په هرات كي سړي تښتوونكې ډله نيول شوې

56 | نوومبر 3rd, 2009


په هرات ولايت كي تيره ورځ د سړي تښتوونكو يو شپږ كسيزه ډله د پوليسو له خوا ونيول شوه. د هرات ولايت امنيه قومندان پاسوال عصمت الله عليزي خبريالانو ته ويلي چي د دغې شپږ كسيزې ډلې د نيولو پر مهال هغه ځوان محصل چې د پينځلسو ورځو راهيسې د سړي تښتوونكو له دغې ډلې […]

بشپړ متن

انتخاباتي كمېسيون نن د لړم د شپاړسمي انتخاباتو په اړه خپل نظر څرګندوي.

56 | نوومبر 2nd, 2009


ټاكل شوېده چي د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون به نن د لړم د شپاړسمي نيټې د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه خپل دريځ څرګند كړي. د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون مشر عزيزالله لودين ژورنالستانو ته وويل چې د جمهوري رياست د دوهم دور له انتخاباتو څخه د ډاكټر عبدالله له كوښه كېدو وروسته دوي […]

بشپړ متن

بريټانيا له افغانستان سره مرستي جاري ساتي

56 | نوومبر 2nd, 2009


د بريټانيا صدراعظم ګورډن براون د افغانستان له جمهور ريس حامد كرزي سره په تازه خبرو كي له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو د دوام په اړه ډاډ څرګند كړى. د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر وايي چې په دغو ټيلفوني خبرو كي پر دوه اړخيزو مرستو ، د تروريزم پرضد […]

بشپړ متن

پاكستان له افغانستان سره پوله نه تړي

56 | نوومبر 2nd, 2009


په کابل کی د پاکستان سفارت هغه راپورونه رد کړل چی ګواكي پاکستان غواړی له افغانستان سره پوله وتړي. په کابل کی د پاکستان سفیر محمد صدیق د يوې اعلاميې په خپرولو سره هغه اوازې او د خبري رسنیو راپورونه رد کړل چي وایې پاکستان په پام کي لري چي له افغانستان سره پوله وتړي. […]

بشپړ متن

سپينه ماڼۍ: افغانستان ته نور سرتېري ليږل ښايي وخت واخلي

56 | نوومبر 2nd, 2009


سپینه ماڼۍ وايي چي افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه د ولسمشربارک اوباما پرېکړه ښايي څو اونۍ وخت واخلي. د اوباما جګپوړي سلا کار ډیویډاېکسېل راډ وویل، د انتخاباتو له دوهم پړاوه د ډاکټرعبدالله وتل به د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتيژۍ په اړه ځنډ پېښ نه كړي. اېکسېل راډ وویل، […]

بشپړ متن

په افغانستان كي يو بريټانوي سرتېرى وژل شوى

56 | نوومبر 2nd, 2009


د بریټانیا پوځ وایي چي یو سرتیری یې د افغانستان په جنوب کي په یوې چاودني کي ووژل شو. د دفاع وزارت وایی دغه سرتیرى د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ كي د یوه ماین په چاودنه كي وژل شوى. په دې سره په افغانستان کي له ۲۰۰۱ کال راهیسي چې بریټانیا افغانستان ته پوځیان […]

بشپړ متن

پاكستان: امريكا دي په نوې ستراتيژۍ كي زموږ مشوره واخلي

56 | نوومبر 2nd, 2009


پاکستان له متحدوایالاتو غوښتنه کړې چي د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتيژۍ په برخه کي له پاکستان سره مشوره وکړي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کي د مخ پر ودې هيوادونو د غونډي په حاشیه کي وویل، د پاکستان تجربې او له دې هيواد سره […]

بشپړ متن

امریکا: د عبدالله انصراف د امریکا پرستراتیژۍ اغېزنه كوي

56 | نوومبر 2nd, 2009


امریکايي چارواکو وویل چې، په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي د سیال عبدالله عبدالله انصراف به په افغانستان کې د ولسمشربارک اوباما د جګړې پر ستراتیژۍ اغېزونه کړي. د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي، د افغانستان د انتخاباتو له دوهم پړاو څخه د ډاکټرعبدالله وتل به د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اړه […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024