ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په کندهار کې د ولایتي شورا په ودانې شوې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې د طالبانو د ځان وژونکو حملو د تکتیک بدلون باید جدي ونیولې شي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې دا ډول حملې اکثرأ له افغانستان نه بهر پلانیږي
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د رسنیو په نوي قانون تبصره کړې او پوښتلي دي چې دا قانون چا اختطاف کړې او مجرمین يې څوک دي.
ورځپاڼې په افغانستان کې روانو انتخاباتيپ سیالیو او پدې ترڅ کې د سیاسي ډلو هلې ځلې هم څیړلي دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د سترې محکمې د وروستۍ پریکړې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو دریځ څیړلې او هغه يې رغنده بللې دې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغانستان پاکستان او ترکیې ترمنځ په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې چې پرون په انقره کې جوړه شوې او لیکلي دي چې پدې غونډه کې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخولو ټینګار وشو.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په هاګ کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه هم څیړلې او هغه يې بریالۍ بللې ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د ترورستي فعالیتونو دوام ته په اشارې د امریکا د مشرانو جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي چې پاکستان باید ثابته کړي چې ترهګر ځپي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او سیمې روانه وضعه بیچلي ښودلې او د امریکا د لوې درستیز په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان د خلکو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ جدي بې باورۍ رامنځ ته شوې ده.
ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان پاکستان او ترکیې ترمنځ درې اړخیزې غونډې ته ځانګړې کړې او د دې غونډې د پریکړو د عملي کولو غوښتنه يې کړیده.
د ویسا خپلواکې ورخپاڼې بیا دا خبر ورکړې چې امریکا په پاکستان کې د القاعده پر ضد د حملې لپاره تیارې نیسي.
ورځپاڼې په عینې حال کې د امریکا د ولس مشر دا وینا هم راغستې چې دوې په هر ځاې کې د القاعده پر ضد اقدام کويئ ځکه د هغه په وینا د افغانستان د خلکو حفاظت یو ډله ایز مسؤلیت دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ترکیې ترمنځ په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او پوښتلي دی چې له دې غونډې ته کومه تمه کیدلې شي.
دې ورځپاڼې هم د کندهار په ولایتي شورا د شوې حملې تفصیلي رپورټ خپور کړې او پدې ترڅ کې د افغان پولیسو زړورتیا يې ستایلې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د هاګ په غونډې تبصره کړې او په افغانستان يې د هغې اغیزې څیړلي دي.
خو اصلاح بیا د انقرې غونډې ته کتنه کړې چې د افغانستان پاکستان او ترکیې د مشرانو ترمنځ جوړه شوې وه او د درې واړو هیوادونو د مشرانو په حواله يې لیکلي دي چې د ترورزم په خلاف د موثرې مبارزې لپاره به پخپله کې همکارۍ زیاتوي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ تبصره کړې او د هغې د بریالي پلې کیدو لپاره يې د ګانډیو هیوادونو همکاري مهمه بللې ده.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټیګښت لپاره په سیمه ایزې همکارۍ ټینګار شوې دې.