دغوايي د کودتاچيانو انجام او د ميزان ١۵مه د يرغلګرو راتلونکى

محمد هارون خپل شعشعي | اپریل 25th, 2009


 

۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي د (٧) کرغيړنه کمونيستي كودتا او ناورينونه يې هربادرکه افغان ته د خپل وياړلي هيواد په سياسي پس منظركې يو ه توره تياره او بدمرغه شيبې ور يادوي اوتردې دمه يې دروانوټولو، کړاوونو، جګړو، ناخوالواوتباهيو اساس اوبنسټ بولي .

 د غوايي د اوومې ورځې كودتا، افغان ولس اوهيواديې په داسې يوه ستر ناورين او توره غميزه ورګډ كړل چې له يو نيم ميليون څخه زياتو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ، په ميليونونو تنه معيوب اوکډوالى ته اړشول ، د هيواد ، زيربناوې ، ملي شتمنى اوټولنيزبنسټونه وران ، ويجاړاوبهرنيانوته دهرراز مداخلواولاسوهنوزمينه په لاس ورغله .

روس پلوه كمونستانو په دغه توره ورځ دروسانودمنحوسو موخودتطبيق اوترلاسه کولوپه خاطر، په جنايتونوپيل وکړ.د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو دځپلوپه نيت يې دعام ولس په هر ډول ازار ، تعذيب ، شکنجواووژنولاس پورې کړ ، په يونوم اوبل نوم يې خپل تورزندانونه ترې ډک ، په لکونوتنه يې ژوندي ترخاورولاندې ، تري تم اوبالاخره يې افغان مجاهدولس اړکړ، ترڅوپرخلاف يې عملي جهاداوسرتاسري پاڅون ته لاس واچوي .

هماغه ووچې لوى اوتواناخداى (ج) دبې وزله ميړني افغان ولس مټې دومره کلکې اوځواکمنې کړي ، چې نه يواځې په حيرانوونکي مقاومت ، قربانيواوله دولسيزوزيات کړاواونادودوپه زغملويې دغوايي دتورمخوکودتاچيانوژامې ورماتې اوکږې کړي ، بلکې دهغوى باداران ( شوروي يرغلګرې لښکرې ) يې هم په ګونډو، له افغانستان نه تيښتې ته اړې اوپه پايله کې يې ټوله امپراطوري اودوارسا يرغلګرتړون دړې وړې اودتل لپاره محوه وګرځيد .

افغانانود ١٣٧١لمريزکال دغوايي په اتمه نيټه دکابل دکمونستي رژيم له سقوط اونسکوريدوورسته هيله درلوده چې دافغان ولس ديونيم ميلون شهيدانوهيلې به دوخت دجهادي رهبرانو په توسط ديوه اسلامي نظام په واکمنى اواستحکام کې خامخا پوره اوبشپړې شي .

خودځينوتش په نامه جهادي رهبرانواوجهادته منسوبوقومندانانو دقدرت ، چوکى نيشې او هوس دافغان مجاهدولس په پاکوهيلواوارمانونو، نه داچې خاورې واړولې ، بلکې له جنايت كاره كمونستانوسره په اتلاف كې دځان غوښتنې اودبهرنيانودګټودتطبيق په خاطريې دخپل منځي جګړو، وورهم بل ، سيمه په سيمه ، ښارپه ښاراوکوڅه په کوڅه يې دملوک الطوايفى دروازې پرانيستې ، لوټماري ، پاټکسالاري ، په عفت تيري ، دژونديوانسانانوپه ګرموتيلوکې دننه کيدو(رقص مرده ) په سردميخونودټکوهلواوله ښځونه دسينودپريکولوانتهايي قساوت اواستبدادترسره اودنوروپه سلګونوفجايعوکيسې اوپيښې دسرپه سترګووليدل شوې اوپه ډيرتاسف دغوناولواعمالواوجنايتونو،له افغان ولس نه لاره ورکه کړی وه چې اوس به څوک نجات ورکوي .

هماغه ووچې دلوى خداى (ج) په خاصه لورينه ددغوټوناخوالواوناورينونودرفع اودفع په خاطردعاليقدراميرالمومنين ملامحمدعمرمجاهدپه مشري دطالبانواسلامي حرکت په افغانستان کې رامنځته اوپه پاکه جذبه يې په ډيرلږ وخت کې دفساد، پاټکماريو، تيريواوجناياتوګلم ټول اودجهاددهيلواوارمانونوسره سم يې دهيوادپه لويه اوقاطع برخه داسلامي نظام توغ پورته ، داسلامي شريعت وړانګې خپرې ، دامن ، سکون اوعدل رښتينې فضايې حاکمه کړه .

