د طالب قومندان د نيولو خبر وركړل سو

34 | اپریل 5th, 2009


ايتلافي ځواكونو په خوست ولايت كي د طالبانو د يوه قومندان د نيولو خبر وركړ.
خبرپاڼه وايي دغه كس يې د خوست په ولايت كي د جمعې په ورځ له خپلو درو ملګرو سره يوځاى نيولى، چي په ځانمرګو بريدونو او ماين ښخولو كي يې لاس درلود.
سره له دې چي د طالبانو دغه قومندان مهم او منځپوړى چارواكى ګڼل سوى دئ، خو په خبر پاڼه كي يې نوم نه دئ ذكر سوى.

Copyright Larawbar 2007-2024