ورڅخه د کال څو زره افغانۍ اخلي.
نو ځوانان کولی شي، چي له دي زرين چانس څخه ګټه پورته کړي او خپلي لوړي زده کړي په هغي څانګه کې، چي زړه يي وي بشپړي کړي او د خدمت جوګه شي.
ځوانانو ته د لاښه روښانولو لپاره بايد وویل شي، چي دا ډول زده کړي داسي کېږي، چي د کانکور له ازمويني وروسته د نوموړي پوهنتون له لوري ورته کتابونه او نور درسي مواد له مهال ويش سره يو ځای ورکول کېږي او ورته ويل کېږي، چي تاسو دا مواد په ټاکل شوي موده کي ولولئ او هم يي زده کړئ او په راتلونکي کي به په ټاکلي وخت له تاسو څخه په کابل کي د هندوستان په سفارت کي ازموينه اخيستل کېږي او بيا به همداسي د درېوو او يا څلورو کلونو دوره تمامېږي. په پای کي د جوهر لال نهرو پوهنتون ورته رسمي د ليسانس سند ورکوي او هغه کسان، چي بيا د ماسټري لپاره زدکړي کول غواړي هغوی لپاره هم چانس شته.
ځوانان کولی شي، چي په کابل کي د ځوانانو په معينيت کي ځان د همدي پوهنتون د کانکور لپاره ثبت کړي هم سمه ده بيا هلته نور اړوند مالومات هم ترلاسه کولی شي.
د ځوانانو دمعينيت پته : د کابل ښار، پل باغ عمومي، د افغان اعلاناتو تعميرکي د ځوانانو معينيت
د نوم د ثبت لپاره آخري نېټه : د مارچ ۱۴مه ، چي د کب له ۲۴ مي نېټي سره برابره ده .
د کانکور د ازمويني نېټه : د مارچ ۱۹مه ، چي د کب ۲۹ مه نېټه کېږي .
په دي کانکور کښي د ګډون لپاره کوم اسناد ضروري دي؟
ځوان يا پېغله بايد د ۱۲ ټولګي سند او هم خپله تذکيره په انګليسي ژبه وژباړي او بيا دي د بهرنيو چارو په وزارت کي په قونسلي څانګه کي تائيد کړي څو ورته په ازموينه کښي د ګډون حق ورکړل شي. له دي پرته څوک نشي کولی په ازموينه کي ګډون وکړي.
د يادولو وړ ده، چي د نوم ثبتول پرته له پورتنيو اسنادو څخه هم امکان لري خو دومره بايد ياده کړم، چي په کار دي همدا کسان دلته کابل ته راشي او د ځوانانو په معينيت کښي ځان د همدي چانس لپاره ثبت کړي .
ښه برياليتوبونه
ډاکتر عطاء الله زيارمل – کابل – http://larawbar.com/brish
کندهار : د كندهار د ځوانانو آمريت د جنوب لوېديځ زون د ۱۲ ټولګيو هغه فارغانو ته چي د لوړو زدكړو ارمان لري خبر وركوي، چي سبا د يكشنبي په ورځ د حوت پر ۱۷ – مه او دوشنبه پر ۱۸ – مه د كندهار د ځوانانو آمريت ته د تذكري او دوولسم ټولګيو له اسنادو سره ورسي، چي د ځوانانو د معينيت مقام ته د ازمويني دپاره معرفي سي.
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ځوانانو معينيت غواړي د يوه قرارداد پر اساس له ټولو ولايتونو څخه باختر پوهنتون ته ۵۰۰ ځوانان د عالي تحصيلاتو دپاره معرفي كړي.
د جنوب لوېديځ زون ځوانان چي اكثره يي د جګړي قربانيان دي، په دي پروسه كي د ګډون په خاطر د لومړيتوب حق لري.
نو سر له اوسه بېړه وكړئ، ځكه تاسو خپل دي ارمان ته د رسېدو په خاطر ډېر وخت نه لرئ، د راجسټر دپاره فقط دوي ورځي لرئ، (د حوت ۱۷ – مه او ۱۸ – مه).
د نورو معلوماتو دپاره پر لاندي پتو تماس ونيسئ :
د ځوانانو آمريت، د احصايي آمريت څنګ ته، عيدګاه جاده، د انحصاراتو تعميرات، كندهار – افغانستان
د ځوانانو فدراسيون او د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز، د اطلاعاتو او كلتور رياست، علامه حبيبي واټ، كندهار – افغانستان.
تلېفون شمېرې: ۰۷۰۰۳۰۲۸۷۸ – ۰۷۰۰۳۰۴۱۱۱ – ۰۷۰۰۳۱۵۱۲۸ – ۰۷۰۰۳۱۲۲۰۲
ايميل: :youth.kandahar@gmail.com