ولې داچې نړيوال استکبار، افغانستان دسوکالى اوامن په شغلوکې نشوزغملاى اوواکمن اسلامي امارت اونظام يې سترګې وربريښولې ، نود تشوپلموپه پیداکولو،تبليغاتواوخنډونواچولويې پيل وکړ، خپل اجيران يې داسلامي امارت په مقابل کې تقويه کول ، دهغوى دجګړوتمويل يې په مستقيم اوغيرې مستقيم ډول په غاړه وا خيست اودافغانستان په يوه کونج کې دافغانانودسپيڅلوهيلوپلورونکې سره راټول اودافغانستان دناارامولوپه موخه يې هغوى جګړې ته په شاټپول .

خوکله چې نړيوال استعماروليدل چې داسلامي امارت په مقابل کې نور، جنګسالاران ،اوپاټکماران تاب اوځواک نلري ، نوپه وچواوتشوپلمويې شروع وکړه ، چې افغانستان کې واکمن اسلامي نظام غرب اوامريکاته خطراوترلمنې لاندې يې ددوى دښمنان پټ دي ، اسلامي امارت ډيرزياروويست چې امريکايي طاغوت دکبراوغرورله سياست نه راکوزاودمعقوليت لاراختيارکړي ، ولې هغوى دجنګ لارونيوه اودافغانستان داشغال په موخه يې ديوه نړيوال صليبي ايتلاف په جوړولوپه ١٣٨١لمريزکال دميزان په ١٥نيټه يرغل پيل کړ، افغانستان يې اشغال ، اوتردې دمه له يولکوتنودزیاتومظلوموافغانانووينې تويي ، يوميلون يې شکنجه اودافغاني اسلامي فرهنګ اوعنعناتودبيخکنۍ لپاره يې چې څه توطيي اودسيسې په وس پوره وي هغه يې ترسره اولادوام ورکوي .

داچې دصليبي اشغال نيږدې اته کاله پوره کيږي اوداسلامي امارت په مشري يې په وړاندې دجهاداوپاڅون سنګرونه لاتاوده اوله يوې ورځې بلې ته نور فولادي ګرځي ، نوصليبي طاغوت دې پوه وي چې دافغانستان په پاکه خاوره کې چې سرولښکرواوتاليڅټويې چې ستاسې په نسبت يې څوچنده لښکرې ډيرې ، پخې اومخامخ جګړمارې وي ، ونه توانيدل چې افغانان تابع ، له اسلامي عقيدې اوملي ارادې يوه لويشت په شا اوګوډاګۍ رژيم پرې ومني او تاسې خوله هغوډيرکمزوري ، بيم اوويرې وهلي اودمسلمانانودسرښندنې له نوي تکتيک (فدايي بريدونو) سره مخ ياست نوښايي په کلکه داومنى چې دغه ټاټوبى اوولس ستاسومنلوته په هيڅ بيه چمتونه دی اودبري اوپرمختګ ټول چانسونه اوحربې موناکامې اوله کلکې ماتې سره مخ دي .

نوښه به داوې چې دروسانواوددوى دلاسپوڅوانجام مطالعه اوددې په خاطر چې بيادوتواوتيښې لارونلري ښايي چې همدااوس دغسې يوه منطقي لارانتخاب اوغوره کړى ، ځکه افغان ولس دخارجي لښکروپه وجوداوشتون کې نه دوخت دضایع کولواوتیرایستلوپه نیت تفاهم مني اونه هم کوم سازش!!

دغووايي د(٧)دکودتاچيانومخ دې تور، اودميزان د١٥ديرغلګروانجام دې له هغوسرټيتي وي .


د لراوبر يادونه :


ددې ليکني د تبصرو برخه ځګه بنده سوه چي د لراوبر درنو لوستونکو د تبصرې ليکلو پر مهال خپل دروندوالی هېراوه او د قلم عفت يې تر پښو لاندي کاوه .


لراوبر ډاټ کام د ټولو خواو نظر خپروي ، مګر هيڅ چاته د سپکو سپورو  اجازه نه ورکوي .

Copyright Larawbar 2007-2024