د شاګردانو امتحان ؤ په سالون کي څوک ؤ له يخه څوک له بيري په لړزون کي سرمعلم وويل پنځه دقيقې وخت سته تکليف که کوم د پوهاوي درسره سخت سته خپلي پوښتني اوس لا وکړئ اوس لا وخت دی بيا خاموشي غواړم او نور نو ستاسو بخت دی يو ګوډ شاګرد سو را روان […]
بشپړ متنپاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
د ښکار پر وخت په يو ځنګل کي يو پاچا سو د وزير او د غلام څخه جُدا درې واړه ورک سول ځغلول يې خپل آسونه يو خو پرېشان ول بل يې ستړي کړل ځانونه غلام لومړی ؤ چي يې وليدی يو پير په سترګو ړوند ؤ په فکرونو کي راګير نه ستړې مسې نه […]
بشپړ متن
د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر
ملالۍ وايي خپلي مور ته چي له مکتبه راسم کور ته زما همصنفياني مي ياديږي کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي کاشکي مي مشره خور لرلای زه به يې ډېره نازولای درسونه ما به پر ويلای امرونه ما به پر کولای اخيستای ما به يې ګوډياني څوک مېلمنې څوک يې ناوياني لوبي به موږ […]
بشپړ متن
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو منظوم نکل
و لمر ته پروت ؤ يو زمری ښه ډوب بيده ؤ په خوب کي هم هغه پاچا د دې ځنګله ؤ په دغه حال کي يو موږک راغلی له غاره ځاغسته راځغاسته يې کړه پېل پر دغه لاره کوچنی موږک ؤ خپلي لوبي يې کولې کله خاموش چيغي به يې کله ووهلې په دغه حال […]
بشپړ متن
څلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر
څلور دي کال کي موسمونه هر يو جلا لري خوندونه لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي په دوبي ټول خولې خولې سي له اوبو ډک چي يخ منګی وي په دوبي يخ د چا زړګی وي چي دوبی ولاړ سي، راسي منی په وچو پاڼو ډک سي کلی زنګوي وني تېز بادونه ور رژوي يې […]
بشپړ متن
کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه پېل سوه
ماشومان د هرې ټولني او ملت راتلونکی او مستقبل وي. هر ملت او قوم چي د ماشومانو په روزنه کي ځان ستړی کوي، هغه د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو له پاره د هوسايي بنياد ايږدي. د ماشومانو په روزنه او تربيه کي د هغوی مورنۍ ژبه ډېر اهميت لري او د پيداګوژۍ کارپوهان […]
بشپړ متن