د بېلابېلو شخصيتونو له خوا د رحمان بابا د مزار چاودنه وغندل سوه

خان زمان کاکړ | مارچ 10th, 2009


د نوري سيمې په رنګه په جنوبي پښتونخوا او بلوچسان كې هم د رحمان بابا پر مزار د چاودنې غندنه روانه ده


مولاناعبدالواحد
د عالمي مجلس تحفظ ختم نبوت جنوبي پښتونخوا او بلوجستان ايالت مشر او د كندهاري جامع جومات خطيب مولاناعبدالواحد په خپل يوه خپاره كړي بيان كې ويلي دي چې د پښتو ژبي د سترصوفي شاعراو ولي الله سيد عبدالرحمان المعروف رحمان باباد مزار تقدس تر پښو لاندي كول د نه بخښنې ور عمل دى


هغه ويلي دي چې د رحمان بابا كلام دقران پاك او حديث مبارك پر تفسير راڅرخي د هغه په وينا د داسي شخصيت د مزار بې حرمتي كوونكي مسلمانان نه سي كېدائ


هغه له حكومت څخه غوښتنه كړېده چې د دغه ستر جنايت ترسره كوونكي دي ونيسي او عبرتناكه سزا دي وركړل سي او له هغه سره سره دي قام په دې خبر كړل سي چې د دې عمل تر شا څوك ولاړ و


علامه مقصود علي ډومكي
د جعفريه الائنس ايالتي مشر علامه مقصود علي ډومكي ويلي دي چې د پښتو ژبي د نومياتي صوفي شاعررحمان بابا پر مزار چاودنه كول له هره اړخه د غندنې او نفرت وړ كار دى


د هغه په وينا د داسي شخصيت لكه رحمان بابا د مزار بې حرمتي كول د هغو خلكو كار دى څوك چې جاهل وي او له انساني تهذيب څخه نابلده وي


نظام خان
د پاكستان مسلم ليګ نوازشريف ډلي ايالتي مخكښ نظام خان هم په خپل يوه خپاره كړي بيان كې د رحمان بابا پر مزار د بريد كولو غنده كړېده او ويلي يې دي چې داسي كار بې له لادينه كړيو بل څوك نه سي كولائ


د هغه په وينا د داسي كار ترسره كوونكي له انسانيت څخه لري دي هغه ځكه چې د رحمان باباكلام خو د انسانيت درس وركوي


هغه په خپل بيان كې له حكومت څخه د بريد كوونكيو د نيولو او و هغوي ته د كلكې سزا وركولو غوښتنه كړېده

Copyright Larawbar 2007-2024