ګل آغا شيرزی هم ځان و ولسمشرۍ ټاکنو ته تياروي

د لراوبر اداره | مارچ 10th, 2009



د کندهار پخوانی او د ننګرهار اوسنی والي ګل آغا شيرزی د اينډيپنډنټ ورځپاني سره په یوې مرکه کي د غه خبره تائيد کړې ده  چي نوموړي قصد لري د هيواد د راتلونکي ولسمشری د پاره  ځان کانديد او  په د انتخاباتو کي  د حامد کرزي سره  ډغري و وهي . نوموړي د امريکا د جمهور رئيس د طرحي نه چي د طالبانو سره به خبري اتري کوي ملاتړ کړی دی .

پخواني جنګ سالار ګل آغا شيرزی لومړنی افغان چارواکی وو چي  بارک اوباما پروسږ کال  افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کي د هغه سره ليده کتنه کړې وه .



 

Copyright Larawbar 2007-2024