ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکايې ځواکونو د مرکزي قومندان جنرال ډیویډ پیتروس وروستۍ څرګندونې راغستې چې په افغانستان کې يې د ځواکونو د زیاتولو په اړه کړي.

ورځپاڼې ددغه امریکايې قومندان په نقل وړاندې لیکلي دي چې دا طرحه چې پخوا په عراق کې پلې شوې په افغانستان کې به ګټوره ثابت نشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په لوګر ولایت کې د عامه خلکو د وژنې وروستۍ پیښې ته په اشارې لیکلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو خپل سري او د عامه خلکو وژنه لا هم روانه ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د پنځو غړو وژل کیدو ته په اشارې لیکلي دي چې بهرنیو ځواکونو د خپل سرو عملیاتو او د کورونو د تلاشۍ د بندلو لپاره خپلې ژمن ماتې کړی او یو ځلې بیا د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل شول.

ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې یو ځلې بیا د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې په انتخاباتو کې به مشروعیت او ثبات په پام کې ساتي.

ورځپاڼې د هوا د ککړتیا په اړه هم یو مطلب خپور کړې او دې مسلې ته يې د جدي پاملرنې ترڅنګ ددې ستونزې د هواري لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړیدي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د جنرال پیتروس د څرګندونو ځینې برخې خپرې کړي او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان  وضعه د خرابیدو په حال کې ده او ممکن له دې هم بدتره شي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دا وینا هم راغستې چې د افغانستان په اړه یو ویروونکې انځور په ذهن کې لري.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي چې  ځینې کسان چې ځانونه يې کاندید کړي سر له اوسه هڅه کوي چې  په خلکو کې خپل نفوس زیات کړي څو دا انتخابات وګټي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي له طالبانو سره د خبرو د یوې برخې مشري په غاړه اخستې او پدې خبرو بوخت دې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ګل اغا شیرزي په جلال اباد ښار کې د شپاړسو ولایتونو د قومي مشرانو د ولسي او مشرانو جرګې د غړو په غونډه کې  وویل چې دا خبرې په هیواد کې د سولې د ټینګولو په هدف کیږي او د  هیله مند دې  چې ددوې هڅې به بریالۍ شي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې هم له طالبانو سره د خبرو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې  دا خبرې پداسې حال کې روانې دي چې طالبانو د کورنونو د تلاشۍ د بندلو او د خپلو ټولو بندیانو د خوشې  کولو غوښتنه کړې ده.

دې ورځباڼې هم پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او پدې ترڅ کې د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ وروستۍ پیښې ته په اشارې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې نور نو پدې اړه د مسؤلیت احساس نه کوي.


د افغانستان ټامیز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې شتونزو ته په پام سره لیکلي دي چې دا هیواد د ځواکونو زیاتول نه بلکه نورو اقداماتو ته اړتیا لري.

ورخپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د ملي شورا غړو او عامو افغانانو تل دا ویلي دي چې  د افغانستان ستونزې پوځي حل لاره نلري او باید د ځواکونو په زیاتولو زیاته اتکا ونشي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان روانې ستونزې او د ترورستانو فعالیتونه څیړلي او اټکل يې کړې که وضع په همدې ډول دوام وکړي نو ممکن پوځیان بیا په کودتا لاس پورې کړې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې  روان حالات څیړلي دي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره  د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي دا څرګندونې تائید کړي چې ویلي دي ولس مشر کرزي په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره زیاتې  هڅې کړي خو نړیوالې ټولنې د هغه ملګرتیا نده کړې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې په انتخاباتو د خلکو پراخه ګډون مشروعیت منځ ته راوړي.


او د راه نجات نا دولتي ورخپاڼې هم د انتخاباتو د نیټې نږدې کیدو ته په اشارې د کاندیدانو د شمیر د زیاتوالي ستونزه څیړلي او لیکلي دي چې خلک به له دې بابته له ستونزو سره مخامخ شي.

او ورخباڼې په یو جلا مطلب کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون دا څرګندونې هم راغستې چې ویلي دي چې روان ۲۰۰۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره سخت او ټاکونکې کال وي.

Copyright Larawbar 2007-2024