د عراقي ولسمشر جلال طالباني واک پای ته رسيږي
د عراق ولسمشر جلال طالباني به د واک تر پای ته رسېدو وروسته د نوي دورې په انتخاباتو کښي نورځان کانديد نه کړي ، دا خبره د شنبې په ورځ دطلباني د ګوند(PUK) يو رسمي مقام څرګنده کړل .
د طلباني رسمي دنده دروان زېږديز کال په پای کښي ختميږي، خو دخپل ګوند مشري به لا پر مخ بيايي .
د رسمي مقام په وينا نوموړی خپله هم غواړي چي نور يو څه استراحت وکړي؛ کوردی ۷۵ کلن طلباني تېر کال په امريکا کښي د زړه جراحي يوعمليات هم تر سره کړئ وو .
ولسمشر طلباني په ۲۰۰۵ زېږديز کال کښي ولسمشر سو، دده واک که څه هم محدود کړل سوئ دئ خو نوموړي د متفرقه نژادي ګروپونو په توازون ساتلو کښي ډېر مهم رول لوبولئ دئ .
د عراق نوی ولسمشر د پارلمان له لوري ټاکل کيږي .
د عراق پارلماني انتخابات به د روان زېږديز کال د دسمبر په مياشت کښي تر سره سي .