د امريكا استازى كابل ته ورسېد

34 | اپریل 5th, 2009



د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك په داسي حال كي كابل ته ورسېدئ، چي يوه ورځ دمخه د ناټو په عمومي غونډه كي د افغانستان د انتخاباتو امنيت ته د ۵۰۰۰ عسكرو د لېږلو پرېكړه وسوه.
راپورونه وايي ريچارډ هولبروك به د افغانستان له ولسمشر او د امريكايي پوځ له عمومي قومندان سره پر سياسي او امنيتي حالاتو وږغېږي، او وروسته به د هند پر لور روان سي.

Copyright Larawbar 2007-2024