سپي پرتخت تاووس  ؟؟؟؟؟ / لنډه کیسه

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 29th, 2019


ليکنه: خالق رشید                 زموږ په کالج کې د دوو څیزونوکمی نشته ، یو د سپیو اوبل د شنو ونو، هرې خواته ترهر شنه ډکي لاندې یوسپي پروت وي ، یا ویده وي او یاهم ځان ګروي او ټوله ورځ یي په همدغه دړدنګ باندې تیریږي، کله کله که لږ څه باران ماران وشی […]

بشپړ متن

موږ خبريالان يو! – لنډه کيسه

Aziz Rahman Hazim | اگست 22nd, 2019


ليکوال: ح، حقوېش ستړى وم، وينه مي ډيره تللې وه، پښو لاسونو او نور بدن مي هيڅ ملتيا راسره نه کوله. په تمه وم چي څوک راپيدا شي او مرسته راسره وکړي. همدومره وو چي څو کسان مي تر سترګو شو، سر مي بې حرکته شو په خړو خاورو ولوېد د مخ يو اړخ مي […]

بشپړ متن

ډار – لنډه کيسه

Aziz Rahman Hazim | اگست 13th, 2019


لیکوال : ماهر احسانزی په دسمال کې ټومبلی تیلی  يې پرله پسې په غوږ کې تاو کړ . ایینې ته مخامخ شو . یو ځل بیا يې ويښتان وڅنډل ، نبستآ وچ ور معلوم شول . په ورغوي يې څو ځل له ګومنځي ټساری وویست . موسکی شو خو خبرې يې ټنیګې نه شوې . […]

بشپړ متن

يادونه او تابوتونه / لنډه کيسه

Aziz Rahman Hazim | جولای 8th, 2019


 ليکنه:خالق رشید               خان ماما، داشل دیرش کاله کابل ته نه وراغلی ، تیره اوونۍ یې دخلکو په وینا له کلونو وروسته تشریف راوړ، ترڅوزموږ کورته را رسیده دده نفس هم تلاشیو ورایستلی و… کله چې کورته راورسید ستړي ښکاریده ، زر یي ځان تشناب ته ورساوه ، اودس یي تازه کړ، خپل کالي یې […]

بشپړ متن

لنډه کیسه 

Aziz Rahman Hazim | جولای 6th, 2019


لیکوال : ماهر احسانزی سرته يې ولاړو همکارانو سرونه څنډل ، پرمخونو يې له روانو اوښکو هم لاره ورکه وه . د سر په څنډلو سره به غونډاری شوې، ټپ شو پرځمکه به را  پریوتې . فاطمې ته د همکارانو په ګڼه ګوڼه کې شعیب ډېر نه ښکاریده . خبرې  یې هم ورته ډېرې نشوي […]

بشپړ متن

وجدان / لنډه کيسه

Aziz Rahman Hazim | مې 16th, 2019


لیکوال: نورالله غازي سړي په وچو شونډو وویل: شینیه! بیګا دې رادیو نیولې وه؟ ـ نیولې مې وه، خو ولاکه په پوی شوی وم، په خیټه سور وم… ـ اکومت یو قصاب نیولی و، ویل یې د سپیو او خرو غوښه یې خرڅوله…. شینی چې د توت ونې ته یې وتلي ولې لګولي وو، په […]

بشپړ متن

قومندان / لنډه کیسه

Aziz Rahman Hazim | مې 4th, 2019


لیکوال: نورالله غازي ميرګل لس یوولس کاله پس کلي ته راغلی و، دی پر کليوالو ښه لګیدو، کلیوالو به ویل، چې میرګل مو په کابل کې وګوري، کلک ست راته کوي او په زور مو کور ته بيايي. میرګل خوشطبعه سړی و، د کلیوالو مجلس خوند ورکاوه، د ده ماشومتوب او زلمیتوب په کلي کې […]

بشپړ متن
احسان الله آرينزی

اتل

Aziz Rahman Hazim | اپریل 22nd, 2019


د احسان الله آرینزي ژباړه

بشپړ متن

پر  کومه خوا؟

Aziz Rahman Hazim | اپریل 6th, 2019


سراج الدين سعيد د ورځى وروستۍ سلګى وې، لمر په پرېوتو و د افق له لورى تورى لوخړى مخ په زور راروانى وې. تا به وې د غم طوفان يا د څپليو ماتو زړونو تاو او د خوارو بيوزلو ساړه او سېلى دى چه د اور په دود له اسمانه راکوزيږى، څو د ظلم کور […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024