ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 10th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د امریکا د ولس مشر بارک اوباما په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې امریکا لومړې جګړه او بیا خبرې کوي.

ورځپاڼې د موضوع به دوام لیکلي دي چې له خبرو اترو مخکې به د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواو د طالبانو په مرکزونو مرګونې حملې کیږي څو هغوې له کمزوري دریځ سره مخامخ کړاې شي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د یو برطانوي څیړونکي په حواله لیکلي دي که څه هم د برطانوي پوځ د قربانیانو د کورنیو لپاره به دا یو ناخوښې کار وي خو بیا هم باید دوې باید له طالبانو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د ائیتلافي ځواکونو ستراتیژي روښانه ده خو له موثریت او عمل نه بې برخې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ایکو سازمان په غونډې تبصره کړې چې د چهارشنبې په ورځ د افغان ولس مشر په ګډون په تهران کې جوړیږي او پدې ترڅ کې د سیمه ایزو اړیکو په پیاوړې کولو ټینګار کړې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې ښه حکومت داري د امنیت ټینګولو له فساد سره مبارزې او د بیارغونې چارو ته پاملرنه بللې ده.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د مشرانو جرګې د رئیس دا سپارښتنه راغستې چې د هغو مسایل چې په اساسي قانون کې يې اټکل نه وي شوي باید د خلکو استازو سترې محکمې او قانون پوهانو ته مراجعه وشي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې ددې امکان شته چې طالبان بیا واک ته ورسیږي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه دا سپارښتنه هم راغستې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو پایلو که هر څه وي باید درناوې وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانانو په وړاندې د ایران چلند څیړلې او هغه يې له جنایته ډک چلند بللې دې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام ایران د هلمند د رود د اوبو په غلا هم تورن کړې دې او لیکلي دي چې ایراني سرتیري ان په هغو افغانانو ډزې کوي چې دې اوبو ته ورنږدې کیږي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د بارک اوباما په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا هغه تور نخود دي چې موندل يې ګران بریښې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د نیمروز په ولایت کې دداسې ایراني کتابونو د نیولو خبر ورکړې چې د چارواکو په وینا بې لارې کوونکي او د افغان کلتور په خلاف دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په هرات ولایت کې د لرغونو تاریخې اثارو په غلا کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې او لیکلي دي چې دا د افغانانو د هویت د له منځه وړلو هڅه بللې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د واک د خلا په ستونزې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا مسله یوازې په عقلانیت او تدبیر سره هواریدلې شي.

خو اصلاح بیا د انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د ملي وفاق مزي باید تر پخوا زیات مرغلین شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د غبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته د واک د دوام لپاره په قانوني خلا تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې د ښاغلي کرزي به حواله لیکلي دي چې د افغانستان ستره محکمه به د ولس مکشر د کار د دوام په اړه پریکړه وکړي.

دې ورځپاڼې هم له طالبانو سره د خبرو لپاره د اوباما په څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې امریکا د افغانستان په جنګ کې برې ندې ترلاسه کړې.

Copyright Larawbar 2007-2024