اسلام آباد: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله
د شنبې په ماخستن د پاكستان په پلازمېنه اسلام آباد كي د پوليسو په يوه ليليه كي ځانمرګى بريد سوى، چي د لسو تنو د مړيني او هم دونه د ټپي كېدو خبر وركو كېږي.
د اسلام آباد پوليس وايي ځانمرګى پر داسي وخت ليليې ته ننوتلى چي پوليس په ډوډۍ خوړلو بوخت وو.
پېښه د اسلام آباد د مركز په يوه داسي سيمه كي رامنځته سوې، چي له امنيتي اړخه تر ټولو خوندي ځاى دئ، دلته د بهرنيو هيوادونو سفارتونه او د نړيوالو موسسو دفترونه هم موجود دي.
د دې بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو تر دې وړاندي چي كوم بريدونه سوي، د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود ځان ته منسوب كړي دي.