خاتمي: لوېديځ دي افغانستان يوازي پرېږدي

34 | مارچ 25th, 2009


د اېران پخواني ولسمشر محمدخاتمي له اسټراليا او نورو لوېديځو هيوادونو څخه غوښتنه كړې چي له افغانستان څخه پوځيان وباسي.
محمدخاتمي د اسټراليا د ملي پوهنتون محصلينو ته په وينا كي وويل، موږ وينو چي د ځينو هيوادونو پوځيان د نړۍ د يوې بلي برخي څخه افغانستان ته د ثبات د ټينګېدو په بهانه راځي، خو موږ له دوى څخه غواړو چي افغانستان يوازي پرېږدي او افغانان به نور ونه ژاړي.
محمدخاتمي په خپله وينا كي په اېران كي د ښځو آزادۍ، د اسرائيلو سره د دې هيواد پر اړيكو او د اټومي پروګرام په باب هم معلومات وركړل.
محمدخاتمي چي د اسټراليا په سفر وتلى، تېره اونۍ يې د اېران د جمهوري رياست له كانديدۍ څخه لاس واخيست.
نوموړى تر اوسني ولسمشر دمخه دوه واره د دغه هيواد رئيس جمهور ټاكل سوى دئ.
د محمدخاتمي د څرګندونو په اړه تر اوسه د افغانستان حكومت څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024