هالنډ: د نوي کال او نوروز جشني مراسم پر ځای سول
په هالنډ د افغانانو کلتوري ټولني ۱۳۸۸ لمريز کال په ځانګړو جشني مراسمو سره ونمانځه ، دا جشني مراسم د هالنډ د هارليم په ښار کي پرون د مارچ د مياشتي په ۲۲ نېټه د ماځيګر له ۴ بجو څخه د ماخستن تر ۱۱ بجو پوري ترسره سوه .
د غونډي په پيل کي نوموړي ټولني همکار عبدالله احسان د ټولني د مشرتابه په استازيتوب له ټولو مېلمنو مننه وکړه او ټولو هيوادوالو ته يې د نوي کال د رارسيدلو په مناسبت مبارکي وويله ،دعا وسوه چي ددې کال له پيل څخه دي لوی خدای جل جلاله دي زموږ له ګران هيواد افغانستانه د جګړو او وژنو ټغر ټول او د سولي او ښه راتلونکي د لمر شغلې وغوړوي .
زموږ په کلتور کي د نوي کال نمانځلو او په بهرنيو هيوادونو کي د خپلو دودونو ساتلو او خپلو کوچنيانو او تنکيو ځوانانو ته د هغه په اړه معلومات ورکولو پر اغېز او اړتيا هم په لنډ ډول خبري وسوې ، يادونه وسوه چي دغه ډول کلتوري پروګرامونه هم زموږ په منځونو کي د خپل کلتور ژوند ساتلو او هم ماشومانو ته د هغه په ور نقلولو کي پام وړ رول درلودلای سي ځکه دا يوازنۍ ورځي دي چي افغانان په خپلو ملي جامو کي راوزي ، ملي اتڼونه کوي او د په خپل هيواد کي ددغسي ورځو د نمانځلو کيسې او خاطرې يو له بله سره شريکوي .
د موسيقۍ په برخه کي وليد همراز او الياس برخه اخستې وه ، ځوانانو ملي اتڼونه وکړه .
ددې ټولني مشر عبيدالله نوري ( ذبيد) لراوبر ته وويل چي نوي کال په دې مراسمو کي يې د مشرانو او ځوانانو په ګډون د لسګونو کورنيو د تنکيو ماشومانو او مېرمنو لپاره هم د خپل افغاني دود او کلتور سره سم تياری نيولی و او ددوی د مېلمه پالني تر څنګ يې د موسيقۍ او ملي اتڼونو په زړه پوري پروګرام ترتيب کړی و .
ذبيد وايي چي د ۲۰۰۸ کال د فبروري له دوهمي راهيسي يې شخصي مجلسونه په غټو کلتوري ناستو اړولي او له خپل دې کار څخه خوشاله دی . نوموړی اندېښنه څرګندوي او وايي چي که جلاوطنه افغانان د خپلو کوچنيانو او کورنيو لپاره د کلتوري پروګرامونو په پرمختيا کي ونډه وانخلي نو ددوی راتلونکی نسل د اندېښمن راتلونکي پر لور روان سي .
د غونډي يوه برخه وال او د هارليم ښار اوسيدونکي ډاکټر داود ايوبي لراوبر ته په بهر کي د افغان کورنيو لپاره ددې غونډو د ارزښت په اړه داسي وويل :
موږ له بېلابېلو رسنيو اورو او وينو چي په بهر کي په زيات شمېر کلتوري ټولني فعاليت کوي ، اما بيا هم که د هماغو کسانو کورونو ته لاړ شئ چي د کورنۍ مشران يې کلتوري ټولني مخته بيايې د ماشومانو يې خپله مورنۍ ژبه يا خو هيڅ نه زده او يا فقط يو څو خبري پرې کولای شي ، چي د مور او پلار سره په يو کور کي ماشوم خپله ژبه له لاسه ورکوي څنګه له هماغه ماشومه د افغانستان د تاريخ او کلتور په اړه د پوهېدو تمه وکړو ، زما په نظر کلتوري فعاليتونه هغسي نه اجرا کېږي لکه څنګه چي ښايي ، زموږ ډيرئ هيوادوال د کلتوري فعاليت په نوم يو ډول سياسي فعاليتونه ترسره کوي . زما وړانديز دا دی چي په هر هيواد او هر ښار کي که داسي کلتوري مجلسونو جوړيدو ته نوره پاملرنه هم وشي ، زموږ راتلونکی نسل که دلته په لويديځ کي هم رالوی شي لږ تر لږه خپله مورنۍ ژبه ، خپل کلتور او خپل تاريخ به نه هېروي .
غونډه د ماخستن پر يوولس بجو په راتلونکي کي دداسي کلتوري پروګرامونو د پراختيااو ډيرو نورو کورنيو د ګډون په هيله پای ته ورسېده .