ليري له ښاره ؤ يو کلی ډېر خوشبخته ورځ يې لېدلې نه وه هيڅکله هم سخته دلته مېشته ول ښاپېران ښايسته خوش رنګه له ميني ډک ژوند يې کاوه دوی څنګ تر څنګه په دغه کلي کي به هره ورځ ښادي وه سر و کال جوړه به خوښي او خوشالي وه دلته به هره ورځ […]
بشپړ متنتا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
راته بازار کي يو نری سړی نژدې سو بیا د خپل دين او عقيدې په قصيدې سو ما ورته وويل چي زه يو مسلمان يم له دينه نه اوړم پر کلک يمه افغان يم خو که را اوړې ته زما دين ته وخت لرمه که سرچپه دي وي غوښتنه درڅه ځمه هغه مُسکی سو ويل […]
بشپړ متنيا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
د پخواني وختو کيسه ده نقل سوې د اولنو له خوا رشتیا ده بلل سوې په ليري پروت یوه هیواد کي يو مُلزم د محکمې له خوا اعلان سو پړ مُجرم بیا د سزا فيصله وسوه محکمه کي چي شل دُرې يا به شل پياز خوري عجله کي مُجرم خوشال سو ويل پياز و ماته […]
بشپړ متن
ننداره ده نندار ـ منظوم نکل
د شاګردانو امتحان ؤ په سالون کي څوک ؤ له يخه څوک له بيري په لړزون کي سرمعلم وويل پنځه دقيقې وخت سته تکليف که کوم د پوهاوي درسره سخت سته خپلي پوښتني اوس لا وکړئ اوس لا وخت دی بيا خاموشي غواړم او نور نو ستاسو بخت دی يو ګوډ شاګرد سو را روان […]
بشپړ متنپاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
د ښکار پر وخت په يو ځنګل کي يو پاچا سو د وزير او د غلام څخه جُدا درې واړه ورک سول ځغلول يې خپل آسونه يو خو پرېشان ول بل يې ستړي کړل ځانونه غلام لومړی ؤ چي يې وليدی يو پير په سترګو ړوند ؤ په فکرونو کي راګير نه ستړې مسې نه […]
بشپړ متن
د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر
ملالۍ وايي خپلي مور ته چي له مکتبه راسم کور ته زما همصنفياني مي ياديږي کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي کاشکي مي مشره خور لرلای زه به يې ډېره نازولای درسونه ما به پر ويلای امرونه ما به پر کولای اخيستای ما به يې ګوډياني څوک مېلمنې څوک يې ناوياني لوبي به موږ […]
بشپړ متن