د ريموټ ماين دوه پوليس مړه او يو ژوبل كړ

34 | اپریل 5th, 2009


د ماين چاودني په زابل ولايت كي دوه پوليس ووژل.
پېښه د دغه ولايت د ارغنداو په ولسوالي كي د شنبې په سهار رامنځته سوې ده.
د زابل د امنيې قومندانۍ مرستيال غلام جيلاني خان وايي ماين د سړك پر غاړه ايښودل سوى وو، چي وروسته ښايي د ريموټ په ذريعه چاودل سوى وي.
په پورتنۍ پېښه كي يو پوليس ټپي سوى هم دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024